ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید شوی

هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید شوی

author avatar
30 Jul 2021 - 19:46
هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید شوی
author avatar
30 Jul 2021 - 19:46

کابل  (پژواک،  ۸ زمری ۱۴۰۰) : ملګري ملتونه د افغانستان په هرات ولایت کې دخپل اصلي دفتر پر ودانۍ ننی برید په کلکو ټکو غندي چې په پایله کې یې یو افغان ساتونکی پولیس ووژل شو او نور افسران ټپیان شوي دي.

په کابل کې دملګرو ملتونو یوناما دفتر څخه د زمري په ۸ مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په دغه برید کې حکومت ضد عناصرو د ملګرو ملتونو د تاسیساتو دروازه په نښه کړه چې په روښانه ډول پرې د ملګرو ملتونو نښې او علامې موجودې وې.

سرچینې زیاته کړې، د هرات ښار شاوخوا سیمې چې د ملګرو ملتونو ودانۍ پکې موقعیت لري، نن د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ دجګړې شاهده وه. ملګري ملتونه په سملاسي توګه د برید په اړه د یو بشپړ انځور دترلاسه کولو په لټه کې دی او په همدې موخه له ښکلو اړخونو سره په اړیکه کې دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز په دې اړه وایي : “پرملګرو ملتونو دغه برید ډیر خواشینونکی دی او موږ یې په کلکو ټکو غندو.”

هغې زیاته کړه: “موږ لومړی د قرباني شوي افسر کورنۍ ته تسلیت وایو او ټپي شویو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوو.”

یوناما ویلي، په دغه پیښه کې چې د ودانۍ پر دروازه د هاوان پر مټ، او د مرمیو په ډزو برید وشو د ملګرو ملتونو هیڅ کارکونکي ته زیان ندی رسیدلی.

لاینز چې د یوناما مشره هم ده وویل: “ددغه برید ترسره کونکي باید وپیژندل شي او محکمې ته وړاندې شي..”

په خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو پر ملکي کارکونکو او دفتر برید د نړیوال قانون پراساس منع دی او کیدی شي جنګي جرم وبلل شي.

یوناما ویلي، په افغانستان کې ملګري ملتونه یو ملکي سازمان دی چې د سولې د هڅو پر ملاتړ، د ټولو افغانانو د حقونو پر بهتره کیدو او د بشردوستانه او پرمختیايي مرستو په ترسره کولو تمرکز لري.

ملګري ملتونه د افغانستان د امنیتي خدماتو د ریاست له هغو افسرانو مننه کوي چې له برید کونکو څخه یې د ودانۍ دفاع وکړه.

د هرات ولایت ځایي مسوولینو هم پر یوناما برید تایید کړی دي.

Visits: 196

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.