ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کویټ افغانستان ته راغليو زرګونو افغان مسافرو ته د بېرته ورتګ اجازه نه ورکوي

کویټ افغانستان ته راغليو زرګونو افغان مسافرو ته د بېرته ورتګ اجازه نه ورکوي

author avatar
22 Jul 2021 - 14:18
کویټ افغانستان ته راغليو زرګونو افغان مسافرو ته د بېرته ورتګ اجازه نه ورکوي
author avatar
22 Jul 2021 - 14:18

خوست ښار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۰): په کویټ کې مېشت د خوست هغه يوشمېر مسافر چې يو کال مخکې افغانستان ته راغلي وایي چې کویټ ورته د کرونا له امله بېرته د تګ اجازه نه ورکوي.

هغوی وايي، کویټي چارواکو ورته ويلي هغه وخت د ورتګ اجازه ورکوي چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت او د بهرنيو چارو وزارت دا تاييد کړي چې امريکايي جانسن واکسين يې کړی دی.

دغو مسافرو چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده، نن د «چنګاښ په ۳۱مه» د يوې راټوليدنې پرمهال وويل، که افغان حکومت د دوی غم ونه خوري، نو هر يوه ته به سلګونه زره افغانۍ زیان ورسیږي.

د عرفان منګل په نوم يو تن مسافر دغې راټوليدنې ته وويل چې کویټ کې ټولټال ۱۶ زره افغان مسافر ژوند کوي، چې پنځه زره يې افغانستان ته راغلي او اوس دلته بند پاتې دي.

هغه وويل، د دغو مسافرو له ډلې زياترو يې هندي او چينايي واکسينونه کړي، خو زياتوي چې دا ورسره د کویټ هېواد نه مني.

ده زياته کړه: "که چېرته موږ چينايي او هندي واکسينونه ولګول دلته انټي باډي يې جوړه کړه، نو که جانسن ولګوي کېدای شي د دغو خلکو لپاره بد عواقب ولري او ډېری وروڼو جانس لګولي دي. نو موږ وايو که موږ ته کارت د جانس راکول کيږي بايد د وزارت خارجه نه او وزارت صحت نه تاييد وي او يا دا په هغه دولت ومني."

د عيد محمد په نوم يو بل مسافر وويل، يو کال کيږي افغانستان ته راغلی، خو تراوسه کویټ ته د بېرته ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

هغه زياته کړه، که يې افغان حکومت ژر غم ونه خوري او غوښتنې يې ونه منل شي، په لاريونونو به لاس پورې کړي.

نوموړی وايي: "دا هر يوه مسافر ۲۰ کاله ۲۵ کاله مسافري کړې، خو نن دا يوه کال کې له موږ سره سره نه دولت، نه بله موږ خپله د خرچې پيسې هم نه لرو. ګټنه زموږ له هغه ځايه ده، سرمايه مو له هغه ځايه ده، معاش مو له هغه ځايه دی. نن چې مثال دا خوست کې يا افغانستان کې کومې ابادۍ شوې دي، مسافرو په خپلو خولو او تڼاکو کړې دي."

د محمدالله په نوم يو بل مسافر وويل، د کویټ زياتره مسافر چې دلته بند پاتې دي، له دې ځايه په انلاين ډول وېزې نوي کوي، چې د ورځې زرګونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

هغه وويل، د دوی ټوله سرمايه هلته بنده ده او زياتره مسافر په پور پيسې راخلي او خپلې وېزې پرې نوې کوي .

دی زياتوي: "بند دلته پاتې دی د وطن پيسې ور ولېږو هغلته اقامې پرې نوې کوو، دا د بچيانو حلاله روزي له دې ځايه ورلېږو. ډېر خلک يې قرضوي هلته يې ليږي او اقامې پرې نوې کوي او بيا يې تصديقوي."

په ورته مهال د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين بيا وايي، که چا يو ځل د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره هندي يا چينايي واکسين کړی وي جانسن واکسين دې نه کوي، ځکه په وينا يې چې د انسان وجود ته زیان رسوي.

 

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.