ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: بایډن او اردوغان د کابل هوایي ډګر دامنیت په اړه موافقه کړې

د امریکا د ملي امنیت سلاکار: بایډن او اردوغان د کابل هوایي ډګر دامنیت په اړه موافقه کړې

author avatar
18 Jun 2021 - 21:24
د امریکا د ملي امنیت سلاکار: بایډن او اردوغان د کابل هوایي ډګر دامنیت په اړه موافقه کړې
author avatar
18 Jun 2021 - 21:24

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰) : د امریکا د ملي‌ امنیت سلاکار جیک سولیوان وايي چې ولسمشر جوبایډن له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره موافقه کړې چې ترکیه به د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتنې په برخه کې د مشرۍ رول په غاړه اخلي.

دامریکا غږ د راپور له مخې، سولیوان چې پرون یې په واشنګټن کې خبریالانو سره خبرې کولې، ویلي چې دواړو مشرانو د دوشنبې په ورځ د ناټو د عمومي غونډې په ترڅ کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې او موافقې ته ورسېدل.

نوموړي وویل چې اردوغان د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره د مرستو غوښتنه کړې وه او ولسمشر بایډن ژمنه وکړه چې دا مرستې به ورته برابروي.

سولیوان زیاته کړې: «مشرانو قوي ژمنه وکړه چې ترکیه به د حامد کرزي‌ د نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې په برخه کې د مشرۍ رول لوبوي او موږ اوس په دې کار کوو چې دا څنګه عملي شي.»

دا لومړی ځل دی چې د امریکا کوم لوړ پوړی چارواکی د دغې موضوع په اړه رسنیو ته معلومات ورکوي.

د ترکیې ولسمشر اردوغان تېره دوشنبه ویلي وو چې په دې اړه یې بایډن ته خپل نظر څرګند کړی.

هغه وویل: « که هغوی نغواړي‌ چې موږ له افغانستان څخه ووځو، که هغوی هلته ( د ترکیې) مرسته غواړي، بیا نو هغه لوژیستکي، مالي او دپلوماتیکي مرستې چې امریکا به یې راته برابروي، ډېرې مهمې وي. بله مسئله دا ده چې موږ په دې اړه هم خپل نظر څرګند کړی دی چې موږ سره به پاکستان او هنګري هم په افغانستان کې وي.»

د کابل د هوایي ډګر د امنیت په ساتلو کې د «پاکستان» د دخیلولو مسئلې د یو شمېر افغانانو غبرګونونه هم پارولي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې اړه د‌ اردوغان خبرې ناسمې تعبیر شوي دي.

طالبانو ویلي چې له امریکا سره د ۲۰۲۰ د تړون په اساس ترکیه هم باید د ناټو له ځواکونو سره یو ځای له افغانستان څخه ووځي.

خو د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان وویل: «موږ دا اندېښنه جدي‌ نیسو چې طالبان او نور عناصر به په افغانستان کې په لویدیځ او نړیوال موجودیت باندې برید کوي…. فکر نکوو هغه څه چې طالبانو ویلي باید او یا به د دغه امنیتي جوړښت مخه ونیسي.»

په داسې حال کې چې د ناټو ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د کابل د هوايي ډګر امنیت ساتل د دپلوماتیکو ماموریتونو لپاره ډېر مهم ګڼل کیږي.

ترکیه دا مهال په افغناستان کې شاوخوا ۵۰۰ سرتېري‌ لري‌چې د ناټو په چوکاټ کې په فعالیت بوخت دی. ولسمشر اردوغان دا خبره هم کړې ده چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو په مسئلې به له طالبانو سره هم خبرې وشي.

 

Visits: 168

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.