ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د اختر ورځو ترافیکي پېښو کې ۱۵۱ کسان ټپیان شوي

کندهار کې د اختر ورځو ترافیکي پېښو کې ۱۵۱ کسان ټپیان شوي

author avatar
16 May 2021 - 17:00
کندهار کې د اختر ورځو ترافیکي پېښو کې ۱۵۱ کسان ټپیان شوي
author avatar
16 May 2021 - 17:00

کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۰): په کندهار کې د اختر په ورځو کې لسګونه ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې یو کس مړ شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵۱ کسان ټپيان شوي دي.

دغه پېښې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د اختر په درېیو ورځو کې د موټرو او موټرسایکلونو د ټکرونو له امله دي، خو ډېرې یې د موټرسایکلونو دي.

د کندهار میرویس روغتون سرطبیب ډاکتر محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د اختر په درېیو ورځو کې دغه روغتون له لسګونو ترافیکو پېښو ۱۵۱ ټپيان او یو مړی ور وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، په ټپیانو کې ۱۰۴ نارینه، ۸ ښځې او ۳۹ ماشومان شامل دي.

د ده په خبره، د ۳۵ سلنه ټپيانو ټپونه ژور دي او پاتې یې له څه وخت  بستر وروسته رخصت شوي او ګڼ نور لا هم بستري دي.

دی وايي، په دې ډله کې یو شمېر سخت ټپیان دي چې ښايي له دایمي معلولیت سره مخ شي.

د ده د معلوماتو له مخې، دغه کسان د موټرسایکلونو، بایسکلونو، زرنج او موټرو ټکرونو کې ټپيان شوي چې لامل یې تېز تګ، بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول دي.

نوموړي په دې اړه اندېښنه ښيي او وايي، د جګړې او ماین چاودنو ترڅنګ ترافیکي پېښې ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

د دغه روغتون سرطبیب پر خلکو غږ کوي چې ټول په ګډه د ترافیکي پېښو کمېدو او مخنیوي لپاره لاس په کار شي، په دې برخه کې مهمه دا ده چې والدین باید خپلو هغو اولادونو ته چې قانوني سن یې نه وي پوره کړی، موټر، موټرسایکلونه او نور وسایط ور نه کړي.

د کندهار اوسېدونکي هم د ترافيکي پېښو پر ډېرېدو اندېښمن دي او وايي، دا د ترافیک پولیسو دنده ده چې د دغو پېښو کمولو لپاره کار وکړي.

د کندهار ښار اوسېدونکي نوراحمد چې زوی یې په ترافیکي پېښه کې ټپي شوی، پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېری چلوونکي بې احتیاطي کوي، ترافیکي اصول نه مراعاتوي او په دې توګه د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

ده زیاته کړه، په کندهار کې ترافيکي پېښې ډېرې وي، خو د جمعې په ورځو او اخترونو کې يې کچه نوره هم لوړېږي.

دى وايي، تر هغه چې اړوندې ادارې پر سرغړوونکو قانون پلى نه کړي، ترافیکي پېښې نه کمېږي.

خو د کندهار د ترافيکو مديريت مسوولين ډېره پړه پر خلکو او والدينو ور اچوي چې يا خو ترافيکي اصول نه مراعاتوي او يا هم خپلو کم عمره اولادونو ته چې قانوني سن يې نه وي پوره کړى، موټرسايکل او نور وسايط ورکوي چې د هغوى د بې احتياطۍ او تېز تګ له امله خونړۍ پېښې رامنځته کېږي.

هغوی د ترافيکي پېښو د ډېروالي لاملونه د ترافيکي اصولو نه مراعاتول، تېز تګ او د سړکونو خراب حالت بولي.

Visits: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.