ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډېری لمونځ کوونکي په جوماتونو کې روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کوي

ډېری لمونځ کوونکي په جوماتونو کې روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کوي

author avatar
9 Aug 2021 - 15:43
ډېری لمونځ کوونکي په جوماتونو کې روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کوي
author avatar
9 Aug 2021 - 15:43

زرنج (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۰): دیني عالمان او د طبي چارو پوهان په جوماتونو کې د لمانځه پر مهال د خلکو له لوري د دوه متره واټن د نه مراعات او د ماسک پر نه کارولو د اندېښنې ترڅنګ وايي چې د یادو لارښوونو مراعات لمانځه ته زیان نه رسوي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته طبي پوهانو او د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره خلکو ته د ماسک کارولو، دوه متره ټولنیز واټن، په صابون سره د لاسونو مینځلو، چاپېریال ضد عفوني کولو سپارښتنه وکړه.

د زرنج ښار له ځینو جوماتونو د پژواک د خبریال د سترګو لیدلی حال ښيي چې په ځينو جوماتونو کې خلک له ماسک او ټولنیز واټن پرته لمونځ کوي، یو بل ته ډېر نږدې کېني او د ملا امام وعظ اوري.

د زرنج ښار په یوه جومات کې د قاري رحمت الله محمدي په نوم ملا امام پژواک ته وویل چې په ډېری جوماتونو کې لمونځ کوونکي روغتیايي سپارښتنې نه مراعاتوي.

نوموړي وویل: ((د کرونا ویروس وژونکی، خطرناک او مهلک دی، بشري ټولنې ته یې ټکان ورکړی، موږ ټول یې باید پر وړاندې مبارزه وکړو، د مبارزې لار همدا ده چې پر وړاندې یې د ځان ساتنه وکړو، داسې چې روغتیايي سپارښتنې مراعات کړو، خو له بده مرغه زموږ ډېری خلک دغه سپارښتنې نه مراعاتوي.))

هغه وویل، د ماسک تړل او له کوره بهر د دوه متره ټولنیز واټن مراعات مهم دي، لمونځ کوونکي باید په جوماتونو کې دواړه په جدي ډول مراعات کړي، له دې پرته د لمونځ کوونکو له خوا د روغتیايي سپارښتنو نه مراعاتول د اندېښنې وړ دي.

د نوموړي په خبره، دیني عالمانو تل لمونځ کوونکي د روغتیايي سپارښتونو مراعاتولو ته هڅولي، د لمانځه پر مهال دوه متره ټولنیز واټن او ماسک تړل کم مه ګڼئ.

نوموړي وویل، د نیمروز د اوسېدونکو په ګډون ډېری هېوادوال نه یوازې جوماتونو، بلکې نورو ځایونو کې هم ماسک نه کاروي او ټولنیز واټن نه مراعاتوي.

نوموړي روښانه کړه: ((په ښار او هغو سیمو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده ماسک نه تړل کېږي، که پوښتنه ترې وکړو چې ولې ماسک نه کاروي؟ وايي چې ناروغي د الله (ج) له لوري ده، سربېره پر دې چې په اړه یې بشپړ معلومات لري، خو دیني عقاید پرې ډېر اغېز لري.))

د زرنج ښار یوه دیني عالم او لمونځ کوونکي مولوي رحماني پژواک ته وویل، که څه هم دیني عالمان او ملا امامان جوماتونو کې د لمونځ کوونکو ترمنځ د دوه متره ټولنیز واټن مراعات او ماسک تړل لازم ګڼي، خو په ډېری جوماتونو کې لمونځ کوونکي د دیني عالمانو او طبي پوهانو دغو سپارښتونو ته پام نه کوي.

هغه هم وویل، په جوماتونو کې د لمانځه پر مهال د ټولنیز واټن مراعات او ماسک تړل لمانځه ته زیان نه رسوي، بلکې نیک عمل ګڼل کېږي، ځکه لمونځ کوونکو د ځان او نورو کسانو خوندیتوب ته توجه کړې ده.

نوموړي هم په زرنج ښار کې پر ځینو لمونځ کوونکو نیوکه وکړه او ویې ویل: ((له بده مرغه زموږ ډېری هېوادوال کرونا ناروغي چې بشري ټولنې ته یې ټکان ورکړ، انسانان او طبي پوهان یې پر وړاندې عاجز دي نادیده ګڼي، که خلک روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي، د دې ناروغۍ په مخنیوي کې به فوق العاده ګټه وکړي، خو وینو چې ډېری هېوادوال مو ماسک نه تړي، ټولنیز واټن نه مراعاتوي، ناروغان له کورني قرنطین تېرولو پرته ټولنې او چاپېریال ته راوځي او د دغه ویروس په تکثیر کې مرسته کوي.))

نوموړي هم په جوماتونو کې د ټولنیز واټن پر مراعات او ماسک تړلو ټینګار وکړ او ویې ویل، د دغو دوو لارښوونو مراعات لمانځه ته زیان نه رسوي.

