ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨٥ کسان د کرونا له امله مړه شوي

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨٥ کسان د کرونا له امله مړه شوي

author avatar
13 Jun 2021 - 15:23
په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨٥ کسان د کرونا له امله مړه شوي
author avatar
13 Jun 2021 - 15:23

کابل (پژواک، ٢٣ غبرګولى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٥٩٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٨٥ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غبرګولي په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٥٨٧ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٥٩٧ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۹۱۴۵۸ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ۳۱۲ کسان په کابل، ۱۵۷ په کاپیسا، ۱۵۵ په ننګرهار، ۱۲۴ په بلخ، ۱۱۰ په بغلان، ۸۲ په هرات، ۷۵ په کندهار، ۷۳-۷۳ په هلمند او لوګر، ۷۱ په بامیان، ۵۸-۵۸ په فاریاب او میدان وردګ، ۵۲ په پکتیا، ۴۴-۴۴ په غزني او کونړ، ۲۶ په غور، ۲۵ په بدخشان، ۱۶ په لغمان، ۱۱-۱۱ په کندوز او زابل، ۱۰ په بادغیس، ۷ په خوست او ۳ په سمنګان ولايت په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٧١ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۶۱۴۱۰ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٨٥ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۳۶۱۲ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٧٦ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٦٠ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٨،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Visits: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.