ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د زورورو جګړو تر څنګ د سولې هڅې هم ګړندۍ وې

تېره اوونۍ د زورورو جګړو تر څنګ د سولې هڅې هم ګړندۍ وې

author avatar
12 Jun 2021 - 17:25
تېره اوونۍ د زورورو جګړو تر څنګ د سولې هڅې هم ګړندۍ وې
author avatar
12 Jun 2021 - 17:25

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰): تېره اوونۍ په ملي او نړیواله کچه په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو له ګړندیتوب سره، د ښکېلو غاړو تر منځ جګړو هم زور اخیستی و او له امله یې ۱۵۴ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

  • افغان او پاکستاني علما: په افغانستان کې دې جګړه ودرول شي.
  • ملګري ملتونه: دا ځل به د سولې بین الافغاني خبرو کې هغه پرمختګ تر لاسه شي چې د افغانستان د خلکو د خوښۍ لامل ګرځي.
  • د افغانانو تر منځ د سولې خبرو مرکچي پلاویو له شاوخوا یوه میاشتني ځنډ وروسته غونډه وکړه.
  • خلیلزاد په کابل کې له چارواکو او دوحه کې له مرکچي پلاویو سره د سولې پروسې د ګړنديتوب په اړه خبرې وکړې.
  • طالبانو، د کابل په هوایي ډکر کې د ترکي پوځیانو د پاتې کېدو له احتمال سره مخالفت وکړ.
  • ځينې سیاستوال په کور دننه اختلافونه او خلکو ته د وسلو پر وېش نیوکې کوي، وایي امنیتي وضعیت یې خراب کړی دی.
  • تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله شپږ سلنه کمه وه.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:  

تېره اوونۍ د هېواد په ۱۱ ولایتونو (بلخ، بدخشان، بغلان، بادغیس، خوست، کابل، پکتیا، لوګر، هلمند، کندهار او میدان وردګو) کې په ۱۴ بریدونو کې ۴۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان دي.

تېره اوونۍ که څه هم چې وسله والو طالبانو بریدونه ډېر کړي و او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې ډېرې زورورې وې، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله په کې د وړمې اوونۍ په پرتله یو څه کمه وه.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

زورورې جګړې او د عالمانو د سولې غوښتنه:

تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان عالمانو په سعودي کې غونډه وکړه، افغانستان کې یې د ولسي وګړو پرضد د تاوتریخوالي د “اسلامي اصولو خلاف” وبلل او د جګړې د درېدو غوښتنه یې وکړه. د غونډې په پرېکړه لیک کې راغلي چې د افغانستان د قضیې د حل په تړاو باید اسلامي ټولنه مسوولیت ادا کړي او د افغانستان او پاکستان علما یوه ګډه ټولنه جوړه کړي چې د سولې له روانو هڅو سره مرسته وکړي.

د بلخ او کندهار يو شمېر ديني عالمانو او سلګونو ځوانانو هم تېره اوونۍ بېلابېلو غونډو کې په هېواد کې د اوربند غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې خوا طالبانو د دولت پر ضد د ولسوالیو په کچه بریدونو ته زور ورکړی او نیویارک ټایمز د لوړپوړو امریکایي چارواکو له خولې وايي، د امریکا د دفاع وزارت د داسې اجازې ترلاسه کول ارزوي چې که د طالبانو له خوا د کابل یا د افغانستان د نورو مهمو ښارونو د نیولو وېره وي، نو ځواب کې به یې د افغان پوځ په ملاتړ هوايي بریدونه وکړي.

د سولې لپاره دیپلوماټیکې هڅې:

ملګرو ملتونو د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیلولو هڅې پیل کړې دي او چارواکو یې د غبرګولي په ۱۷مه قطر کې د طالبانو او دولت له مرکچي پلاوو سره لیدلي او هیله یې څرګنده کړې چې د خبرو په دې پړاو کې به هغه پرمختګ تر لاسه شي چې د افغانستان د خلکو د خوښۍ لامل ګرځي.

تر دې یوه ورځ وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ‌طالبانو مرکچي پلاویو له شاوخوا یوه میاشتني ځنډ وروسته دوحه کې ناسته وکړه او د مذاکراتو د بهیر پر چټکتیا يې ټینګار وکړ.

تېره اوونۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان او قطر ته سفرونه وکړل.

خلیلزاد له ولسمشر اشرف غني، د ملی پخلاینی شورا مشر ډاکترعبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ځینو نورو افغان چارواکو سره وکتل او د سیاسي، اقتصادي، دیپلوماټیکو او امنیتي اړیکو د دوام، افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پر پیاوړي کېدو، او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل پر بنیاد خبرې وکړې.

خلیلزاد تر افغانستان وروسته دوحې ته ولاړ او هلته يې د بین الافغانی خبرو له مرکچي پلاویو سره د مذاکراتو پروسې په ګړنديتوب او د دغو خبرو د اجنډا په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ترکي پوځیانو له احتمالي پاتې کېدو سره د طالبانو مخالفت:

د ترکیې دفاع وزیر خلوسي اکار ویلي، که متحدین یې د سیاسي، مالي او لوژستیکي ملاتړ ژمنه وکړي، یو شمېر ترکي پوځیان به د افغانستان پلازمېنه کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره پاتې شي، خو طالبانو ورسره مخالفت کړی.

پر اختلافونو او د وسلو پر وېش نیوکې:

ځينو سیاستوالو او د ګوندونو استازيو په یوه ګډه ناسته کې وویل، په کور دننه اختلافونه د دې لامل شوي چې هېواد کې امنیتي وضعیت خراب شي.

د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندیوال وايي، د دغو اختلافونو دوام وضعیت دې ځای ته رسولی چې اوس د هېواد هېڅ برخه امنه نه ده.

د ملي نجات ګوند مشر او د ولسمشر سلاکار ذبیح الله مجددي وايي؛ دولت کې ځينې سیاستوال د سولې پر ځای جګړه غواړي او خلک وسله وال کوي، چې د هېواد راتلونکي لپاره ګواښوونکې چاره ده. هغه وایي، داسې سندونه لري چې یو شمېر سیاستوال د امنیتي وضعیت د خرابېدو په پلمه پر ناقانونه ډلو وسلې وېشي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د دولت عالي شورا جوړولو لپاره مشورې پیل شوې، خو تر اوسه يې د جوړښت او واکونو پر څرنګوالي اختلافونه لا هم نه‌ دي حل شوي.

Visits: 156

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.