ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله نږدې اته برابره کمه وه

تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله نږدې اته برابره کمه وه

author avatar
21 Aug 2021 - 19:05
تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله نږدې اته برابره کمه وه
author avatar
21 Aug 2021 - 19:05

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۰): تېره اوونۍ په افغانستان کې ستر بدلون رامنځته شو؛ پخواني ولسمشرغني وطن پرېښود، کابل طالبانو ونیو او ورسره جګړه هم ودرېده؛ نو ځکه خو په دغې اوونۍ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د وړمې اوونۍ په پرتله نږدې اته برابره کمه وه.

کابل د تېرې اوونۍ په دویمه ورځ (یکشنبه) طالبانو ونیو.

وړمه اوونۍ د جګړو پر مهال ۳۶۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو تېره اوونۍ دغه شمېر ۴۷ ته رالوېدلی دی. په دغو ۴۷ کسانو کې – چې ۲۳ یې وژل شوي او ۲۴ ټپیان دي – هغه شامل دي چې یا د طالبانو لاسته د کابل له لوېدو مخکې په جګړو کې وژل شوي او ټپیان دي او یا هم په لاریونونو او بهر ته د تګ لپاره د کابل پر هوایي ډګر د هجوم وروړو په وخت کې پر ډزو وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د اوونۍ مهمې پېښې

  • طالبان یو ځل بیا پر کابل واکمن شول او اوس په افغانستان کې یوازې پنجشېر د طالبانو په ولکه کې نه دی.
  • پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته ځینو هېوادونو له افغانستان سره مرستې ځنډولې دي.
  • امریکا: د طالبانو د نړیوال مشروعیت لپاره به سخت شرایط غوره شي.
  • ملګري ملتونه: په افغانستان کې پاتې کیږو، طالبان دې کړکیچ له سیاسي لارې حل کړي او افغانستان باید د ترهګرو پټنځای نه شي.
  • چین: نړیواله ټولنه دې پر افغانستان د فشار راوستو پر ځای له دغه هېواد سره د مرستو په اړه ګامونه اوچت کړي.
  • روسیه: دا مهال طالبان د افغانستان مسوولین دي، په افغانستان کې د طالبانو بدیل نشته.
  • طالبان: ټولګډونه او افغانانو ته د منلو وړ اسلامي حکومت جوړوو او له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په میدان وردګو کې په هوایي برید، په ننګرهار کې پر لاریونوالو په ډزو او کابل کې له هېواده د وتلو په نیت هوایي ډګر ته د زرګونو کسانو پر ګڼه ګوڼه ډزو کې ټولټال ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

د پژواک د اوونیزو راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ ۶۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۹۶ نور ټپیان و. د یادو راپورونو له مخې په روان هجري لمریز کال کې په منځنۍ کچه هره اوونۍ شاوخوا ۱۷۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

طالبان بیا پر کابل واکمن شول

د امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر د ۱۱مې تر بریدونو وروسته پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو نظام یې له منځه یووړ او په افغانستان کې یې تر اوږدې جګړې وروسته تېر کال په کب کې له طالبانو سره هوکړه وکړه چې خپل پوځیان د روان میلادي کال تر سپاټمبره وباسي.

طالبانو د روانې میاشتې په ۲۴مه کابل ونیو او پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې له کابل نه د عربو متحده اماراتو ته وتښتېد چې دا مهال هم یو شمېر امریکایي ځواکونه د کابل په هوایي ډګر کې مېشت دي، تر څو امریکایي اتباع او هغه افغانان له هېواده وباسي چې مخکې یې له هغوی سره کار کړی.

پخواني ولسمشر اشرف غني ویلي چې د خونړیو جنګونو او وینې تویېدنې د مخنیوي په موخه له هېواده وتلی او دغې چارې ته اړ کړل شوی دی. غني ویلي افغانستان ته د بیا تګ لپاره په مشورو لګیا دی، خو ځینې افغانان پر غني له دې امله چې افغانستان یې په بې برخلیک حالت کې پرې ایښی سختې نیوکې کوي او امریکا ویلي چې نور غني د جمهور رییس په توګه په رسمیت نه پېژني.   

ویل کیږي چې د غني لومړی مرستیال امرالله صالح پنجشېر ته تللی. صالح وايي چې د ولسمشر په غیابت کې د افغانستان سرپرست ولسمشر دی او له پنجشېره له طالبانو سره مقاومت کوي. پنجشېر یوازینی ولایت دی چې تر اوسه طالبانو نه دی نیولی.

