ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر عادل: که سوله راشي کارونه به ډېر او غربت به له منځه ولاړ شي

ډاکتر عادل: که سوله راشي کارونه به ډېر او غربت به له منځه ولاړ شي

author avatar
18 May 2021 - 10:25
ډاکتر عادل: که سوله راشي کارونه به ډېر او غربت به له منځه ولاړ شي
author avatar
18 May 2021 - 10:25

ننګرهار (پژواک، ۲۸ غويی ۱۴۰۰ ): د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې مشر ډاکترمحمد لياقت عادل وايي چې په هېواد کې د  روانو جګړو له امله د بېکارۍ او فقر کچه لوړه شوې، خو که سوله وشي، د خلکو په ژوند کې به ډېر بدلونونه رامنځته شي.

ډاکتر عادل پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په هېواد کې د جګړو له امله بېکاري زياته شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زياته کړه، د روانو څو لسيزو جګړو له امله ګڼ شمېر کورنيو خپل سرپرستان له لاسه ورکړي او ماشومان يې اړ شوي دي چې د نفقې پيد ا کولو لپاره کار وکړي.

د ده په وينا، د روان ناورين او ناخوالو له امله ماشومان د دې پر ځاى چې زده کړې وکړي، د  يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره شاقه کارونه ترسره کوي.

ډاکتر لياقت وايي، له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه دا ده چې په افغانستان پر کم عمره ماشومانو د کار مخنيوي په موخه له افغان حکومت سره همکاري وکړي.

ده زياته کړه چې همدا اوس د خښتو په بټيو کې پر ماشومانو درانه کارونه کېږي او د هغوى حقوق تر پښو لاندې شوي دي.

د نوموړي په وينا، د جګړو له امله کاريګرو ته نه چا خپل حقوق ورکړي او نه يې چا غږ اورېدلی، ډېرى مهال له  کاره په زور په غير قانوني توګه هم شړل شوي دي.

د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې (اخمسا) مشر وويل چې په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې دولت او خصوصي سکتور دواړو د کاريګرو حقوق تر پوښو لاندې کړې دي.

هغه ټينګار وکړ، د هېواد ابادوونکې طبقه همدا کاريګر دي او د تېرو څو لسيزو جګړو له امله ډېر زیانمن شوي خو دولت دوی ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

ډاکتر عادل وايي چې د جګړو له امله نه يواځې بېکارۍ زياته شوې، بلکې د فقر کچه هم ډېره لوړه شوې او يو بحراني حالت رامنځته شوى دى.

خو نوموړى وايي، که چېرې په هېواد کې سوله رامنځته شي، جګړې پاى ته ورسېږي، هم به خلکو ته د کار زمينه برابره شي او هم به د فقر او غربت کچه ټيټه شي.

ده زياته کړه چې دی په هېواد کې ځينې مهال د کاریګرو د انرژۍ څخه ناوړه استفاده کیږي او د کار په مقابل کې خپلې پيسې هم په وخت نه ورکول کېږي.

هغه وايي: “خصوصي سکتور په هېواد کې د بېکارۍ له امله د کاریګرو له مجبورۍ ګټه پورته کوي او ډېر سخت کارونه پرې کوي او د کار په مقابل کې پوره مزد هم نه ور کوي.”

خو ډاکټر عادل وويل، که چېرې په هېواد کې رامنځته شي، قانون حاکم او پلى شي، نو د دې ټولو ناخوالو او بدبختيو مخه نيول کېږي، د نورو خلکو ترڅنګ به کاريګرو ته هم په هره برخه کې خپل حقوق ورکړل شي.

د نوموړي په وينا، په هېواد کې د جګړو له امله ډېری کسان په غير قانوني لارو بهرنيو هېوادونو  ته د کار لپاره ځي چې زياترو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ده زياته کړه: “په ۲۰۰۶ کال کې موږ د کار نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی و او د افغانستان د کاریګرانو غوښتنې مو د نړيوالو غوږونو ته ورسولې خو له بده مرغه تر اوسه پورې په دې اړه کوم مثبت ځواب نه دى راکړل شوى.”

د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې رييس وايي، په تېرو څو کلونو کې چې له هېواد سره کومې مرستې د بهرنیانو له خوا شوې دي، په شفاف ډول نه دي لګول شوې او کاريګرو ته د کار زمينه نه ده برابره شوې.

 

Visits: 105

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.