ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 پر کرونا ویروس د حکمتیار د اخته کېدو اړوند راپورونه نا تایید شوې ادعا ده

 پر کرونا ویروس د حکمتیار د اخته کېدو اړوند راپورونه نا تایید شوې ادعا ده

author avatar
16 Jun 2021 - 19:06
 پر کرونا ویروس د حکمتیار د اخته کېدو اړوند راپورونه نا تایید شوې ادعا ده
author avatar
16 Jun 2021 - 19:06

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی۱۴۰۰): د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو خبر خپور کړی چې ګلبدین حکمتیار پر کرونا ناروغۍ اخته شوی او روغتیايي وضعیت یې نازک دی، خو د ګلبدین زوی دغه راپورونه ردوي.

اوازې:

د سید نظیم خلوتي په نوم یوه فیسبوک کاروونکي لیکلي چې د افغانستان حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پر کرونا اخته شوی او روغتیايي وضعیت یې نازک دی.

هغه زیاته کړې: “د راپورونو له مخې د ښاغلي حکمتیار کرونا ټسټ مثبت ښودل شوی او روغتیايي وضعیت یې چندان ښه نه دی!”

د «سرحد نیوز» په نوم فیسبوک پاڼې هم راپور ورکړی چې حکمتیار پر کرونا اخته شوی دی. سرحد نیوز لیکلي: “دعا وکړئ چې د افغانستان ځورېدلی ملت ارام او اباد شي.”

 

حقیقت موندنه:

خو د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار د خپل پلار د نه ناروغۍ او جوړتیا ډاډ ورکړی دی. هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: “د مشر د کرونا ټسټ د مثبت خبره غلطه ده، ښه صحت لري او له هېڅ روغتیايي تکلیف سره مخ نه دی.”

هوادارن حزب اسلامی یک عکس وی را در صفحات اجتماعی نشر کرده اند که موصوف امروز با یک هیِت ولایتی حزب اسلامی در کابل دیدار کرده است.

د حزب اسلامی پلویانو نن په ټولنیزو صفحو کې د حزب اسلامي د امیر انجنیر حکمتیار د سرپل له ولایتي امر سره  د لیدنې عکس خپور کړي چې د هغه سره يې نن ليدلي دي.

د یادونې ده چې په ټول هېواد کې تر اوسه ۹۴ زره کسان پر کرونا اخته شوي او تر ۳۷۰۰ ډېر کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

دغه راز په ټوله نړۍ کې تر ۱۷۷ میلیون ډېر کسان پر کرونا اخته شوي او تر ۳،۸ میلیون ډېرو کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Visits: 709

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.