ژبه

افغانستان کې کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر بل هر وخت ډېر (٥٠) کسان مړه کړي

کابل (پژواک، ١٦ غبرګولى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٣٧٩ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٥٠ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غبرګولي په ١٦ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٥٤٤ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٣٧٩ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٨٠٦١٥ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٣٩٦ کسان په کابل، ١٣٩ په کندهار، ١١٣ په بدخشان، ٩٨ په بلخ، ٨٨ په پنجشېر، ٨٥ په کندوز، ٧٥ په کاپيسا، ٧٣ په میدان وردګ، ٦٨ په هرات، ٥٠ په فارياب، ٤٧ په تخار، ٢٩ په هلمند، ٢٥-٢٥ په دايکنډي او پکتيکا، ٢٤ په غور، ١٨ په فراه، ١٦ په باميان او ١٠ په کونړ ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٥٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٥٨٦٢٢ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٥٠ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٣١٩٥ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٧٣ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٥٢ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٧،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.