ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له والیانو څخه د ولایتونو نظامي صلاحیتونه واخیستل شول

له والیانو څخه د ولایتونو نظامي صلاحیتونه واخیستل شول

author avatar
16 Jun 2021 - 16:32
له والیانو څخه د ولایتونو نظامي صلاحیتونه واخیستل شول
author avatar
16 Jun 2021 - 16:32

کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰) : د هېواد د سر اعلی قوماندانۍ په غونډه کې له واليانو څخه نظامي صلاحیتونه واخیستل شول او اړوندو قول اردو ګانو ته د نظامي قوماندې او ارګانونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کولو په ګډون ټول نظامي واکونه ورکړل شوي دي.

پژواک هغه مکتوب ترلاسه کړی چې په دې اړه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا د ټولو ولایتونو والیانو ته استول شوی دی.

په مکتوب کې راغلي چې د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۷مه، د ولسمشر غني په مشرۍ د سراعلی قوماندانۍ په غونډه کې دغه پرېکړه شوې ده، بلخوا سرچینې وایي چې پرون په امنیتي غونډه کې ولسمشر د ویډیو له لارې له والیانو سره دغه موضوع شریکه کړې ده.

په مکتوب کې راغلي : (( د سر اعلی قومانانۍ د سلواغې د ۱۷مې نېټې په غونډه کې د هېواد امنیتي بنسټونو او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وشوه، چې د یوې قوماندې منل شوی اصل ته په کتلو د هېواد په زونونو کې د قول اردوګانو قوماندانان د جګړې رهبري په غاړه واخلي او د ولایتونو مسوولین د جګړې چارې د قول اردو د قوماندانانو تر مشرۍ لاندې پر مخ یوسي.))

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پژواک اژانس ته ومنله چې دوی ته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا دغه ډول مکتوب رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، دوی ته سپارښتنه شوې چې په ولسي برخه کې د نظامي ارګانونو ملاتړ ته کار وکړي، خو د جګړې رهبري د ملي اردو له خوا پرمخ وړل کیږي.

د نظامي چارو یو شمېر شنونکي وایي چې دغه کار د امنیت لپاره ګټور نه، بلکې له دې سره به د ځواکونو ترمنځ همغږي کمه شي.

د نظامي چارو شننونکی عبدالواحد طاقت وايي چې په دغې پرېکړې سره به ناامني ډېره او يو ډول ګډوډي به رامنځته شي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، والي چې د ولسمشر استازی ګڼل کيږي، بايد د يوه ولايت امينه قومانداني او نورې امنيتي ادارې د يو اعلی سر قوماندان په څېر اداره او مهار کړي.

ده زياته کړه: (( دوی تر دې حده پورې ناتوانه دي چې والي په قوماندان باندې امر نه شي کولی او قوماندان د ده امر نه مني.))

دغه راز د پوځي چارو يو بل شننونکی جنرال عتيق الله امرخېل وایي، له والي څخه واک اخيستل ښه کار نه دی او په دې سره به ناامني لا زياته شي.

هغه پژواک ته وویل، والي هم د امنيتي سکتور يوه برخه ده او د ولايت لوی مسووليت یې پر غاړه وي.

دی وايي، که والي په سر کې وي او د امنیتي ارګانونو له خوا ورسره شريک تصميم ونيول شي، نو دغه پرېکړه به بريالۍ او ښه وي.

د امرخېل په وینا، که چېرې والي بې صلاحيته وي بيا له ده دا پوښتنه هم نه کيږي چې ولې يې په ولايت کې یې ګډوډي او امنيتي ستونزې ډېرې دي.

هغه وايي، په افغانستان کې د امنيتي ستونزو يو لوی لامل همدا دی چې همغږي نه شته. که چېرې همغږي شتون ولري ولسوالۍ او پوستې به د مخالفينو لاس ته نه ورځي.

په ننګرهار کې د ولسي پاڅون کوونکو یو تن مشر حاجي سيدالرحمن مومند وایي، خپلو تېرو تجربو ته په کتو له دغې پرېکړې سره مخالف دی.

هغه پژواک ته وویل، امنيتي مسوولين او قوماندانان په جګړو کې تل بريالي دي، خو د همغږۍ او قوماندې لپاره يې مهمه ده چې والي یې په سر کې وي.

د ده په وینا، ډېری مهال یو جنرال د بل جنرال خبره نه مني، چې د دغه کار ناوړه اغېزې نیغ په نیغه پر امنیت پریوځي.

د ننګرهار ولايت يو قومي مشر محمد نعيم ولاړ هم پژواک ته وويل چې دغه چاره به د امنيتي ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالي او په ټوله کې د جګړو پرمهال د امنيتي ځواکونو د پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.

دی وایي، له کله راهیسې چې له والي څخه نظامي مسوولیت او صلاحیت اخیستل شوی، د ننګرهار امنیت خراب شوی، پرون پنځه واکسیناتوران ووژل شول او په ځینو ولسوالیو کې هم امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

Visits: 325

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.