ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو له حاکمېدو سره د لونګۍ او حجاب بیې لوړې شوې دي

د طالبانو له حاکمېدو سره د لونګۍ او حجاب بیې لوړې شوې دي

author avatar
22 Aug 2021 - 17:07
د طالبانو له حاکمېدو سره د لونګۍ او حجاب بیې لوړې شوې دي
author avatar
22 Aug 2021 - 17:07

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۰): د کابل ښار یو شمېر هټۍ وال وایي چې د طالبانو له راتلو وروسته په کابل کې د لونګيو او حجابونو په پلور کې زیاتوالی راغلی او نرخونه يې هم یو څه لوړ شوي دي.

له ننه پوره يوه اوونۍ مخکې طالبانو د هېواد د نورو ولايتونو ترڅنګ د پلازمېنې کابل کنټرول هم په لاس کې اخيستى دى.

که څه هم طالبانو تر اوسه د لونګۍ پر سر کولو او يا هم د حجاب په اړه روښانه دريځ نه دى څرګند کړى، خو ځيني کسان دغه کار په خپله کوي.

د همدې موضوع په اړه د کاپل ښار د لونګيو یوه پلورونکي فیض اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهیسې د لونګيو په پلور کې زیاتوالی راغلی دى.

هغه وویل: ((مخکې مې د ورځې له څلورو څخه تر پنځو پورې حجابونه پلورل، خو د طالبانو په راتګ سره اوس د ورځې له ۱۵ څخه تر ۱۷ پورې حجابونه پلورم.))

دغه راز يو بل هټۍ وال نعمت الله پژواک ته وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسې د حجابونو په بیو کې لوړوالی راغلی دی.

هغه وویل، هغه حجابونه چې مخکې په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېدل، اوس یې بيه  ۱۲۰۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.

نوموړي وویل: ((د طالبانو له راتګ څخه مې مخکې د ورځې له ۶ څخه تر ۷ پورې حجابونه پلورل، خو اوس د ورځې تر ۲۰ پورې پلورم.))

همدارنګه عبدالمالک چې په کابل ښار کې د لونګیو هټۍ لري، پژواک ته وویل چې د طالبانو له راتګ سره د لونګیو په پلور کې هم زیاتوالی راغلی دی.

هغه وویل چې د لونګیو کیفیت ته په کتو له ۳۰۰ افغانیو څخه تر ۳۰۰۰ افغانیو پورې يوه دانه لونګۍ پلورل کېږي.

نوموړي وویل: ((مخکې مې د ورځې له ۶ څخه تر ۷ پورې لونګۍ پلورلې، خو اوس د ورځې شاوخوا ۳۰ لونګۍ پلورم.))

دغه راز د کابل ښار د ١١مې ناحيې اوسېدونکي خواجه عبدالجبار پژواک ته وويل چې د طالبانو له راتګ وروسته يې يو ځل بيا لونګۍ پر سر کړې ده.

هغه وايي: ((ما تر اوسه قره قل پر سر کاوه، که څه هم چې طالبان چا ته څه نه وايي، خو اوس خوښ یم چې لونګۍ پر سر کړم.))

بل لور ته طالبانو بيا د کابل ښاروالۍ د چارو پر مخ وړولو په موخه يو کمېسيون جوړ کړى دى.

د دغه کمېسيون مشر مولوي حمدالله نعماني وايي چې دولتي ښځينه کارکوونکي بايد د اسلامي حجاب په پام کې نيولو سره دندو ته حاضرې شي.

خو نعماني د نارينه په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، د حجاب او لونګۍ ترڅنګ ځيني نور مهم مسايل هم دي چې د طالبانو د نوي حکومت د مشرتابه له ټاکل کېدو وروسته به يې په اړه پرېکړې او اعلان کېږي.

Visits: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.