ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فیض اباد ښار کې د روږدو ټولولو کمپاین پیل شو

فیض اباد ښار کې د روږدو ټولولو کمپاین پیل شو

author avatar
22 Aug 2021 - 17:11
فیض اباد ښار کې د روږدو ټولولو کمپاین پیل شو
author avatar
22 Aug 2021 - 17:11

فیض اباد (پژواک، ۳۱ زمری۱۴۰۰): فیض اباد ښار کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د موجودیت په اړه د دغه ښار د اوسېدونکي له شکایت وروسته په بدخشان ولایت کې د اسلامي امارت نوو ټاکل شوو مسوولینو د روږدو کسانو ټولولو د کمپاین پیلېدو خبر ورکوي.

د بدخشان لپاره د اسلامي امارت مرستیال والي مولوي نثاراحمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د فیض اباد ښاریانو له شکایت وروسته یې نن پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د ټولولو کمپاین پیل کړی او له نشه یانو د ښار تر پاکېدو به دوام ولري.

نوموړي زیاته کړه: ((کله چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، خلکو پر نشه يي توکو له روږدو کسانو څخه شکایت درلود. موږ د ښار ټولو حوزو ته امر کړی دی. تر اوسه مو د ښځو په ګډون ۴۰ روږدي ټول کړي او د درملنې لپاره مو لېږلي دي.))

بدخشان کې دغه لوړپوړی طالب چارواکی وايي چې د دوی کسان د نشه توکو د قاچاق کوونکو او پلورونکو د پیدا کولو په لټه کې دي.

نوموړي وویل: ((اصلي عامل هغه کسان دي چې په ناقانونه ډول په پرچون ډول پر یادو کسانو پوډر پلوري. زموږ استخبارات د یادو کسانو پر کشف او پېژندلو بوخت دي، هر کله چې ونیول شي له شک پرته به سخته سزا ورکړل شي.))

بلخوا پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د روغتون مسوولینو پژواک ته وویل، دوی به د هغه کسانو چې د اسلامي امارت ځواکونو دوی ته تسلیم کړي له دوو میاشتو په کم وخت کې درملنه وکړي.

د فیض اباد ښار اوسېدونکي شکایت لري چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په دغه ښار کې د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي او په نتیجه کې یې د غلا کچه لوړه شوې ده.

د فیض اباد ښار اوسېدونکي سمیع الله د یاد کمپاین په پلیدو خوښي وښوده او پژواک ته یې وویل، د ښار په هره څنډه کې د معتادینو ډلې لیدل کېږي چې د ښاریانو لپاره یې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه: ((د دوکان دروازه مو یوه دقیقه خلاصه نشو پرېښودلای، د ګاونډیانو له کوره مو یې ډېر شان غلا کړل، له یوه کوره یې بایسکل، له چا یې کراچۍ او نور وسایل او دغه راز دوکانداران له لاسي پلورونکو ښه ورځ نه لري.))

نوموړي وویل، پخوا هم د معتادینو د ټولولو پروګرام د مخکني حکومت لخوا ترسره کېده، خو په لږ وخت کې به یې روږدي کسان له روغتونه وتښتېدل او بېرته به مختلفو سیمو کې راټولېدل.

هغه وویل، خلک د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې اقدام وکړي، په ښار کې د روږدو کسانو د راټولېدو مخه ونیسي.

په ورته وخت کې، فیض اباد ښار کې د نجونو د یوې لېسې ښوونکې نظیفې سمیع الله ته ورته شکایت درلود او وویل، د اسلامي امارت له مسوولینو څخه د دغه ښار د ډېری اوسېدونکو غوښتنه داده چې د روږدو کسانو د ټولېدو مخه ونیسي.

هغې زیاته کړه: ((زه یوه مور یم، ډېره ډارېږم چې اولادونه مې پر نشه يي توکو روږدي نه شي، زما په څېر ډېری کورنۍ دغه اندېښنه لري.))

بدخشان کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د رملنې د ۲۰ بستریز روغتون مسوول نجیب الله ضیا بزواک ته وویل، دغه کسان پخوا څو ځله تداوي شوي، خو بېرته یې نشې ته مخه کړې ده.

هغه زیاته کړه: ((موږ څو ځله هڅه کړې، دغه کسان مو ټول کړي خو له بده مرغه یو شمېر یې د بېکاري او بېوزلۍ له امله بېرته روږدي شوي دي.))

پر نشه يي توکو یو روږدی نویدالله چې د فیض اباد ښار د درېیمې حوزې لخوا ولایتي روغتون ته انتقال شوی وویل: ((پر یوه خطرناکه ناروغۍ اخته یم، هیله لرم چې ژر تر ژره مې درملنه وشي.))

نویدالله زیاته کړه چې ژر تر ژره یې بیا درملنه وشي، خو د کورنیو ستونزو او اقتصادي بېوزلۍ له امله یې بېرته نشې ته مخه کړې ده.

هغه زیاته کړه: ((خپله هم پوهېږم چې خطرناک عمل دی، خلک له موږ مخ اړوي. تېروتنه مو کړې خو دا ځل چې پخیر تداوي شم ټولو ته ژمنه ورکوم چې نور به یې استفاده نه کړم او له کورنۍ سره یو ځای کېږم، له طالبانو غواړم چې په ښار کې د نشه یي توکو د پلور مخه ونیسي.))

بدخشان کې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د درملنې پنځه مرکزونه موجود دي چې هر یو یې له ۲۰ تر ۵۰ بستر لري.

Visits: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.