ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: ولسمشر په خپل سفر کې د امریکا د همکاریو ډاډ ترلاسه کړ

شنونکي: ولسمشر په خپل سفر کې د امریکا د همکاریو ډاډ ترلاسه کړ

author avatar
26 Jun 2021 - 17:44
شنونکي: ولسمشر په خپل سفر کې د امریکا د همکاریو ډاډ ترلاسه کړ
author avatar
26 Jun 2021 - 17:44

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۰): د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایی چې ولسمشر د خپل سفر پر مهال له افغانستان سره د امریکا د همکاریو ډاډ ترلاسه کړ، خو هغه قوي ژمنې یې ترلاسه نه کړې چې تمه یې کېده.

ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله له یوه پلاوي سره درې ورځې مخکې واشنګټن ته تللی وو، هلته یې د امریکا له ولسمشر جوبایډن، د کانګریس له مشرې نانسي پلوسي، د دفاع له وزیر لویډ اسټن، د کانګریس له یو شمېر غړو او پخوانیو جنرالانو سره ولیدل.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې دوی به له افغانستان سره سیاسي، نظامي او اقتصادي همکاریو ته ادامه ورکوي.

ولسمشرغني وویل چې امریکا د افغان هوایي ځواک د ملاتړ، د بهرنیو قراردادي کارکوونکو د پاتې کېدو او یو شمېر نورو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وایي، دا سفر ډېر مهم او په مهم وخت کې ترسره شوی، ځکه چې ځینو امریکایي استخباراتي کړیو ویلي وو چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به افغان حکومت سقوط وکړي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، خو ولسمشر د سفر پر مهال د امریکا ولسمشر بایډن او نورو سره ولیدل او دغه ډاډ یې هم ترلاسه کړ چې د بهرنیانو له وتلو وروسته هم له افغانستان سره اقتصادي، نظامي او سیاسي مرستې کوي.

مسعود وایي، دغه ډاډ د امنیتي ځواکونو لپاره یوه ښه روحیه ورکوي.

د نوموړي په وینا، امریکایانو به هم ولسمشر غني ته یو ځانګړی پیغام ورکړی وي چې جګړه د حل لاره نه ده، باید د جمهوریت لوری له طالبانو سره سیاسي توافق ته ورسیږي، د یوه پراخه ملي حکومت یا انتقالي حکومت لپاره موافقه وشي، نو له دې سره به په هېواد کې دایمي سوله او ثبات رامنځته شي.

په سریلانکا کې د افغانستان سفیر محمد اشرف حیدري وایي، امریکا ته د ولسمشر غني سفر له لاسته راوړنو ډک و، ځکه چې امریکایي چارواکو له افغانستان سره د اوږدمهاله همکاریو ډاډ او ژمنې ورکړې.

هغه پژواک اژانس ته وویل، له امریکا سره د افغانستان د نوي فصل اړیکې ډېرې مهمې دي او په دغه سفر کې ټولو امریکایي چارواکو پر همدې خبرې ټینګار وکړ.

حیدري وایي، د امریکا ولسمشر بایډن له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو چې کوم ډاډ ورکړی، دا د نوي فصل د اړیکو مهمه برخه ده.

سفیر وویل، افغانستان او امریکا د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه کړې او په دغه برخه کې ګډ اهداف لري چې د دې سفر پر مهال پر دې اهدافو نورې خبرې هم شوې دي.

د نوموړي په وینا، د دې لپاره چې په افغانستان کې د سولې او ثبات هدف ترلاسه شي، د کابل او واشنګټن اړیکې مهمې دي او دغه کار د سیمې د ثبات لپاره هم اړین دی.

د سیاسي چارو کارپوه نصرت الله حقپال بیا وایي، چې د ولسمشر په سفر کې د تمې خلاف ډېر څه زیات په کې محسوس نه و او د پخوانیو خبرو تکرار و.

هغه پژواک ته وویل، که د پردې تر شا څه هوکړې شوې وي، هغه لا څرګندې نه دي، خو اوسمهال چې څه خپاره شول، هماغه پخوانۍ ژمنې او څرګندونې یې تکرار کړې دي.

حقپال وایي، امریکایانو یو ډول مبهم ډاډ ورکړی،د امریکا حکومت روحیه اوس هم سوله نه ده، د جګړې دوام غواړي.

بلخوا د حکومت د چارو ادارې د فرهنګي چارو رییس محبوب شاه محبوب وایي، په دې سفر کې امریکا او نړیواله ټولنه په دې یقیني شوه چې د دیموکراټیکو ارزښتونو، جمهوریت او په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو د ساتنې په اړه یوه ملي او سیاسي اجماع رامنځته شوې او افغان ولس په متحد ډول ترې دفاع کوي.

نوموړی وایي، د دې سفر پر مهال هغه ژمنې او اړیکې یقیني شوې چې په تېرو څو میاشتو کې د امریکا متحده ایالاتو کړې وې او یا د بين الوزارتي پلاوي تحلیل و.

محبوب زیاته کړې، له امریکا سره د افغانستان د نویو اړیکو د فصل له پیل سره سم متحده ایالات په دې یقیني شول چې باید له افغانستان سره د یوه ستراتېژیک دوست په توګه متقابلې اړیکې لاغښتلې او دوامداره کړي.

د هغه په وینا، هوايي ځواک چې د جګړې د مدیریت یوه مهمه برخه ده، تر دې سفر وروسته د هوایي ځواک د تمویل، تجهیز، مراقبت او محافظت چارې به لا چټکې او ګړندۍ شي.

د چارو ادارې دغه چارواکی وایي، متحده ایالات له افغانستان سره خپلو اقتصادي، سیاسي او پرمختیايي مرستو او اړیکو ته دوام ورکوي او افغان حکومت به د نړیوال تروریزم او د هغوی د ملګرو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

ده زیاته کړه، طالبانو او ملاتړو یې دا پیغام واخیست چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د نړیوالو له بشپړ ملاتړه برخمن دی او هېڅکله په زور د جمهوریت صف نه شي ماتولی.

Visits: 177

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.