ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۳۳ سلنه ډېره وه

تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۳۳ سلنه ډېره وه

author avatar
29 May 2021 - 17:41
تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۳۳ سلنه ډېره وه
author avatar
29 May 2021 - 17:41

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۰): تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله په داسې حال کې د وړمې اوونۍ په پرتله ۳۳ سلنه ډېره وه چې د سولې خبرو بهیر ټکنی روان دی او د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته د امریکا د پوځي اډې په اړه ناتایید شوي راپورونه هم خپاره شوي دي.

  • ځینې سرچینې: امریکا د ډیورنډ کرښې پورې غاړه پوځي اډه جوړوي.
  • امریکا، پاکستان او افغان حکومت: امریکا د ډیورنډ کرښې پورې غاړه اډه نه جوړوي.
  • طالبان: امریکا که د افغانستان ګاونډ کې اډه جوړه کړي، له غبرګون سره به مخ شي.
  • د امریکا دفاع وزارت: ښايي تر ټاکلې نېټې مخکې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي.
  • د امریکا یو پخوانی پوځي: امریکایانو ته ستونزمنه ده چې افغانستان پرېږدي.
  • د سولې خبرو بهیر ټکنی روان دی.
  • ښکېل لوري یو بل سولې ته په نه ژمنتیا تورنوي.
  • تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۳۳ سلنه ډېره وه.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله: 

تېره اوونۍ د هېواد په ۱۲ ولایتونو (هلمند، فارياب، بدخشان، غور، بغلان، جوزجان، کابل، لغمان، ننګرهار، کاپيسا، پروان او فراه) کې په ۱۷ بریدونو کې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوړي، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

د ډیورنډ پورې غاړې ته د اډې جوړل:

تېره اوونۍ ځینو سرچینو راپورونه خپاره کړل چې د امریکا متحده ایالتونو د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د پوځي اډې جوړولو کار پیل کړی، خو پنټاګون، افغان حکومت او پاکستان دغه ګنګوسې رد کړې.

دا په داسې حال کې وه چې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال ډېوېډ هېلوي تېره شنبه سنا ته وویل، پاکستان اجازه ورکړې چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ملاتړ لپاره هوایي او ځمکنۍ لارې وکاروي.

طالبانو د ډیورنډ هغه غاړه د «امریکایي اډې جوړېدو» په تړاو وویل، که داسې وشي افغان ولس به یې په اړه پټه خوله پاتې نه شي او د هر ډول ناخوالو مسوولیت به د هغه چا پر غاړه وي چې د دې «ډول اشتباهاتو» مرتکب کېږي.

له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو په اړه ضد او نقیص څرګندونې:

د طالبانو او امریکایانو تر منځ دوحه کې د لاسلیک شوي تړون له مخې، باید ټول بهرني ځواکونه تر روانې مې میاشتې له افغانستانه وتلي وای، خو ناټو او امریکا ویلي چې دغه بهیر به د روان کال تر سپټمبر پورې بشپړ کړي.

د ځواکونو په وتلو کې دغه ځنډ د طالبانو له نیوکې او غبرګون سره مخ شوی، خو د امریکا دفاع وزیر لوییډ اسټن تېره اوونۍ وویل، ښايي تر ټاکلې نېټې مخکې له افغانستانه د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي.

خو تېره اوونۍ د امریکا يوه پخواني پوځي چارواکي وویل، امریکایانو ته ستونزمنه ده چې افغانستان پرېږدي. د هغه په وینا، امريکا د افغانستان په جګړه کې ميلياردونه ډالر لګولي، پوځیان یې وژل شوي او ځینو هغو امریکایانو چې د عراق او افغانستان له جګړې کور ته ستانه شوي، ځانوژنې کړې، نو له همدې امله به په دغه سیمه کې شتون ولري.

ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یو نوی سیاسي څپرکی بللی پر طالبانو یې غږ کړی چې د جګړې پر ځای په روغې جوړې فکر وکړي، ځکه چې افغانستان کې د کورنیو تضادونو دلایل له منځه تللي دي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر څنګ، اسټرالیا تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د ناڅرګند امنیتي وضعیت له امله کابل کې خپل سفارت تړي، خو طالبانو یې غبرګون کې ویلي چې دوی دیپلوماټانو ته د فعالیت امن محیط رامنځته کوي.

ښکېل لوري یو بل سولې ته په نه ژمنتیا تورنوي: 

د ولسمشرمرستيال امرالله صالح ویلي، هره ورځ چې سوله ځنډېږي، ګرم طالب دی، ځکه د هغه په وينا، حکومت حاضر دی سر له سبا اوربند اعلان کړي او د جګړې پر ځای د جرګې په ډګر خبرې وکړي. په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق هم وایي طالبان سولې ته لېوالتیا نه لري.

خو د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېسیون مشر امیرخان متقي څو ورځې وړاندې ویلي چې مقابل لوری (افغان حکومت) د خبرو ځنډولو لپاره پلمې کوي.

د سولې ټکنۍ خبرې:

د جمهوريت او طالبانو مرکچي پلاویو د تېرې یکشنبې په ورځ دوحه کې ناسته وکړه. دا په تېرو ۱۵ ورځو کې دويم ځل دی چې یاد پلاوي ناسته کوي. د سولې یادې خبرې شاوخوا نهه میاشتې مخکې پیل شوي، خو تر اوسه لا د خبرو پر اجنډا هم نه دي سلا شوي.

ځينې سرچينې وايي ټاکل شوې، د افغانستان د سولې په اړه د جون په وروستيو کې د افغان لوریو او یو شمېر هېوادونو د استازو په ګډون د استانبول ځنډول شوې ناسته جوړه او ورسره د سولې خبرې ګړندۍ شي، خو د طالبانو وروستیو څرګندونو دغه هیله هم پیکه کړې ده.

د یو راپور له مخې، طالبانو ویلي په هغه صورت کې د استانبول ناسته کې ګډون کوي چې لنډه وي، د ناستې اجنډا کې د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې شاملې نه وي او د طالبانو حضور په کې په ټيټه کچه وي.

ګوندونه او مدني ټولنې:

د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني وایي که طالبان فکر کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د جګړې له لارې افغانستان نیولی شي، نو په خپلې محاسبه کې تېروتلي دي:”طالبان باید پوه شي چې د ازادۍ او عدالت په اړه د خلکو او افغانستان اوسنی باور د تېرې مقاومت دورې په پرتله څو برابره زیات شوی دی.”

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون وايي، حکومت بايد د سولې اړوند او نور اطلاعات له خلکو پټ نه کړي، خو د حکومت د رسنيو مرکز مشر دواخان مينه پال وايي د افغانستان ټولې ملکي ادارې مکلفې دي چې رسنيو ته اطلاعات ورکړي او حکومت د اطلاعاتو په پټولو او يا هم انحصار کولو کې کومه دلچسپي نه لري.

بلخ کې د سولې مشاعره جوړه شوه او د پکتيکا په بېلابېلو ولسواليو کې د سولې په نوم ١٥ ورځنۍ د واليبال، فوټبال او کرکټ سيالۍ ترسره شوې.

Visits: 143

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.