ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې وزارت په ولايتونو کې د مهمو شخصیتونو نظرونه راټولوي

د سولې وزارت په ولايتونو کې د مهمو شخصیتونو نظرونه راټولوي

author avatar
26 May 2021 - 15:19
د سولې وزارت په ولايتونو کې د مهمو شخصیتونو نظرونه راټولوي
author avatar
26 May 2021 - 15:19

مزارشريف ( پژواک، ۵غبرګولی ۱۴۰۰) : د سولې په چارو کې د دولت وزارت مسوولين وايي چې هڅه يې دا ده څو د سولې په روانه پروسه کې د افغانستان د ټولو وګړو غوښتنې او نظريات شامل شي.

د سولې وزارت د خبرو اترو پروګرام مسوول باسط احمد حافظي د غبرګولي په ۵مه، مزارشريف کې د پوهنتونونو له يو شمېر استادانو، محصلينو او د شمالي ولايتونو له مدني فعالانو سره په ګډه ناسته کې وويل، چې خلک بايد د سولې روانو مذاکراتو په اړه په جريان کې وي.

هغه زياته کړه چې د سولې مالکيت له افغانانو سره دی؛ نو په همدې خاطر دوی پلان لري چې د ټولو ولايتونو له نخبه او اغېزناکو شخصيتونو سره د بحثونو له لارې د خلکو نظريات راټول کړي.

نوموړی زياتوي، چې په لومړي ګام کې دوی د ولايتونو په کچه د پوهنتونونو له استادانو، محصلينو او مدني فعالانو سره ناستې درلودې او په دويم ګام کې د زونونو په کچه ورته برنامې لري.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت دغه استازی همدا راز وايي، چې له خلکو څخه د سولې روانو مذاکراتو په اړه راټول شوي نظريات به د افغان حکومت پلاوي ته ورکوي، چې هغوی يې له طالبانو سره د خبرو پر مهال پاملرنه ورته وکړي.

هغه زياتوي چې يوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره اړتيا ليدل کېږي؛ څو افغان ځوانان د سولې په پروسه کې دخيل کړای شي.

د بلخ ولايت مقام مالي او اداري مرستيال غلام فاروق خپلواک په خپلو خبرو کې روانه جګړه ويجاړوونکې وبلله او پر طالبانو يې غږ وکړ چې د سولې لاره غوره کړي.

هغه وويل چې ټول افغانان له روانې جګړې څخه ستړي شوي او د سولې راتلو ته شېبې شماري.

خپلواک زياته کړه: (( افغانان نور نه غواړي چې جنګ دوام پيدا کړي، يو شمېر خلک شته چې ناوړه موخې لري او د جنګ دوام غواړي، ښکاره خبره ده چې دغه کسان هم د افغانانو پر وړاندې او هم د افغانستان د نظام پر وړاندې خيانت کوي او بايد مخه يې ونيول شي)).

د هغه په وينا، په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نشته او طالبان بايد ژر تر ژره سوله وکړي.

د دغه پروګرام ګډونوالو هم د افغان سولې په پروسه کې د خلکو د نظرياتو ورګډېدو غوښتنه کوله.

د مزارشريف مدني فعال قربان علي وحدت پژواک ته وويل، چې خلک د يوې تلپاتې سولې په تمه دي.

نوموړي د سولې برخه کې موجود افغان مذاکراتي ټيم نيمګړی وباله او زياته يې کړه، چې د ځوانانو استازي په کې د روابطو پر اساس ټاکل شوي دي.

د جوزجان ولايت مدني فعالې مريم يوسفي پژواک ته وويل چې له طالبانو سره د خبرو اترو په پايله کې رامنځته کېدونکی توافق بايد د هېواد د لا ډېر پرمختګ لامل شي.

د هغې په وينا، بشري حقونه، د ښځو ازادي، ولسواکي او د ټاکنو له لارې د واک انتقال بايد معامله نه شي.

نوموړې له طالبانو او افغان حکومت څخه وغوښتل چې جګړه د حل لاره نه ده او بايد د تفاهم له لارې د افغانستان غميزې ته د پای ټکی کېږدي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.