ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار کې د سولې په ملاتړ او جګړې پر ضد نندارتون جوړ شو

په مزار کې د سولې په ملاتړ او جګړې پر ضد نندارتون جوړ شو

author avatar
28 Jul 2021 - 15:54
په مزار کې د سولې په ملاتړ او جګړې پر ضد نندارتون جوړ شو
author avatar
28 Jul 2021 - 15:54

مزارشريف ( پژواک، ۶زمری ۱۴۰۰): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې ” د جګړې اوښکې او د سولې موسکا” په نوم يو ورځنی هنري نندارتون جوړ شو.

دغه نندارتون چې نن د زمري په ۶مه، د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا جوړ شوی چې موخه يې د جنګ له ناوړه پايلو او د سوله ييز ژوند د ګټو په اړه خلکو ته ذهنيت ورکول دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي څانګې مسوول سيد ضيا دانش پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه نندارتون کې يې ۴۰ هنري ټوټې نندارې ته ايښې دي.

هغه زياته کړه چې له دې وړاندې یې دغه ډول پروګرامونه په مرکزي او لوېديځو زونونو کې جوړ کړي وو، چې د خلکو له پراخ هر کلي سره مخ شوي وو.

د دانش په خبره، نندارې ته ايښودل شوي تصويرونه او تابلوګانې د جنګ د ويجاړۍ او د سولې د ښه ژوند پيغامونه لري.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې لا هم د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې روان مذاکرات له ابهامه ډک دي او کوم ځانګړی پرمختګ نه لري.

د هغه په وينا، طالبان بايد دا درک کړي چې د زور له لارې هيڅ لوری نه شي کولای څو پر افغانانو  حکومت وکړي.

دانش وايي چې د افغانستان د جګړې يواځينۍ حل لاره د خبرو له لارې يوه سياسي توافق ته رسېدل دي.

نوموړی زياتوي چې د ورته پروګرامونو له لارې د خلکو نظريات راټولوي او بيا يې د حکومت مذاکراتي پلاوي سره شريکوي، چې له طالبانو سره يې د خبرو پر مېز مطرح کړي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الرحمان کريمي وويل چې د سوله ييز ژوند په رامنځته کېدو کې هنري فعاليتونه ستر نقش لوبولی شي.

د هغه په خبره، خلک بايد انتخاب وکړي چې سوله، فردي ازادي او ښه ژوند غواړي او که نه جګړه، ويجاړونه او وژنه يې خوښېږي.

نوموړي زياته کړه چې وخت را رسېدلی څو افغان حکومت او طالبان د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه د وطن په ګټه استفاده وکړي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په وينا، ټول اړخونه دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان لانجه پوځي حل لاره نه لري؛ نو بايد سمدستي اوربند وشي.

په بلخ کې د ښځو د حقونو فعاله ارزو اريا کوهستاني وايي، د هغې ورځې په تمه ده چې افغانان د جګړې پر ځای په سوله کې ژوند وکړي.

د هغې په خبره، په اوسنيو بحراني شرايطو کې سولې ته د رسېدو برخه کې هڅې د هر افغان مسووليت ګڼل کېږي.

نوموړې وايي چې د دغه ډول برنامو په جوړولو سره د خلکو وېدې شوې هيلې راويښيږي او دا د سولې برخه کې ښه ګام دی.

مېرمن کوهستاني زياتوي چې روانه جګړه ګټونکی نه لري، حکومت او طالبان بايد د مذاکراتو او ډيالوګ له لارې روانه لانجه حل کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مسوولين وايي، پلان لري چې دغه ډول پروګرامونه د هېواد په نورو ولايتونو کې هم جوړ کړي.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.