ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د چرګوړو تولید له پاکستانه د دغه محصول وارداتو کمېدو لامل شوی

خوست کې د چرګوړو تولید له پاکستانه د دغه محصول وارداتو کمېدو لامل شوی

author avatar
15 May 2021 - 10:30
خوست کې د چرګوړو تولید له پاکستانه د دغه محصول وارداتو کمېدو لامل شوی
author avatar
15 May 2021 - 10:30

خوست ښار (پژواک، ۲۵ غوايی ۱۴۰۰): خوست کې د چرګوړو د توليد فابريکه(Hatchery)  جوړه شوې چې د مياشتې لسګونه زره چرګوړي توليدوي.

د چرګوړو د توليد دا فابريکه د باغدارۍ او مالدارۍ او د کرنې د ودې او د کليو د پرختيا (CARD-F) برنامې په ملاتړ د خوست د مرکز اړوند د صحرا باغ په سيمه کې جوړه شوې ده.

د نورالله جان په نوم د دې کارخانې مسوول پژواک اژانس ته وویل چې د چرګوړو د توليد دا شرکت (Hatchery) د مياشتې د يو سلو اته پنځوس زره او څلور سوه چرګوړو د توليد ظرفيت لري چې په کلني ډول څه کم میليونو ته رسېږي.

هغه زياته کړه: ((دا چرګوړي پر خوست سربېره پکتيا، لوګر، غزني، کابل، تخار او کندوز ولايتونو ته هم ورکوو او په راتلونکي کې پلان لرو، نوي ماشينونه هم وارد کړو چې له هغو سره به زموږ توليد نور هم زيات شي.))

دى وايي، له ده سره د چرګوړو د توليد په دې کارخانه کې څلوېښت فني او غير فني کاريګر په کار مصروف دي.

نورالله جان پژواک اژانس ته وويل، که څه هم د چررګوړو د توليد دې کارخانې د خوست او د ګاونډ ولايتونو تر يوه بريده اړتيا رفع کړې، خو ترڅنګ يې يو شمېر فارم لرونکي له پاکستانه هم چرګوړي وارودي.

دی وايي، هغه چرګوړي چې له پاکستانه وارديږي، سلګونه کيلومتره په موټر کې مزل کوي او د لارې په اوږدو کې له مختلفو ويروسونو سره مخ کېږي چې دلته په را رسېدو سره یې ډېر شمېر مړه کېږي.

د هغه په وينا، د دې ترڅنګ په پاکستاني چرګوړو کې سکسېنګ ترسره کېږي، يانې نر او ښځه يې سره بېلېږي، نر چرګوړي ځان ته پرېږدي او ښځې چرګوړي افغانستان ته رالېږي.

نوموړی زياتوي: ((هغه چرګوړي چې په خوست کې يې موږ توليدو، تازه وي، د وطن له اقليم او اب هوا سره یې توافق کړی، د ويروسونو په مقابل کې مقاوم دي او له سکسېنګ پرته يې فارم لرونکو باندې پلورو.))

شاهدالله د خوست مرکز اړوند د مهدي خېلو چينې په کلي کې د نسلي چرګانو روزلو فارم لري.

نوموړي د پژواک خبريال په مخ کې په يو وار د چرګوړو له همدې کارخانې (Hatchery . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.