ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې له ۲۲ زره بېوزله کورنیو سره د غنمو مرسته شوې

بغلان کې له ۲۲ زره بېوزله کورنیو سره د غنمو مرسته شوې

author avatar
13 May 2021 - 11:37
بغلان کې له ۲۲ زره بېوزله کورنیو سره د غنمو مرسته شوې
author avatar
13 May 2021 - 11:37

پلخمري (پژواک، ۲۳غويى ١٤٠٠): د بغلان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري د روژې په میاشت کې له څه باندې ۲۲ زره بېوزلو کورنیو سره د ۱۳۴۴ مټریک ټنه غنمو مرسته شوې ده.

د بغلان ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ريیس مجیب الرحمن بهین د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک ته وويل چې د روژې په مياشت کې د بېوزله خلکو د لاسنيوي په موخه له ٢٢٥٠٠ کورنيو سره د ١٣٤٤ مټريک ټنه غنمو مرسته شوې ده.

بهین وايي چې د يادو کورنیو له ډلې ۱۵۰۰ يې اجیر دولتي کارکوونکي وو چې د ولایت مقام له لوري معرفي شوي وو.

نوموړی وايي: ((د دغې پروسې د روڼتیا لپاره د هرې کورنۍ غوښتنلیک د ولایت  مقام له خوا منل شوی، بيا ولايت مقام دغو خلکو ته مخصوص کارتونه ورکړي وو ترڅو څوک په کې درغلي ونه کړي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د غنم وېش د پلخمري په بازار کې د وړو د نرخونو پر کنټرول هم د پام وړ اغېز درلود.

همدارنګه د بغلان ولایت مرستیال والي ذبیح الله احساس هم د یادې پروسې له روڼتیا د ډاډ ترڅنګ پژواک ته وویل چې په دغه ولايت کې د يوې رڼې پروسې له مخې پر بيوزلو خلکو مرستې وېشل شوې دي.

دى وايي: ((پخوا به خلک د اربابانو او وکيلانو له خوا معرفي کېدل، خو دا ځل موږ ورته مخصوص کارتونه جوړ کړي و ترڅو مرستې مستحقو کسانو ته ورسيږي.))

په ورته وخت کې يو تن مرسته اخيستونکى ګل اغا وايي چې د روژې په مياشت کې حکومت د يوې بورې غنمو مرسته ورسره کړې ده.

دى زياتوي: ((دا يوه بورۍ دومره ډېر شى نه دى خو د روژې په مياشت کې د يوې بېوزلۍ کورنۍ لپاره هرڅه دي، خو که ورته مرستې دوام پيدا کړي ښه خبره ده.))

همدارنګه د پلخمري ښار يو تن هټۍ وال نعمت الله پژواک ته وويل چې د حکومت له لوري د غنمو وېش په بازار کې د وړو بيه هم کنټرول کړې ده.

د نوموړي په وينا، هر کال به د روژې په مياشت کې د وړو بېه د تېرو مياشتو په پرتله لوړېده، خو سږکال يوه افغانۍ هم نه ده لوړه شوې.

د يادونې ده چې تېرکال د روژې په مياشت کې په پلخمري بازار کې د يوې بورۍ ٥٠ کيلويي قزاقي وړو بيه ١٨٣٠ افغانۍ وه، خو سږکال په دغه مياشت کې له ١٥٢٠ څخه لوړه نه شوه.

Visits: 35

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.