ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حلیمي :  طالبان زموږ وروڼه دي موږ ددوی په څیر نه یو دوی ته د کفر کلمه نه کاروو    ‎

حلیمي : طالبان زموږ وروڼه دي موږ ددوی په څیر نه یو دوی ته د کفر کلمه نه کاروو ‎

author avatar
10 Jun 2021 - 21:31
حلیمي :  طالبان زموږ وروڼه دي موږ ددوی په څیر نه یو دوی ته د کفر کلمه نه کاروو    ‎
author avatar
10 Jun 2021 - 21:31

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰) : په سعودي عربستان کې د افغانستان او پاکستان علماوو په ګډون د رابطة عالم اسلامي په مشرۍ «په افغانستان کې د سولې اعلان» تر نامه لاندې نړیوال کنفرانس ترسره شو.

دافغانستان د حج وزارت وایي، ددې کنفرانس موخه په افغانستان کې د روانې جګړې او تاوتریخوالي پر خلاف او په افغانستان کې د سولې او ثبات په ملاتړ د افغانستان او پاکستان د علماو ګډ ديني موقف څرګندول و.

د یاد کنفرانس د پرانیستې وینا په سعودي عربستان کې د افغانستان لوی سفیر احمد جاوید مجددي وکړه.

نوموړې وویل، افغانان سعودي هېواد ته د ورور او د یوه دوست په سترګه ګوري، ټول افغانان ددې کنفرانس هر کلی کوي او هیله لري، چې یاد کنفرانس به په افغانستان کې د وینې د درولو سبب وګرځي.

د افغانستان په استازيتوب د ارشاد، حج او اوقافو وزير محمد قاسم حليمي، د اسلامي همکاریو په نړیوال سازمان کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفير او دايمي استازي دوکتور شفيق صميم، دافغانستان د علماوو د سراسري شورا غړي عنایت الله بليغ، د کابل پوهنتون استاد دوکتور عبدالباري حمیدي د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي مصالحې عالي شورا او د علماو عالي شورا غړي  عطاء الرحمن سليم، د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ مخکيني رئيس دوکتور فضل الرحيم بصيرت، د افغانستان د علماو عالي شورا غړي  فضل غني کاکړ، د افغانستان د علماو عالي شورا غړي طاء الله لودين او د افغانستان د علماو عالي شورا غړي ښاغلی شيخ سالم حسني ويناوې وکړې.

همدارنګه د مسلمانانو نړيوال ليګ سکرتر جنرال شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی او ګڼ شمېر نورو علماوو د سولې په ارزښت او د مسلمانانو د وینو په حرمت خبرې وکړې او په افغانستان کې یې روانه جګړه ناروا وبلله.

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي وویل،افغانستان کې د حکومت او مخالفانو ترمنځ د سولې غږونو تر راپورته کېدا وروسته د اسلام سپېڅلي ښار مکه مکرمه کې د ننني کنفرانس اړتیا پیدا شوه.‌

هغه وایي، افغانان حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي، دا دي نن موږ ټولو هېوادونو او اړوندو بنسټونو ته مراجعه کوو چې ټول سیاستوال او ګوندونه د ملي مصالحې یو غږ پورته کوي.

حلیمي زیاته کړه، “باید استدلال وکړو او دا په ډاګه کړو چې ټول سیاستوال، ګوندونه او شخصیتونه سره یو موټی شوي او د ملي مصالحې لپاره یوه خوله شوي دي. زموږ ترمنځ‌ هېڅ اختلاف نه شته او نه هم د مصالحې په تړاو اختلاف شته. که په نظر کې کوم اختلاف وي، نو موږ د یو او بل د نظر درناوی کوو”.

د حج او اوقافو وزیر وویل چې، الله تعالی په قران کریم کې فرمایي د وروڼو ترمنځ باید سوله وشي.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان حکومت او خلکو د سولې په تړاو هڅې پیل کړي دي.

د نړۍ د اسلامي هیوادونو علماوو په دې برخه کې هم همکارۍ کړې دي او تر دې مخکې هم په مکه کې علماوو د افغانستان د سولې ملاتړ کړی و.

قاسم حلیمي وو، د چاودنو، جنګونو او تاوتریخوالي له امله عام خلک، ماشومان سپین ږیري او ښځې وژل کیږي.

ده زیاته کړه : (( زموږ مخالفین هم زموږ وروڼه دي، موږ چاته کافر نه وايو، ځکه چا چې یو ځل د اسلام کلیمه ویلي وي، هغه ته کافر نه شي ویل کیدای، موږ هم دا کلیمه وایو، رسول الله ص فرمایلي چې کلیمه وویله، قبلې ته ودریږه او زموږ ذبیحه یې وخوړله زموږ وروڼه دي.))

ده زیاته کړه، په افغانستان کې ماشومان وژل کیږي، نوي زیږیدلي وژل وژل کیږي، په جوماتونو پوهنتونونو کې چاودنې کیږي .

د هغه په وینا، دوی مسلمانان وژني بیا ورسره الله اکبر هم وایي.

ده زیاته کړه : (( په الله قسم دی په افغانستان کې چې څه کیږي، موږ ټول علماء ددې مسوول یو، د الله ج د کور له څنک څخه غږ کوو، چې نور ددې وژنو مخه ونیول شي.))

د هغه  په وینا، ټولو اسلامي هیوادونو ته مخ اړوي چې په سوله کې همکاري وکړي.

دا کنفرانس د سعودي عربستان په ملاتړ او د رابطة عالم اسلامي په مشرۍ جوړ شوی و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د کنفرانس په پای کې د ګډونوالو له لوري ګډه اعلاميه هم خپره شوه.

 

Views: 495

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.