کابل(پژواک،۷ زمری ۱۴۰۰): د ملي مصالحې عالي شورا په داسې حال کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د ۵۰ سلنه ډېرېدو خبر ورکوي چې حکومت په تمه دی څو «د سولې بهیر اسانچاري» په لوړه کچه د سولې خبرو د راتلونکي پړاو وخت او ځای برابر کړي.
د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم نن په کابل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له مسوولینو سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، له امریکا سره د طالبانو هوکړو ته په کتو نه یوازې د تاوتریخوالي کچه کمه شوې نه ده، بلکې ډېره شوې ده.
هغه زیاته کړه، له هېواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره تاوتریخوالی ۵۰ سلنه ډېر شوی او د افغانستان خلک په هغه ګناه کې چې ترسره کړې یې نه ده هره ورځ ځورېږي، سرګردان او وژل کېږي.
هغه زیاته کړه: ((که موخه د اسلامي نظام لوري ته تلل دي باید د هغه په طریقه عمل وکړو، جګړه د حل لاره نه ده او باید د الله (ج) د هدایت په اساس هر څه چې غواړي چې د خبرو په میز یې وړاندې کړي.))
د نوموړي په خبره، په هغه صورت کې چې نیت او اراده د سولې ټینګښت وي، افغان دولت چمتو دی د هر هغه مورد په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي چې دوی یې غواړي.
هغه وویل، په وژنو او د تاوتریخوالي په ډېرېدو ځای ته نه رسېږي او طالبان باید په بېلا بېلو نومونو سره خلکو او نړیوالې ټولنې ته دوکه ور نه کړي.
د مصالحې عالي شورا دغه لوړ پوړي چارواکي د افغان دولت او طالبان د لوړپوړو پلاوو ترمنځ خبرو ته په اشاره وویل: ((تر اوسه د دواړو لورو د لوړ پوړو پلاوو ترمنځ د راتلونکې ناستې د وخت او ځای اړوند توافق نه دی شوی، موږ د اسانچاروغږ ته په تمه یو او افغان دولت په یادو خبرو کې د ګډون بشپړ تیاری لري.))
سلیم له جزییاتو پرته وویل: (( د راتلونکې اوونۍ په جریان کې سولې ته د دې ډلې لېوالتیا او اداره معلومېږي.))
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((یوازې د طالب بندیانو په خلاصېدو خبره نه حلېږي، د ټولو مواردو په اړه باید خبرې وشي، تجروبو ښودلې چې یوازې د بندیانو خلاصون موږ مطلوبې پایلې ته نه رسوي.))
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تاوتریخوالي د کمېدو د څارنې برخې رییس سید عبدالله هاشمي په نننۍ ناسته کې وویل، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تاوتریخوالی د پام وړ ډېر شوی چې زیاته برخه یې د طالبانو له خوا ترسره شوې، سربېره پر دې چې حکومت څو ځله طالبان سولې ته رابللي خو طالبانو دغه غوښتنې په تاوتریخوالي سره ځواب کړې دي.
هغه زیاته کړه، طالبانو د روان کال په څلورو میاشتو کې پر افغان ځواکونو ۲۲ زره بریدونه کړي، دغه بریدونه ښيي چې یاده ډله د سولې بهیر لپاره جدیت او اراده نه لري.
هغه وویل: ((پر اقتصادي او ټولنیزو زیانونو سربېره د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښځو ازادۍ محدودې شوې او د خلکو ټول اساسي حقونه تر پښو لاندې شوي دي.))
هاشمي زیاته کړه، په یاده موده کې ۲۵۷۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰۲۱ نور ټپیان شوي، په وژل شوو کې ۱۴۴۶ نارینه، ۶۵۰ ښځې او ۹۲۵ ماشومان دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۱۸۵۰ نارینه، ۲۹۰ ښځې او ۸۸۱ ماشومان ټپیان شوي دي.
هغه دغه راز وویل، په دې اداره کې ثبت شوې شمېرې ښيي چې طالبان په منځنۍ کچه هره میاشت خپل بریدونه ۳۵ سلنه ډېر کړي دي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت دغه چارواکي زیاته کړه، د امنیتي سکټور له خوا له دې ادارې سره شریک شوي معلومات ښيي: ((په ټوله کې په یاده موده کې په طالبانو پورې اړوند ۲۴ زره کسان وژل شوي او ټپیان دي چې غبرګولی د دې ډلې لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.))
هغه دغه راز وویل، د دواړو لورو ترمنځ جګړه کې د ملکي وګړو د شمېر د ډېروالي سربېره زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې، ۶۲۱ ښوونځي تخریب او ۴۲ سلنه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
هاشمي د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو وسله والو موجودیت تایید کړ او زیاته یې کړه، یاده ډله تر درنې مرګ ژوبلې وروسته هڅه کوي چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې خپلو لیکو ته کسان جذب کړي.
خو د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد د دې ډلې د مرګ ژوبلې، عام المنقعه ځایونو او کورونو ته د زیان رسولو په تړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت ادعا رد کړه او ویې ویل: ((امنیتي ځواکونو د استوګنې پر کورونو او سیمو هوايي او ځمکني بریدونه کړي، ملکي وګړو ته مرګ ژوبله له همدې امله ده.))
مجاهد امنیتي ځواکونه تورن کړل چې د مخامخ جګړې توان نه لري او زیاته یې کړه، د امنیتي ځواکونو په پرتله د دې ډلې مرګ ژوبله شپږ سلنه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP