ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې وزارت: د ښوونیزو مرکزونو حضوري فعاليتونه په تدريجي ډول بېرته پیلیږي

پوهنې وزارت: د ښوونیزو مرکزونو حضوري فعاليتونه په تدريجي ډول بېرته پیلیږي

author avatar
22 Jul 2021 - 14:31
پوهنې وزارت: د ښوونیزو مرکزونو حضوري فعاليتونه په تدريجي ډول بېرته پیلیږي
author avatar
22 Jul 2021 - 14:31

(پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۰): د پوهنې وزارت وايي، د هېواد په سړو او ډېرو سړو سيمو کې د زمري په شپږمه څلورنیمې میاشتنۍ ازموينې پیلیږي خو د حضوري زده کړو په تړاو له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ وضعيت ته په کتو پرېکړه کوي.

دغه وزارت نن په خپلې فیسبوک پاڼې کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد په سړو او ډېرو سړو سيمو کې دې ښوونځي د زمري مياشتې له دویمې تر پنځمې پورې د څلورنیم میاشتنیو آزموينې اخيستلو تدابير ونیسي او د زمري له شپږمې د دغې مياشتې تر پايه به چهار نيمه ازموينې د عامې روغتيا وزارت سپارښتنو په پام کې نيولو سره دې واخیستل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تودو سيمو کې د ۱۳۹۹ تعليمي کال کلنۍ ازموينې بشپړ شوې نه دي، نو د پاتې مضمونونو آزموينه دې د یادې نېټې (زمري شپږمه) بېرته پیل شي.

سرچینې لیکلي چې د حضوري زده کړو په تړاو  له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ وضعيت ته په کتو پرېکړه کېږي.

پوهنې وزارت د ښوونځيو ادارې مکلفې کړې چې روغتيايي سپارښتنې لکه: د ماسک اچول، د ګڼې ګوڼې مخنيوى، د ټولنير واټن مراعتول او د ازموينو اخيستل په خلاصه فضا کې باید مراعت کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ويروس د درېيمې څپې له امله د غبرګولي په ۱۰ مه د عامي روغتيا وزارت د هيواد په ۱۶ ولايتونو (غزني، هلمند،کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتيا، پروان، میدان وردک، پنجشير،بلخ، لغمان، بدخشان،کاپيسا، کندز، نيمروز او د کابل ښار او ولايت) کې د دوو اوونيو لپاره د ښوونيزو مرکزونو حضوري فعاليتونه وځنډول او له دوو اوونيو وروسته، د قرنطين موده په ټولو ولايتونو کې غځول شوې ده.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.