ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستانیو پولیسو منظور پښتین او د هغه ملګري خوشې کړل

پاکستانیو پولیسو منظور پښتین او د هغه ملګري خوشې کړل

author avatar
4 Jun 2021 - 21:07
پاکستانیو پولیسو منظور پښتین او د هغه ملګري خوشې کړل
author avatar
4 Jun 2021 - 21:07

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۰) : پاکستانیو پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او څو نور غړي یې چې نن سهار نیولي وو، بېرته خوشي شوي کړي دي.

پښتین او ملګري یې د جمعې په ورځ سهار د پښتونخوا کواټ کې پولیسو هغه مهال ونیول، چې په یوه پرلت کې د ګډون لپاره بنو ته روان وو.

د منظور پښتین د نیول کېدو د لامل په هکله پولیسو څه نه دي ویلي، خو هغه مهال د منظور پښتین رسمي فیسبوکپاڼه کې دا نوموړي نیول غندل شوي او د خوشي کېدو غوښتنه یې شوې وه.

اوس دغه فیسبوکپاڼه کې د نوموړي او د ملګرو خوشي کېدل تایید شوي دي:

سرچینې ویلي : “د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين او زموږ نور ملګري ادريس پښتين ، بلال پښتون او زوهيب پښتين د کوهاټ پوليس لخوا را خوشي کړل شوي دي .زموږ مبارزه به دوام داره وي ”

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو هم خواله رسنیو کې د نوموړي د خوشي کېدو خبره کړې ده.

منظور پښتین هم د جون پر دویمه یوه ویډیو پیغام کې د جاني خېل او همزوني پر وژونو خواشیني ښودلې او ویلي چې د دغه غورځنګ غړي دې پرلتونو کې له خلکو سره دي او ملاتړ به یې کوي.

Visits: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.