ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د طالبانو د پنځه زره بندیانو خوشي کول «اشتباه» وه

غني: د طالبانو د پنځه زره بندیانو خوشي کول «اشتباه» وه

author avatar
20 Jul 2021 - 14:26
غني: د طالبانو د پنځه زره بندیانو خوشي کول «اشتباه» وه
author avatar
20 Jul 2021 - 14:26

کابل(پژواک،۲۹ چنګاښ ۱۴۰۰): ولسمشر غني، طالبان سولې ته په نه ژمنتیا تورنوي، د وضعیت د بدلون لپاره د نوي پلان جوړېدو خبره کوي، وایي چې په امنیتي سکتور کې د سیاستوالو لاسوهنې د طالبانو لاسته د ځینو سیمو د لوېدو لامل شوي دي.

ولسمشر محمداشرف غني، نن ارګ کې د اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته، وویل چې لوی اختر د ځان تېرېدنې نښه ده او سږ کال دغه اختر ځکه د «سرتیري اختر» په نوم نومول شوی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد د ساتنې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي.

ده زیاته کړه:«سخت وضیعت راغلی، خو امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو شلو کلونو کې په تېره په تېرو درېیو میاشتو کې د ډېرو قربانیو په ورکولو سره له خاورې او ناموس څخه صادقانه دفاع کړې ده.»

هغه وایي چې په جګړییز وضعیت کې د بدلون راوستو په موخه یې تېره اونۍ پر یوه پلان کار کړی چې د یوي برخي له مخې به یې د امنیتي ځواکونو لومړیتوبونه په ګوته شي.

غني وایي، چې په اوسنیو شرایطو کې ملي دفاع ته اړتیا ده؛ ځکه چې د ده په وینا، د هېواد هر ښار د ابادۍ نمونه دی او نننی افغانستان د شل کاله مخکې افغانستان په څېر نه دی.

ولسمشر وایي چې دا مهال جګړه یوازې د نظام د ساتنې لپاره نه ده، بلکې د ژوند او خاورې د ملکیت ساتلو لپاره ده او هر وګړی له وطن نه د دفاع په لاره کې، له خپلې پانګې، راتلونکې او هغه څه دفاع کوي چې لري یې.

ده د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو له هڅو ستاینه وکړه، خو ویې ویل چې ولسي پاڅونوال باید د دولت په چوکاټ کې فعالیت وکړي؛ ځکه چې د هغه په خبره، نور د خپل سریو او ملېشو جوړولو وخت تېر شوی دی.

ده زیاته کړه: «د ایثار په ورځو کې یو، باید د امتیاز تر لاسه کولو په فکر کې ونه اوسو.»

غني، دوحې ته د ملی پخلاینې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د پلاوي تګ او هلته د طالبانو له استازو سره دوو ورځنیو خبرو ته په اشارې وویل چې حکومت قطر ته د دغه پلاوي په استولو سره د سولې لپاره هڅه وکړه.

خو هغه طالبان د سولې لپاره پر نیت او ارادې نه لرلو تورن کړل او هغوی ته په خطاب کې یې وویل:«که افغانان وی راشئ د افغانیت په چوکاټ کې راټول شئ. ایا تاسو د افغانستان د خلکو په تېره ښځو لپاره یو مثبت پیغام لرۍ؟»

قطر کې د عبدالله په مشرۍ د جمهوریت او طالبانو د پلاویو تر منځ دوه ورځنی ناسته له اختر مخکې تر سره شوه.

د راپورونو له مخې، په دغه ناسته کې د سولې خبرو پر ګړندیتوب هوکړه وشوه، تر څو د افغانستان د ستونزې لپاره منصفانه او دایمي حل لار پیدا شي.

دغه راز دواړه لوریو خپلو مرکچي پلاویو ته لارښونه وکړه چې د سولې خبرې ګړندۍ کړي.

ولسمشر غني، وایي چې د افغانستان دولت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کړل، خو ډېر یې د جګړې ډګر ته تللي او د جګړې مدیریت یې پر غاړه لري.

هغه زیاته کړه: «د پنځو زرو بندیانو خوشي کول یوه اشتباه وه، ما ویلي و چې ګواښوونکي عواقب لري، لومړي بهرنیان او بیا هغه افغانان مقصر دي چې فکر یې کاوه موږ د سولې لپاره نیت نه لرو؛ ځکه چې طالبانو تر اوسه د سولې مانالرونکې خبرې نه دي پیل کړي.»

د ده په وینا، اوس باید ملت له طالبانو وپوښتي چې ولي تاسیسات ورانوي، صحرایي محکمې کوي او بمونه ږدي.

د هغه په وینا، طالبانو په جګړو کې ۲۶۰ عامه ودانۍ ورانې کړي، او که طالبان افغانان وي باید د عامه ملکیتونو له ورانولو لاس واخلي او د خلکو کورونه ړنګ نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان دا ډول څرګندونې ردوي.

غني له طالبانو پوښتني چې ایا غواړي له بهرنیو جنګیالو؛ لکه د لشکر طیبه، جیش محمد او القاعدې سره د اړیکو په ساتلو افغانستان د «ترهګرو بهرنیانو» د جګړې په ډګر بدل شي؟

هغه وایي، افغانان نه پوهیږي چې طالبان له دغو ډلو سره څه ژمنې لري، خو زیاتوي چې د افغانستان خلک نه پریږدي هېواد یې د ترهګرو ډلو د جګړې په ډګر بدل شي.

غنی وایي:«زموږ پیغام د ژوند، هوساینې او پرمختګ پیغام دی. لوی بدلون ته تیار یو او اسلامي فرهنګ مو کله هم بدلون نه کوي، له زانګو تر قبره مسلمان یو، خو موږ مرګ نه غواړو او د ژوند لپاره د یرغل پر وړاندې دریږو.»

د یادونې ده چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې ډېر شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلي دي. ځینې کسان ادعا کوي چې دغه ولسوالۍ د یوې معاملې له مخې طالبانو ته پرېښودل شوي دي.

خو ولسمشر غني وایي: «د ځینو سیمو تسلیمي نه معامله وه او نه هم د معاملې نیت، او د هغو کسانو نومونه به سلګونو کلونو وروسته هم ننګین وي چې معامله یې کړې ده.»

غني وایي، د امنیتي ځواکونو له خوا د دولت وسله والو مخالفنیو ته د سیمو سپارل «سپېڅلي یونیفورم» ته سپکاوی دی او ده ته د وسله وال ځواک د قوماندان په توګه د منلو ده چې سیاستوال دې په امنیتي سکتور کې لاسوهنه وکړي.

هغه زیاتوي: «امنیتي سکتور باید د سیاستوالو له لاسوهنې په امان کې وي او په دغه سکتور کې مقررۍ او تبدیلۍ د وړتیاوو له مخې وي، نه د سیاستوالو د فرمایش له مخې، ځکه چې د سیاستوالو لاسوهنې د ځینو سیمو د سقوط لامل شوي دي.»

غنی وایي چې له هېواده د دفاع پیاوړې اراده لري. ده خلکو ته په خطاب کې زیاته کړه: «نورو ته غوږ مه ږدئ، د یوالي او ملاتړلو وخت دی، سیمه او نړۍ انتظار کې ده چې افغانان په راتلونکو درييو تر شپږو میاشتو کې څه کوي، که انسجام ونه ویني، کېدای شي په خپلو موخو پسې ولاړ شي، خو که انسجام وویني له موږ سره منسجم کیږي.»

د ده په وینا، افغانانو په عمل کې ثابته کړې چې یو ملت دی او بیا به یې هم ثابته کړي.

Visits: 325

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.