ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له نوازشریف سره د محب لیدنې په پاکستان کې سخت غبرګونونه راپارولي

له نوازشریف سره د محب لیدنې په پاکستان کې سخت غبرګونونه راپارولي

author avatar
24 Jul 2021 - 17:43
له نوازشریف سره د محب لیدنې په پاکستان کې سخت غبرګونونه راپارولي
author avatar
24 Jul 2021 - 17:43

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۰) : د پاکستان له پخواني لومړي وزیر نواز شریف سره د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمد الله محب لیدنې په پاکستان کې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

نواز شریف چې درې ځلې د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی، په لندن کې یو ډول د تبعید ژوند تېروي، هغه وایي چې په پاکستان کې پرې د فساد د دروغو دوسیې جوړې شوې دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب بریتانیا ته د سفر پر مهال تېره ورځ په لندن کې په داسې حال کې چې د افغانستان سفیر زلمی رسول او د پاکستان د مالیې پخوانی وزیر اسحاق ډار هم شتون درلود، له نواز شریف سره ولیدل.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر فواد حسین چوهدري په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، نواز شریف د پاکستان پر ضد د نړیوالو دسیسو ملاتړ کوي.

هغه ادعا کړې چې نواز شریف په لندن کې د هندوستان تر ټولو نږدې ملګري حمدالله محب سره لیدنه د هغه د دغو کړنو یوه ښه بېلګه ده.

فواد حسین ویلي چې د پاکستان دښمنان د نواز شریف نږدې دوستان دي.

د سیاست ډاټ کام په نوم د پاکستان یوې مشهورې ویبپاڼې نواز شریف ته پیغور ورکړی چې له هغه چا سره یې لیدلي چې پاکستان ته یې ښکنځلې کړې وې.

د پاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف مرکزي غړې او د ملي اسامبلۍ غړې شیرین مزاري په ټویټر کې لیکلي، پر پاکستان بریدونه د هندوستان په ګټه دي او نوازشریف له دغه ډول خلکو سره لیدلي دي.

هغې د پاکستان مسلم لیګ ګوند پر سرپرستې مریم نواز شریف هم نیوکه کړې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا په ټویټر کې د دې لیدنې خبر یې له سره نشر کړی دی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د کابینې غړي اسد هم پر دغې لیدنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حمدالله محب هماغه سړی دی چې پاکستان یې له هیرامنډي سره تشبیه کړی و.

نوموړي د نواز شریف پر حب الوطنۍ شک کړی او ویلي یې دي چې هغه له خپل هېواد څخه غچ اخلي.

بلخوا د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د دفتر رییس او د ولسمشر سلاکار وحید عمر د پاکستانیو چارواکو د نیوکو په ځواب کې ویلي: ” ستاسو د حکومت د اپوزیسیون له مشر سره زموږ د ملي امنیت د سلاکار په لیدو تاسو دومره اندېښمن شوئ دا په یاد ولرئ چې تاسو هغو خلکو ته ځای ورکړی، روزنه ورکوئ، چې هره ورځ زما خلک وژني.”

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي چې پاکستان دغو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي، مالي ملاتړ یې کوي، هلته یې درملنه کوي او د افغانانو د وژلو لپاره پلانونه ورکوي.

عمر وایي : ” تاسو به اوس درک کړې وي چې دا څومره ځورونکی دی. “

Visits: 1851

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.