ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب : له يوه کال راهيسې د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره اړيکه نه ده نيول شوې

محب : له يوه کال راهيسې د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره اړيکه نه ده نيول شوې

author avatar
29 May 2021 - 17:47
محب : له يوه کال راهيسې د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره اړيکه نه ده نيول شوې
author avatar
29 May 2021 - 17:47

کابل (پژواک، ۸ غبرګولى ١٤٠٠) : د افغانستان ملي امنيت سلاکار وايي چې له تېرو ۱۲ مياشتو راهيسې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوند سره اړيکې نه دي نيول شوي، خو طالبان دغه څرګندونې ناسمې بولي .

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب چې نن یې په کابل کې يوې خبري غونډې ته وينا کوله، وويل چې د افغانستان او سيمې استخباراتو تایید کرې چې د طالبانو له مشر  ملا هبت الله سره هېڅ ډول اړيکه نشته.

محب وویل: “دوولس مياشتې کېږي چې طالبان له ملا هبت الله هیڅ احوال نه لري. هيڅ معلومات نشته چې هبت الله شته که نه؟ نه يې چا غږ اورېدلی او نه چا ورسره لیدلي. استخباراتي معلومات همدغه تاییدوي.

محب زياته کړه، چې ملا هبت الله په دې موده کې له هېچا سره هېڅ ډول خبرې هم نه دي کړي.

بلخوا په کابل کې لوړپوړې دولتي امنيتي سرچينې ادعا کوي چې په دې وروستيو کې د سولې او امنيت په تړاو د طالبانو ډېرى تصمیمونه د دوى د ډلې مرستيال سراج الدين حقاني له خوا نيول کیږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دا ادعا ردوي او پژواک ته یې وویل چې ملا هبت الله ژوندى دى او خپل کارونه په ښه توګه پرمخ وړي.

هغه زياته کړه، چې ټول مشران او مسوولين ورسره اړيکه لري، لارښوونې ترې اخلي او د خپلو کارونو راپور ورکوي.

خو مجاهد وايي چې د امنیتي دلایلو له امله باید هغه محفوظ وي، دا يوه اړتيا ده چې عام محضر ته راونه وځي.

تر دې مخکې هم رسنيو د ملا هبت الله د مړينې خبرونه ورکړي وو، کابل کې د هشت صبح ورځپاڼې د ١٣٩٩ لمريز کال د سلواغې په مياشت کې د بلوچستان د کويټې ښار په يوه جومات کې د چاودنې له امله د هغه د وژل کېدو خبر ورکړى و.

په دغه چاودنه کې د هغه ورور او د نوموړي د مدرسې ځينو نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه، خو طالبانو د ملا هبت الله وژل رد کړي وو.

دغه راز د امريکا د فارن پاليسۍ ورځپاڼې د ٢٠٢٠ کال په جون مياشت کې د مولوي محمد علي جان په نوم د يوه طالب نظامي قوماندان په حواله خبر ورکړى و چې ملا هبت الله پر کرونا اخته شوى دی.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هغه مهال دا راپور رد کړى و.

د سلام ټايمز په نوم يوې بلې رسنۍ ليکلي چې له تېر يوه کال راهيسې د ملا هبت الله هېڅ غږيز کليپ نه دى خپور شوى او د هغه د اختر پيغامونه هم په ليکلې بڼه خپريږي.

که چېرې ملا هبت الله په رښتيا هم مړ شوى وي، نو د طالبانو د ډلې له رامنځته کېدو وروسته دا د دوى درېيم مشر دى چې مړ کېږي.

د طالبانو ډله په ١٩٩٤ زېږديز کال کې د کورنيو جګړو پر مهال د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ جوړه شوه او تراوسه په افغانستان کې د خپلې خوښې (اسلامي امارت) نظام د ټینګښت په موخه جګړه کوي.

د افغانستان د ملي امنيت رياست په ٢٠١٥ زېږديز کال د ملا عمر د مړينې خبر ورکړ او ويې ويل چې هغه دوه کاله مخکې په ٢٠١٣ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې مړ شوى چې وروسته طالبانو هم د هغه مړينه تاييد کړه.

د ملا عمر تر مړينې وروسته وسله والو طالبانو ملا اختر محمد منصور د خپلې ډلې مشر وټاکه، خو شپږ مياشتې وروسته د ٢٠١٦ کال په مې مياشت کې ملا منصور د پاکستان د بلوچستان ايالت په دالبدين سيمه کې په داسې حال کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو چې له ايران څخه بلوچستان ته اوښتى و.

طالبانو د ملا اختر محمد منصور تر وژل کېدو وروسته د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکى ملا هبت الله اخوند د خپلې ډلې د مشر په توګه وټاکه.

ملا هبت الله تر دې مخکې د طالبانو د سترې محکمې رييس و او ډېرى فتواګانې او پرېکړې د ده له خوا کېدلې.

Visits: 702

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.