ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهر ته د تګ لپاره ، اوس هم زرګونه کسان د کابل هوایي ډګر شاوخوا راټول دي

بهر ته د تګ لپاره ، اوس هم زرګونه کسان د کابل هوایي ډګر شاوخوا راټول دي

author avatar
20 Aug 2021 - 22:13
بهر ته د تګ لپاره ، اوس هم زرګونه کسان د کابل هوایي ډګر شاوخوا راټول دي
author avatar
20 Aug 2021 - 22:13

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۰) : بهرنیو هیوادونو ته د تګ لپاره اوس هم زرګونه کسان کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په شاوخوا راټول دي.

وروسته تر هغه چې طالبانو د تیرې یکشنبې په ورځ کابل ونیوه، زرګونو کسانو افغانستان پریښی او زرګونه نور یا د کابل په هوایي ډګر او یا پخپلو کورنو کې انتظار کوي چې ووځي.

په دې کې تر ټولو دردوونکې پيښه ددوشنبې په ورځ رامنځته شوه، چې زرګونه کسان هوایي ډګر ته ننوتل او څه دپاسه شپږ سوه کسان د امریکایي ځواکونو یوې نظامي اولوتکې ته پورته شول چې یواځې ۱۵۰ کسان پکې لیږدول کیدل.

دغه راز یو شمیر ځوانانو ددې الوتکې پر ټایرونو ځانونه ونښلول چې د الوتکې تر پورته کیدو وروسته پریوتل او مړه شول.

د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته نن په شپږمه ورځ هم زرګونه کسان د کابل هوایي ډګر شمالي او ختیځ برخو کې په دې هیله راټول او انتظار باسي چې د بهرنیانو لخوا به وویستل شي.

محمد ادریس چې د خپلې کورنۍ له غړو سره هوایي ډګر ته تللی و، پژواک ته وویل چې هغوی رسمي اسناد درلودل، خو بیا هم ونه شو کړای چې هوایي ډګر ته ننوځي.

یو شمیر کسان چې له بهرنیانو سره یې دندې ترسره کړي ، هغوي ته رسمي ویل کیږي چې هوایي ډګر ته ځانونه ورسوي، خو د ګڼې ګوڼې له امله نه شي کولی چې هلته ننوځي.

هره ورځ د طالبانو او امریکایي لخوا پر خلکو ډزې هم کیږي چې له امله یې تر اوسه د راپورونو له مخې ۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس په یو راپور کې ویل شوي چې طالبان د هغو کسانو نه پوښتنې کوي او تالاشي کوي یې چې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته روان وي.

ځینو نړیوالو سرچینو خبر ورکړی چې طالبان د هغو خلکو مخه نیسي چې غواړي له هیواده ووځي، خو طالبانو له خلکو غوښتي دي چې په هیواد کې پاتې شي، او هیڅ ستونزه به ورته نه رامنځته کیږي.

بلخوا ناټو په طالبانو غږ کړی چې هغو کسانو ته چې غواړي د افغانستان نه ووځي، د وتلو اجازه ورکړي.

د ناټو د ۳۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې بیړڼۍ غونډې نه وروسته په یوې ګډې اعلامیې کې ژمنه کړې چې متحدین به د افغانستان د نه د وتلو د عملیاتو پر مهال د نږدې نه همغږي ولري.

Visits: 185

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.