نړیوال غبرګونه  

د امريکا ولسمشر جوبايډن د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې د طالبانو نړيوال مشروعيت موندلو لپاره به ډېر سخت شرايط غوره شي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان بیا وایي چې د طالبانو پخوانی دور ښه نه و، خو اوس د طالبانو په کړنو پورې اړه لري چې له نړۍ سره څه ډول چلند کوي.

د ناټو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډه اعلاميه کې ويلي چې په افغانستان کې هر راتلونکی حکومت بايد نړيوالو مکلفيتونو ته غاړه کېږدي، خو زیاتوي چې د روانو شرايطو له امله يې له افغانستان سره خپلې مرستې ځنډولې دي.

د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو په افغانستان کې په ټولو خواوو غږ کړی چې د یوه ټول ګډوني حکومت د جوړولو لپاره کار وکړي تر څو د مېرمنو او لږکيو په ګډون ټول په کې برخه ولري او افغانستان بيا د ترهګرو لپاره د خوندي پټنځای په توګه ونه کارول شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوتریش د افغانستان خلکو ته په یوه پیغام کې ویلي:«ملګري ملتونه له تاسو سره دي، د سولې د ټنیګښت او د تاسو د حقوقو د تامین په برخو کې له تاسو سره په افغانستان کې پاتې کیږي.» د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو غږ کړی چې د سیاسي جوړجاړي له لارې روان کړکېچ حل کړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل شي.

چین بیا له طالبانو غوښتي چې د ټول شموله اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره خپله ژمنه پر ځای کړي او وايي چې طالبانو څو ځله هیله څرګنده کړې چې غواړي له دې هېواد سره ښې اړیکې ولري.

دغه راز یو بل راپور ښیي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل بریتانیایي سیال سره په ټیلېفوني اړیکه کې ویلي چې نړیواله ټولنه دې پر افغانستان د فشار راوستو پر ځای له دغه هېواد سره د مرستو په اړه ګامونه اوچت کړي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنف بیا ویلي:«موږ نه شو کولای له واقعیتونو تېر شو، دا مهال عملا طالبان د افغانستان مسوولین دي، افغانستان کې د طالبانو لپاره بدیل نشته.»

طالبان: ټولګډونه اسلامي حکومت جوړوو او له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د ټولګډونه اسلامي نظام په اړه د هېواد له سیاسیونو سره خبرې روانې دي، طالبان له ګاونډیو او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اړیکو غوښتونکي دي او د افغانستان د ابادۍ لپاره ترې د مرستې غوښتنه هم کوي.

هغه وايي چې د امریکا په ګډون اروپايي هېوادونه بايد له دوی سره د سیاسي تعاملاتو له لارې مخ ته ولاړ شي او افغانان دې د يوه خپلواک ملت په توګه وپېژني.

طالبان وایي، له هیچا سره دښمني نه لري، د ټولو په تېره سفارتونو امنیت ټینګوي، ښځو ته د شريعت مطابق د زده کړو، کار او نور حقونه ورکوي، رسنیو ته اجازه ورکوي ازادانه فعالیت ولري، خو اسلامي او ملي ارزښتونه او بې پرې توب به په پام کې نيسي.

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله په کابل کې دي او د ټولګډونه حکومت د جوړولو هڅې کوي، خو ځینې سیاسیون لکه د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني او د دغه ګوند ځینې غړي، د حزب وحدت اسلامي او حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان مشران کریم خلیلي او محمد محقق پاکستان ته تللي دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو مدني حرکت

یو شمېر ښځو تېره اوونۍ په کابل کې د طالبان نظامیانو پر وړاندې د ارګ مخې ته د خپلو حقونو (کار، لوړو زده کړو او سیاسي مشارکت) غوښتنه وکړه او ویل یې، ښځې د ټولنې نیمايي برخه دي او حقونه یې باید کم ونه ګڼل شي.

د یادونې ده، چې ښځې دا مهال په رسنیو کې هم کار کوي او د تلوېزیون پر پرده هم راڅرګندیږي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ته د طالبانو له راتګ مخکې ځينو خلکو باور درلود چې ښار ته د طالبانو په راتګ سره ښايي پر ښځو سخت بندیزونه ولګول شي.

Visits: 414

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.