ژبه

ننګرهار کې د ۶۰۰زره ډالرو په لګښت سونا لرونکی حوض جوړ شوی

جلال اباد (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۰): ننګرهار کې د يوه ملي سوداګر په ۶۰۰زره ډالرو شخصي پانګونه د لومړي ځل لپاره سونا لرونکی حوض جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د لامبو وهلو دا حوض د جاوېد ابراهیم خېل په نوم یوه پانګه وال د دوو کلونو په موده کې جوړ کړی دی.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، موخه یې له یاد حوضه خلکو ته د کاري زمینې ترڅنګ د تفریح برابرول هم دي.

ابراهیم خېل له افغان سوداګرو وغوښتل چې د بهرنیو هېوادونو پر ځای دې په هېواد کې دننه پانګونه وکړي او هم دې پر حکومت غږ وکړي چې پانګه والو ته د امنیت خوندیتوب په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

جاوید ابراهیم خېل زیاته کړه: ((د کوثر اوبو بڼ چې پر جوړېدو یې ۶ لکه ډالره لګښت راغلی او دا حوض د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی، زموږ موخه خلکو ته کاري زمینې او تفريح اسانتیا برابرول دي. د اوبو دغه حوضونو وچه سونا، لنده سونا، مالګينه سونا او د مساژ اسانتيا هم لري.))

په ورته مهال خلک هم د یاد حوض جوړېدو ته خوښ دي او وایي چې د دې ډول پروژو پرانیستل یې په زړونو کې د تل پاتې سولې او امنیت هیلې را ژوندۍ کوي.

زیارمل چې د جلال اباد ښار اوسېدونکی دى او یاد حوض ته د لامبو وهلو په موخه راغلی، له پژواک سره خبرو کې د یاد حوض  جوړېدل په جلال اباد کې بېساری اقدام وباله.

دی وايي: ((پخوا مو دا ډول د لامبو لپاره حوض نه درلود او بهرنیو هېوادونو کې مو لیدلي وو، خو دلته یې جوړېدل راته بېخي یو خیال دی، موږ ډېر زیات خوشاله یو چې ننګرهار کې هم دا ډول یو حوض جوړ شو او خلک به ورته د تفریح لپاره هم راځي.))

بل لور ته د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین تمه لري چې د دغه شان پروژو په پلې کېدو سره به د ښاروالۍ عواید زیات او هم به خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

د ښاروالۍ مرستیال یحیی غفورزي پانګه والو ته ډاډ ورکړ چې د نوي نظام په جوړېدو سره به دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

که څه هم خلک د یاد حوض جوړېدو ته خوښ دي، خو ځيني اندېښنه لري چې په یو حوض کې د بېلابېلو انسانانو لامبل به ساري ناروغۍ رامنځته کړي.

ورته موضوع