ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کورنيو چارو وزارت: فعلاً دې څوک د مظاهرو جوړيدو هڅه نه کوي

کورنيو چارو وزارت: فعلاً دې څوک د مظاهرو جوړيدو هڅه نه کوي

author avatar
8 Sep 2021 - 20:30
کورنيو چارو وزارت: فعلاً دې څوک د مظاهرو جوړيدو هڅه نه کوي
author avatar
8 Sep 2021 - 20:30

کابل(پژواک ۱۷ وږی۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د لاریونونو لپاره دې له عدليې وزارت اجازه واخیستل شي او ۲۴ ساعته مخکې باید امنيتي ارګانونه په جريان کې واچول شي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له څو ورځو راهیسې په کابل او يو شمير نورو ولايتونو کې ځینو خلکو “د مغرضو کړيو په لمسون” د لاریون په عنوان لارو او سرکونو ته راوځي، امنيت اخلالوي، د خلکو د آزار او اذیت سبب ګرځي او عادي ژوند یې ګډوډوي.

سرچينه زياتوي چې په دې اړه ټولو هيوادوالو ته خبر ورکول کيږي چې د فعلاً لپاره دې تر هيڅ نوم او عنوان لاندې د مظاهرو جوړيدو هڅه نه کوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې مظاهرې بايد قانوني وي، لومړۍ دې له عدليې وزارت څخه اجازه واخیستل شي او ۲۴ ساعته مخکې باید امنيتي ارګانونه په جريان کې واچول شي تر څو یې امنيت تضمين شي.

د سرچینې په وینا، د لاریون مقصد او شعارونه، محل، د پيل او پای وختونه او نور جزئيات هم باید له مخکې نه شریک شي.

په یاده خبرپاڼه کې راغلي:”په همدې اساس د اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت ټولو هيوادوالو ته خبر ورکوي ترڅو چې په دې مورد کې ټوله قانوني پروسه نه وي طی شوې هيڅوک بايد مظاهره ونه کړي او د هيوادوالو لپاره تشويش ايجاد نه کړي. ”

کورنیو چارو وزارت لیکلي چې که د چا تخلف تشخیص سي نو له سخت قانوني چلند سره به مخ شي. دغه وزارت وایي چې نوی حکومت د ټولو هیوادوالو مشروع غوښتنو او حقوقو ته رسيدنه کوي او بايد وخت ورکړل شي چې د امنیت له ټینګښت وروسته د نورو ستونزو د له منځه وړلو لپاره لازم ګامونه واخیستل شي‌.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.