ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هغه مطالب چي ګواکې «ښوونیز مرکزونه شنبې (د چنګاښ ۱۲مه) پیلېږي» نا تایید شوې ادعا ده

هغه مطالب چي ګواکې «ښوونیز مرکزونه شنبې (د چنګاښ ۱۲مه) پیلېږي» نا تایید شوې ادعا ده

author avatar
1 Jul 2021 - 07:05
هغه مطالب چي ګواکې «ښوونیز مرکزونه شنبې (د چنګاښ ۱۲مه) پیلېږي» نا تایید شوې ادعا ده
author avatar
1 Jul 2021 - 07:05

کابل(پژواک، ۹چنګاښ۱۴۰۰): د ټولنیزو شبکو ځینې کاروونکو خبر خپور کړی چې راتلونکې شنبې (د چنګاښ ۱۲مه) ښوونیز او تحصیلي مرکزونه پیلېږي، خو عامې روغتیا وزارت دغه خبر ناسم بولي او وايي چې تر اوسه د ښوونیزو مرکزونو د بېرته پیلېدو په اړه تصمیم نه دی نیول شوی.

یاد وزارت زیاتوي، ټاکل شوې د اړوند ادارو له استازو تخصصي کمېټه جوړه او د روغتیايي ملاحظاتو په رڼا کې، د یادو بنسټونو د اداري او ښوونیزو کادرونو په موجودیت کې د واکسین تر تطبیق وروسته په تدریجي ډول د ښوونیزو مرکزونو د پیلېدو د امکان او لارو چارو په اړه چهار شنبې (د چنګاښ ۹مه) خپل کار پیل کړي.

اوازې:

د «خبر تازه» په نوم ټولنیزې فیسبوک پاڼې لیکلي: “بېړنی! د ښوونځیو او پوهنتونونو درسونه د شنبې په ورځ (چنګاښ ۱۲مه) پیلېږي.” د یادونې ده چې یادې فیسبوک پاڼې دغه خبر له سرچینې پرته خپور کړی دی.

یاد مطلب سلګونه کسانو خوښ کړی او لسګونو دروغ بللی او د سرچینې د روښانه کولو غوښتنه یې کړې ده.

د ذبېح الله په نوم فیسبوک کاروونکي پر دغه مطلب نیوکه کړې او لیکلي یې دي: “په دغه قرنطین کې چې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ کسان د کرونا له امله ساه ورکوي، که ښوونیز مرکزونه پیل شي د افغانستان خبره خلاصه ده.”

د پرنسس خالد په نوم بل فیسبوک کاروونکي هم لیکلي چې د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو د پیلېدو طرحه چې پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو د عامې روغتیا وزارت ته وړاندې کړې وه تصویب شوه.

هغه یو مطلب خپور کړی چې په کې راغلي، د یادې طرحې له مخې ټول ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه د شنبې په ورځ (چنګاښ ۱۲مه) پیلېږي، زده کوونکي او محصلین له ماسک پرته خپلو مرکزونو ته د داخلېدو اجازه نه لري او له غېږې ورکولو او مخ ښکلولو په جدي ډول منعه او ټولنیز واټن دې مراعات کړي، له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.

د سرچینې په خبره، په طرحه کې یادونه شوې چې درسونه به په تشدیدي ډول په څلورو اوونیو کې پوهنتونونو کې دوام ولري او د څېړنو او تفتیش لپاره به په ټولو مرکزونو کې د عامې روغتیا وزارت سیارې ډلې موجودې وي، په جبري ډول به د مرکزونو ټول غړي ماسک استفاده کوي.

د افشاګر «Afshagar» په نوم بلې فیسبوک پاڼې هم یو مطلب خپور کړی چې نږدې ۹۰۰ کسانو خوښ کړی او تر ۱۵۰ ډېرو پرې تبصره کړې او فېسبوک کاروونکو چې پر دې اوازه یې باور کړی یاده طرحه نیمګړې بللې او له هغه سره یې مخالفت کړی دی.

حقیقت موندنه:

خو عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یاد مطلب خپرول اوازه بللې او له خلکو یې غوښتي چې پر اوازو باور ونه کړي او له خپرولو یې ډډه وکړي.

دغه وزارت لیکلي دي، تر اوسه د ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ښوونیزو مرکزونو د بېرته پیلېدو اړه هېڅ تصمیم نه دی نیول شوی.

د دغه وزارت په خبره، ټاکل شوې د اړوند ادارو له استازو تخصصي کمېټه جوړه او د روغتیايي ملاحظاتو په رڼا کې، د یادو بنسټونو د اداري او ښوونیزو کدرونو په موجودیت کې د واکسین تر تطبیق وروسته په تدریجي ډول د ښوونیزو مرکزونو د پیلېدو د امکان او لارو چارو په اړه چهار شنبې (د چنګاښ ۹مه) خپل کار پیل کړي.

د سرچینې په خبره، دغه کمېټه به د عامې روغتیا وزارت، لوړ زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، د افغانستان طبي شورا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د پوهنې او لوړو زده کړو کمېسیون، د ملي شورا د روغتیا کمېسیون، د ښوونځیو او خصوصي پوهنتونونو اتحادیې استازو څخه جوړه وي.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، که په دې اړه هر ډول تصمیم ونیول شي په رسمي ډول به تر خلکو ورسېږي.

د یادونې ده چې تر اوسه په ټول هېواد کې تر ۱۱۸ زره او ۶۰۰ ډېر کسان پر کرونا اخته شوي او ۴۸۷۱ کسانو یې له امله ساه ورکړې ده. دغه راز په ټوله نړۍ کې ۱۸۱ میلیون کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او تر ۳.۹ میلیون ډېرو کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.

Visits: 264

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.