دغه دیني عالم زیاته کړه: ((هیله من یو ټول درک کړي چې شرایط سخت دي، ناروغي په سرعت سره خپرېږي، دغه ناروغي مسلمان، کافر، ښځه او نارینه نه پېژني ټول پرې اخته کېږي، نو ټولو ته اړینه ده چې د عامې روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم عمل وکړي او روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي.))

د نیمروز ولایت د حج او اوقافو رییس مولوي حزب الله پژواک ته وویل چې دغه ریاست تل ملا امامانو ته سپارښتنه کړې چې لمونځ کوونکي د لمانځه ادا کولو پر مهال دواړه موارد [ماسک تړل او دوه متره فاصله مراعاتول] په پام کې ونیسي.

هغه د ښاریانو له خوا د روغتیایي لارښوونو مراعاتول واجب وبلل او زیاته یې کړه: «موږ له علمای کرامو او خلکو سره څو ځله پر دې موضوع خبرې کړې دي. دا مو وویل چې د انسان ځان ساتل له ټولو لومړیتوب لري. الله (ج) د خپلو بنده ګانو پر سر په جبر او اکراه راضي نه دی.

هغه زیاته کړه چې شریعت دا د مسلمان امت لپاره جواز ګڼلی، د حضرت محمد (ص) د صحابه وو په وخت کې د طاعون ناروغي خپره شوه، نبي کریم (ص) فرمایي چې د جزام له ناروغۍ داسې وتښتئ لکه څنګه چې له زمري څخه تښتئ؛ یعنې زمری څومره ښکاري او وژونکی حیوان دی. که له زمري سره خالي لاس مخ شئ، نو معلومه ده چې مقابله یې نه شئ کولای،؛ نو تښتئ. له همدغه جزام ناروغۍ او هغه کس چې پرې اخته و، لرې واوسئ. اوس کرونا هم همغې ناروغۍ ته ورته ده چې هغه مهاله خپره شوې وه.

ده زیاته کړه چې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته طبي پوهانو خلکو ته ځینې سپارښتنې درلودې او دیني عالمانو دغه سپارښتنې تایید او مراعاتول یې پر مسلمانانو واجب وبلل.

مولوي حزب الله وویل: «له بده مرغه خلک نه په جوماتونو کې ماسک کاروي، نه د ګڼې ګوڼې په مرکزونو او ان په هوټلونو او هغه ځایونو کې چې موږ یې ګورو خلک همکاري نه کوي. نو د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر خورا ډېر شوی، ټول له دې چې خلک همکاري نه کوي. له شرعي پلوه هم ستونزه نه شته، له اخلاقي پلوه هم او په اخلاقي ډول موږ مکلف یو د کرونا ویروس ونه لېږدو، لږ تر لږه باید د ځان، کورنۍ او ټولنې لپاره طبي مسایل مراعات کړو؛ دا چې زموږ خلک یې عادي ګڼي، د شریعت له نظره ګناه ده.»

د هغه په ​​وینا، دا مهال په حرم شریف او د نړۍ په ډېری جوماتونو کې دوه متره فاصله لیدل کیږي. افغانان، لکه د نورو مسلمانانو په څېر، باید روغتیايي لارښوونو ته غاړه کیږدي.

د نيمروز په ولايتي روغتون کې موظف ډاکټر بسم الله حکيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښاريانو له خوا د روغتيايي لارښوونو نه مراعاتول يو ناورين دى او هېوادوال باید د ځان ژغورلو لپاره دغو لارښوونو ته پام وکړي.

په ورته مهال، د نیمروز د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکتر فرید احمد نصرت وویل چې ټول ښاریان باید روغتیایي لارښوونې رعایت کړي او له دغه ویروس څخه د ځان ساتلو یوازینۍ لار د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیول دي.

نوموړي په کرونا د اخته کسانو ډېرېدل د اندېښنې وړ وبلل او ویې ویل: «له بده مرغه د کرونا په درېیمه څپه کې مثبتې پېښې او د مړو شمېر ډېر زیات دی او دغه ویروس د خپرېدو په حال کې دی، له بده مرغه زموږ خلک لږ همکاري کوي او روغتیایي سپارښتنې نه مراعاتوي.»

ډاکتر حکیمي ماسک تړل او د دوه متره فاصلې مراعاتول نه یوازې په جوماتونو، بلکې په ټولو ځایونو کې اړین وبلل او ویې ویل چې له بده مرغه په ټولنه کې خلک لاهم دغه دوه شیانو لږ مراعاتوي.

د نیمروز د عامې روغتیا رییس زیاته کړه چې په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو له لوري د روغتیایي لارښوونو مراعاتولو په اړه یې د نیمروز له حج او اوقافو ریاست سره تر دې دمه څو ځله خبرې کړې دي او دغه ریاست څو ځله ملا امامانو ته ویلي چې د لمانځه ادا کولو پر مهال باید دواړه موارد لمونځ کوونکو ته وښیي او دوی دې ته اړ باسي چې فاصله وساتي او ماسک وتړي.

Views: 122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.