کابل (پژواک،۱۰ زمری ۱۴۰۰): ولسمشر غني تر راتلونکو شپږو میاشتو د جګړې په ډګر کې د وضعیت پر بدلون ټینګار کوي، ځکه د ده په خبره طالبان به هغه مهال د سولې جدي خبرو ته حاضر شي چې د جګړې په جبهه کې تغییرات راشي.
هغه دې ته په اشاره چې ځینې ولایتونه شته چې د یوې لسوالۍ [کسانو] ټولې دولتي څوکۍ انحصار کړې ټینګار وکړ چې له فساد سره مبارزه د افغان دولت له لومړیتوبونو څخه ده.
محمد اشرف غني نن د کابینې په لومړۍ الکترونیکي ناسته کې وویل: ((طالبانو په تېرو ۲۴ کلونو کې بدلون کړی، بدلون یې په دې کې دی چې ډېر ظالمان، ډېر فجیع او نامسلمان شوي دي. تغییر یې کړی خو مثبت تغییر نه، نه د سولې او نه هم د ابادۍ لپاره اداره لري، طالبان باید وپېژنو، موږ سوله غواړو خو دوی تسلیمي غواړي.))
هغه زیاته کړه چې په ولسوالیو کې د طالبانو لومړی کار دا دی چې له کتابونو یې د حب الوطن په نوم برخه لرې کړې، تاریخ او جغرافیه کتابونه یې له منځه وړي دي.
د نوموړي په خبره، تر هغو چې د جګړې په ډګر کې وضعیت تغییر نه شي طالبان به د سولې جدي خبرو ته حاضر نه شي.
ولسمشر طالبانو په دروغ ویلو تورن کړل او ویې ویل، دغه ډله به هغه مهال جدي خبرو ته حاضره شي چې د جګړې په جبهه کې بدلون راشي.
هغه زیاته کړه: ((د جګړې ډګر د تغییر لپاره باید د ستراتېژیکو لومړیتوبونو او د هغو د تطبیق لپاره پلان جوړ شو، لومړیتوب یعنې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په بنسټیزه توګه د جګړې وضعیت بدل کړو او اوس ددې زمینه ده چې بدل شي، نه شو کولای په یو وخت هر ځای و او پر لومړیتوبونو د وېش له لارې د استقرار امکان رامنځته کېږي، په ځینو ځایونو کې په تعرض کې یو، ځينې ځای دفاع کوو او په ځینو ځاینو کې باید تیاری ولرو.))
ولسمشر وویل، د کورنیو چارو وزارت اساسي دنده د ښارونو او کلیدي ولسوالیو د امنیت خوندیتوب دی او ملي امنیت عمومي ریاست هم د (ملي بسیج) مهمه دنده پر غاړه لري.
د غني په خبره، اوس مهال «ترهګرو ډلو» د افغانستان د بربادۍ لپاره منظمه پروګرامونه جوړ کړي خو د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې نابود کړي.
هغه زیاته کړه: ((یوه ډېره منظمه اداره او سوق رامنځته شوې چې له نړیوالو ترهګریزو بنسټونو او د دوی له ملاتړو هېوادونو ترکیب شوې ده. تر اوسه د افغانستان په تاریخ کې ترهګرو پر یوه وخت او یوه ورځ له ۵۰ تر ۱۵۰ یرغلیز عملیات نه دي کړي، طالبانو ټول بهرني تور قوتونه افغانستان ته داخل کړي، روښانه ضرورت دی چې وپېژندل شي، د دوی یرغل زموږ پر ابرو یرغل دی.))
نوموړي په نننۍ ناسته کې د اداري فساد پر وړاندې پر مبارزه هم ټینګار وکړ او ویې ویل، له فساد سره مبارزه هم د افغان دولت کاري لومړیتوبونو کې ده.
هغه وویل: ((داسې ولایتونه شته چې د یوې ولسوالۍ [کسانو] ټولې دولتي څوکۍ انحصار کړې دي، جمهوریت په میراثي خاندان نه جوړېږي، فساد د تحمل وړ نه دی، د مهربانۍ له مخې ما د نړیوالو همکارانو پر وړاندې مه بې ابرو کوئ، واقعا شرمېږم چې دوی راته ووايي افغانستان کې فساد دی.))
ولسمشر د ټولو چارواکو له خوا د اساسي قانون پر رعایت د ټینګار ترڅنګ د ځینو دولتي بنسټونو په ځانګړې توګه مالیې وزارت نیوکه وکړه او د دغو بنسټونو له مسوولینو یې وغوښتل چې خپلو چارو ته د رسېدو په برخه کې ډېرې هڅې وکړي.
هغه وویل، په روانه اوونۍ کې به د افغانستان مرکزي بانک امنیتي ــ دفاعي ځواکونو او غیر نظامي دولتي کارکوونکو ته د اوسېدو ځای لپاره د پور ورکړې زمینه برابره کړي، او له مخې به یې هر هغه څوک چې حقونه یې تر ۳۰ زره افغانۍ ډېر وي کولای شي له یو تر پنځه میلیون افغانۍ پور واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP