ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو مشرانو د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت لپاره د مالي ملاتړ پرېکړه وکړه

د ناټو مشرانو د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت لپاره د مالي ملاتړ پرېکړه وکړه

author avatar
14 Jun 2021 - 22:36
د ناټو مشرانو د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت لپاره د مالي ملاتړ پرېکړه وکړه
author avatar
14 Jun 2021 - 22:36

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۰) : د ناټو سازمان په سرمشریزه غونډه کې د افغانستان د ملاتړ د اعلان ترڅنګ پرېکړه وکړه، چې د کابل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو برخه کې به مرسته کوي.

د ناټو سرمشریزه غونډه نن د غبرګولي په ۲۴مه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې چې د دغه سازمان مقر هم دی، ترسره شوه.

په دغې غونډه کې د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو ولسمشرانو او لومړي وزیرانو برخه اخیستې وه، چې د نورو ترڅنګ د امریکا  ولسمشر جو بایډن هم په کې ګډون کړی و.

د دغې غونډې په پای کې د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ وویل چې دوی د افغانستان، عراق، روسیې، چین او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه، له شلو کلونو وروسته د ناټو نظامي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسیږي، خو له افغانستان او افغانانو سره به د ناټو مرستې او ملاتړ دوام ولري.

سرمنشي وویل چې د ناټو مشرانو په دغې غونډه کې ژمنه وکړه، چې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ او روزنې ته به دوام ورکوي.

د دغې غونډې په پای کې ۷۹ ماده ییز پرېکړه لیک هم خپور شو، چې په ۱۸مه او ۱۹ مادو کې یې د افغانستان په اړه څرګندونې شوې دي.

په اتلسمه ماده کې راغلي، چې دوی د نظامي ماموریت پر مهال په افغانستان کې د ترهګرو خوندي ځالې ختمې کړې او د افغان ځواکونو رزنه کې یې مهم رول ولوباوه.

د پرېکړه لیک په بله ماده کې راغلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل له افغانستان سره د اړیکو ختمولو په معنا نه دی، اوس به له افغانستان سره د اړیکو نوی فصل پرانیستل کیږي.

سرچینې زیاته کړې، دوی به په افغانستان کې د خپل ملکي ماموریت له لارې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

په پرېکړه لیک کې راغلي، د دې لپاره چې په افغانستان کې دیپلوماټیک کارونه او د نړیوالې ټولنې همکارۍ ادامه ولري، د ناټو مشرانو پرېکړه وکړه چې د کابل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت خونديتوب لپاره مالي ملاتړ وکړي.

تر دې مخکې د ناټو سرمنشي ویلي و چې دوی له ترکیې او امریکا سره د کابل هوایي ډګر د امنیت ساتلو په موخه خبرې کړې دي.

ترکیې د دې کار لپاره لېوالتیا ښودلې، خو د ۱۳۰ میلیونه ډالرو غوښتنه یې کړې ده.

د ناټو په سرمشریزه کې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ اعلان شو.

Visits: 613

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.