ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د پاڅون کوونکو یو مشر وژل شوی

په اروزګان کې د پاڅون کوونکو یو مشر وژل شوی

author avatar
11 Jul 2021 - 16:27
په اروزګان کې د پاڅون کوونکو یو مشر وژل شوی
author avatar
11 Jul 2021 - 16:27

ترینکوټ ( پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰): د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د ماین چاودنې له امله د ولسي پاڅون کوونکو یو مشر وژل شوی دی.

د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد وایي چې د چسپکي ماین دغه چاودنه تېرماخوستن ناوخته د مرکز ترینکوټ ښار اړوند ګرام اب مانده سیمه کې هغه مهال د ملي امنیت ریاست پر کارکوونکو وشوه چې هلته یې ګزمه کوله.

هغه پژواک ته وویل، په چاودنه کې د ملي امنیت یو کارکوونکی ووژل شو او بل تن ټپی شو.

د والي په وینا، نن سهار د ولایت مقام مخې ته یوجسد د اعتراض په توګه ور وړل شوی و او د کورنۍ غړو یې ادعا کوله چې د ملي امنیت ځواکونو لومړی دغه کس بیولی او وروسته یې وژلی دی.

شېرزاد زیاته کړه چې اعتراض کوونکو ته یې ډاډ ورکړ چې د پېښې لامل به څرګند او مجرمین به د قانون منګلو ته وسپاري.

ځایي سرچینو بیا د دواړو پېښو په تړاو پژواک ته ویلي، د ملي امنیت ریاست پر موټر ماین چاودنې کې د رحیم الله په نوم د دغه ریاست اړوند د ولسي پاڅون کوونکو مسوول وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي دی.

همدارنګه په ترینکوټ کې د دویمې پېښې په تړاو سرچینې وایي، تېره ورځ د ترینکوټ ښار د موټر سایکلونو جوړولو چوک کې د ملي امنیت کارمندانو چاپه ووهله او یو مستري یې له ځان سره یوړ چې بیا د دغه کس مړی تېره ورځ په داسې حال کې پیدا شوی چې د شکنجو نښې نښانې ورباندې له ورایه ښکارېدلې.

Visits: 259

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.