ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله نږدې څلور برابره کمه وه

تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله نږدې څلور برابره کمه وه

author avatar
24 Jul 2021 - 18:45
تېره اوونۍ د وړمې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله نږدې څلور برابره کمه وه
author avatar
24 Jul 2021 - 18:45

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۰): وړمه اوونۍ ۴۳۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو دغه شمېر تېره اوونۍ – چې پر طالبانو د امریکا له هوایي بریدونو سره هم مل وه – په داسې حال کې ۱۱۷ کسانو ته راولوېد، چې نړیوالې ټولنې له طالبانو د بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه او طالبانو وویل چې سولې او له نړۍ سره تعامل ته ژمن دي.

  • غني: د نوې طرحې له مخې به تر شپږو میاشتو جګړه ییز وضعیت بدل شي.
  • طالبان: راتلونکو شپږو میاشتو کې به په نظامي برخه کې د هر تحول مسوولیت د حکومت د مشرانو پر غاړه وي.
  • امریکا بیا د افغان ځواکونو په ملاتړ پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي.
  • نړیوال: طالبان دې ژر بریدونه ودروي.
  • طالبان: موږ سولې او له نړۍ سره تعامل ته چمتو یو.
  • د سولې اړوند ناستو کې «د سولې خبرو د ګړندیتوب» تکراري او بې پایلې څرګندونې کېږي.
  • په کابل کې یو شمېر دیني عالمانو او ځوانانو د اوربند غوښتنه وکړه.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ د هېواد په اتو ولایتونو (کندهار، جوزجان، کاپيسا، ننګرهار، سمنګان، فارياب، بلخ او کندوز) کې په شاوخوا ۱۲ بریدونو کې ۷۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.

یادو ۱۱۷ ملکي وګړو ته په داسې حال کې مرګ ژوبله اوښتې چې تېره اوونۍ لوی اختر او د دغه اختر په لومړۍ ورځ پر کابل د درېیو راکټونو له توغولو پرته نور بریدونه ونه شول او دغه راکټي برید هم مرګ ژوبله نه لرله. دغه راز د اختر په نورو ورځو کې هم بریدونه کم و.


په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلی په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی ملکي وګړو ته ناورین زېږوونکی دی.

دولت او طالبان یو بل ګواښي او تورنوي یې:

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د طالبانو وروستي حرکتونه ښيي، چې دغه ډله سولې ته اراده نه‌ لري. د ده په وینا، د هېواد په جګړه ییز وضعیت کې د بدلون لپاره یې یوه طرحه جوړه کړې او «د خلکو پرېکنده دریځ به له راتلونکو درېیو څخه تر شپږو میاشتو وضعیت بدل کړي.» ده کومانډو ځواکونو ته ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره د مبارزې لپاره چې هر څه ته اړتیا وي ورته به برابر شي.

غني تور لګولی چې طالبان غواړي له پاکستانه د ‘جیش محمد او لشکر طیبه’ وسله والو ډلو لس زره وسله وال افغانستان ته راولي، خو طالبانو دغه څرګندونې رد کړې دي.

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله په اختریز پیغام کې وویل چې طالبان د خبرو له لارې، د ستونزې حل ته ژمن دي، خو په وینا یې ” مقابل لوری” لا هم فرصت له لاسه ورکوي.

دغه راز طالبانو، د ولسمشر د نوې طرحې په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې راتلونکو شپږو میاشتو کې به په نظامي برخه کې د هر تحول مسوولیت د حکومت پر غاړه وي او د دولت د بریدونو پر وړاندې به یوازې په دفاعي حالت کې پاتې نه شي.

امریکا بیا هوایي بریدونه کړي:

امریکایي چارواکو ویلي چې د افغان ځواکونو په ملاتړ یې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي. هغوی دا هم ویلي چې د طالبانو ډله دې ژر تاوتریخوالی پای ته ورسوي او په بشپړه توګه دې د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

طالبانو د امریکا هوایي بریدونه د دوحې له تړون سره په ټکر کې بللي، ویلي یې دي چې په کندهار او هلمند کې د امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ولسي خلکو ترڅنګ د هغوی یو شمېر وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

نړیوال: طالبان دې جګړه ودروي

په کابل کې د امریکا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، جاپان او څو نورو هېوادونو سفارتونو او همدا راز د اروپايي ټولنې او ناټو ملکي استازو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د طالبانو د بریدونو د ژر بندېدو غوښتنه وکړه.

د ترکیې ولسمشر هم پر طالبانو غږ کړی چې «د خپلو وروڼو د خاورې نیول او اشغالول ودروي».

طالبان: موږ سولې او له نړۍ سره تعامل ته چمتو یو

د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم وایي چې د طالبانو استازو وړمه ورځ په قطر کې د ايټاليا په کوربتوب د اروپایي ټولنې، امريکا، يوناما، قطر، المان، فرانسې او ناروې له استازو سره ناسته لرله او ویلي یي دي چې هغوی د سولې پالیسي نه ده بدله کړې، د واک انحصار نه غواړي، د چا په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي.

د ده په وینا، طالبانو له نړيوالې ټولنۍ غوښتي چې د افغانستان په بيارغونه کې فعاله ونډه واخلي او دوی اسلامي اصولو او ملي ګټو ته په پام بشري حقونو، د ښځو حقونو او تعليم ته ژمن او له نړيوالې ټولنې سره تعامل ته چمتو دي.

د سولې په ناستو کې تکراري او بې پایلې څرګندونې:

تېره اوونۍ د سولې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله په مشرۍ یو پلاوی له کابل څخه دوحې ته ولاړ او هلته یې د طالبانو له استازو سره د چنګاښ په ۲۶مه او ۲۷مه ناستې لرلې او په ګډه اعلامیه کې یې وویل چې په دغو ناستو کې د سولې خبرو پر ګړندي کېدو ټینګار وشو.

د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو د چنګاښ په ۳۱مه هم ناسته کړې وه. د یادو مرکچي پلاوو غړي وایي چې په دغه ناسته کې هم د سولې مذاکراتو د چټکتیا، دوام او اغېزناک توب په اړه خبرې وشوې.

په قطر کې د سولې مرکچي پلاوو په مخکنیو ناستو کې هم ورته څرګندونې شوي، خو د دغو پلاوو کار په تېرو شاوخوا ۱۱ میاشتو کې کومه لاسته راوړنه نه لري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه او لومړي وزیر عمران خان سره د افغان سولې پروسې د ګړندي کولو په اړه خبرې کړې دي.

اوربند وکړئ!

په کابل کې يو شمېر ديني عالمانو له حکومت او طالبانو څخه غوښتني چې اوربند وکړي.

دغه راز يو شمېر ځوانانو هم په کابل کې په یوه ناسته کې په هېواد کې د تلپاتې سولې او اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د سولې خبرو پر مهال باید د ځوانانو د حقونو خوندیتوب ته پام وشي.

Visits: 267

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.