ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ يو شمېر اوسېدونکو او وکيلانو د ملي اجماع لپاره د حکومت د هڅو ملاتړ وکړ

د بلخ يو شمېر اوسېدونکو او وکيلانو د ملي اجماع لپاره د حکومت د هڅو ملاتړ وکړ

author avatar
19 May 2021 - 16:05
د بلخ يو شمېر اوسېدونکو او وکيلانو د ملي اجماع لپاره د حکومت د هڅو ملاتړ وکړ
author avatar
19 May 2021 - 16:05

مزارشريف ( پژواک، ۲۹غويی ۱۴۰۰) : د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکو او په ولسي جرګې او ولايتي شورا کې د بلخ استازو، د سولې له پروسې او همدا راز دغې برخه کې د ملي اجماع جوړېدو په تړاو د حکومت له وروستيو هڅو ملاتړ وکړ.

ځايي خلک او وکيلان چې د غويي په ۲۹مه، د بلخ ولايتي شورا په تالار کې راټول شوي وو، همدا راز يې له طالبانو وغوښتل چې يوه سراسري اوربند ته غاړه کېږدي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد تر يادې ناستې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې په اوسنيو شرايطو کې افغانستان تر ټولو ډېر د حکومت او سياسيونو خپلمنځي نږدېوالي ته اړتیا لري.

هغه د ملي اجماع جوړېدو برخه کې د حکومت وروستۍ هڅې وستایلې او زياته یې کړه، چې د سولې خبرو لپاره د نوې مشورتي شورا جوړېدل به د جمهوريت تر چتر لاندې اړخونو تر منځ همغږي زياته کړي.

حديد زياتوي، چې په اوسنيو شرايطو کې بايد ټول لوري له هغو کړنو ډډه وکړي چې د خلکو، سياستوالو او حکومت تر منځ فاصله ايجادوي.

هغه همدا راز له طالبانو وغوښتل چې د افغانانو غوښتنه ومني او اوربند ته غاړه کېږدي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس په خپلو خبرو کې د ترکيې راتلونکې کنفرانس ته هيله مندي وښوده او زياته يې کړه، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش له اعلان وروسته جګړې لپاره هېڅ ډول پلمه نه ده پاتې شوې.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي رييس عبدالخالق په خپلو خبرو کې وويل، چې دوی د سولې په پروسه کې د حکومت او جمهوريت ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه، شته نظام د زرګونه افغانانو د قربانيو په پايله کې تر لاسه شوی او په وينا يې ساتنه يې پر ټولو افغانانو او سياستوالو لازمه ده.

د ولسي جرګې دغه غړي زياته کړه، که وضعيت کړکېچن شي او حکومت اړتيا پيدا کړي نو دوی حاضر دي، چې د امنيتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او د طالبانو پر ضد وسله واله مبارزه پيل کړي.

خو نوموړي په خپلو خبرو کې له حکومت څخه وغوښتل چې د خلکو تر منځ له فاصلو رامنځته کېدونکو موضوعاتو څخه دې ډډه وکړي.

هغه همدا راز د ولسمشرۍ ماڼۍ او مصالحې عالي شورا تر منځ پر لا ډېرې همغږۍ هم ټينګار وکړ.

په مشرانو جرګه کې د بلخ د خلکو استازي غلام عباس اخلاقي رسنیو ته وويل، چې خلک د اړتيا په صورت کې حاضر دي څو له خپلو سیمو څخه دفاع وکړي.

نوموړي زياته کړه، حکومت او د افغانستان مذاکراتي پلاوی بايد له قوي موقف څخه له طالبانو سره خبرې وکړي.

اخلاقي زياتوي، طالبان بايد پوه شي چې د جګړې له لارې دوی خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

له دې سره مهاله د ملي مصالحې عالي شورا يو پلاوی هم د سولې پروسه کې د خلکو د نظرياتو اورېدو په موخه بلخ ته سفر کړی دی.

د مصالحې عالي شورا سلاکار مولوي بيک نظر بلخي پژواک ته وويل، چې دوی د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه د خلکو نظريات راټولوي او له توحيد وروسته يې مذاکراتي پلاوو سره  شريکوي.

هغه زياته کړه چې په دې لړ کې به د بلخ ولايت د ملکي ادارو له مسوولينو، مدني ټولنو، ښځو، ديني عالمانو او سوداګرو سره ناستې وکړي.

نوموړی وايي چې روانه جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او وخت يې را رسېدلی، چې د خبرو له لارې د سولې يو جامع توافق رامنځته شي.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.