ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه : د دولت مرکچي پلاوي د قطر په مذاکراتو کې د درېيمګړي غوښتنه کړې ده

سرچینه : د دولت مرکچي پلاوي د قطر په مذاکراتو کې د درېيمګړي غوښتنه کړې ده

author avatar
11 Jul 2021 - 21:06
سرچینه : د دولت مرکچي پلاوي د قطر په مذاکراتو کې د درېيمګړي غوښتنه کړې ده
author avatar
11 Jul 2021 - 21:06

کابل(پژواک، ۲۰چنګاښ ۱۴۰۰) : په قطر کې یوه باروي سرچینه وایي چې د افغانستان دولت مرکچي پلاوي د سولې خبرو د پرمختګ لپاره د منځګړي غوښتنه کړې ده.
دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د چنګاښ په ۲۰مه پژواک ته وویل چې په دوحه کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس د ډلو ناستې پیل شوې دي.
سرچینې وویل چې د سولې خبرو د اجنډا په اساسي موضوعاتو له تېرو دوه اوونیو راهیسې کار پیل شوی، په دې ناستو کې په دې اړه خبرې شوي چې دواړه لوري باید خپله لومړۍ مهمه موضوع په ګوته او د ګډې ناستې لپاره د بحث په موخه یې وړاندې کړي.
سرچینه وایي چې دوی د خبرو د پرمختګ لپاره د اسانچاري او یا هم د منځګړي غوښتنه کړې ځکه چې منځګړی نه وي په خبرو کې سلامت او ملامت نه معلومیږي او طالبان ټوله پړه پر حکومتي پلاوي اچوي او خبرې پرمختګ نه کوي.
هغه وایي : (( موږ لازمه وګڼله چې د خبرو د ښه پرمختګ او چټکتیا لپاره اسانچاری او یا منځګړی قبول کړو، نو موږ په رسمي توګه د قطر هېواد ته چې کوربه دی وړاندیز کړی چې اسنچاري او یا منځګړي ته سخته اړتیا لرو چې باید دلته وي ترڅو خبرې په واقعي توګه پرمختګ وکړي.))
سرچینه وایي چې تراوسه یې د طالبانو له لوري په دې اړه چې دوی به منځګړی ومني که نه معلومات نه دي ترلاسه کړي، خو هیله لري چې دغه وړاندیز ومني.
سرچینه وایي چې څو څو ځله حکومتي مرکچي پلاوي له مقابل لوري څخه د اوربند غوښتنه کړې، خو هغوی لا هم د اوربند په اړه علاقه مند نه دي.
هغه وایي چې له دوه اوونیو راهیسې پیل شوو خبرو ته هیله مند دی چې د سولې برخه کې به پرمختګ رامنځته شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسیي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي په طرز العمل کې راغلي چې تسهیل کوونکی به کوربه هیواد وي دا هم لیکل شوي چې په مجالسو کې به ګډون نه شي کولی.

هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې ګوربه هیواد ورته د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.
دی وایي:” موږ ورته وویل چې د ضرورت په وخت کې کولی شﺉ همکاري وکړئ  البته تر اوسه خبې نهایي شوې نه ده، مخکې دواړو ټیمونو په ګډه د تسهیل کوونکي لپاره یو څو ټکي مشخص کړي وو له هغه یو دا و چې د ضرورت په وخت کې به هم په مجلس کې ګډون نه کوي بلکې خپل پیشنهاد به له لوریو سره شریکوي.”

په قطر کې د سولې خبرې له ډېر وخت راهیسې ټکنۍ روانې دي چې تراوسه پورې د خبرو له طرزالعمل پرته حتی د خبرو اجنډا لا نه ده نهایي شوې.
بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ، د افغانستان او قطر په ګډون د یوشمېر هېوادونو په سفر راوتلی ترڅو د سولې خبرې ګړندۍ کړي او یوه سیاسي توافق ته زمینه برابره کړي.

Visits: 925

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.