ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ د جګړو له امله د ملکي مرګ ژوبلې کچه صفر ته راټیټه شوه

تېره اوونۍ د جګړو له امله د ملکي مرګ ژوبلې کچه صفر ته راټیټه شوه

author avatar
11 Sep 2021 - 18:03
تېره اوونۍ د جګړو له امله د ملکي مرګ ژوبلې کچه صفر ته راټیټه شوه
author avatar
11 Sep 2021 - 18:03

کابل (پژواک، ۲۰ وږی۱۴۰۰): تېره اوونۍ په افغانستان کې د نوې سرپرستې کابینې اعلان له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو او په دې اوونۍ کې د جګړو له امله د ملکي مرګ ژوبلې کچه صفر ته راټیټه شوه، خو په هدفي وژنو کې نهو کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

  • افغانستان کې د رییس الوزرا او د هغه د دوو مرستیالانو په مشرۍ نوې سرپرسته کابینه اعلان شوه.
  • نوی حکومت تر اوسه چا په رسمیت نه دی پېژندلی او هېوادونو يې په اړه محتاطانه غبرګونونه ښودلي دي.
  • د نړۍ ډېر هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.
  • د اسلامي جمعیت ګوند څانګو، سرپرسته کابینه «قومي او غیرمسلکي » بللې.
  • حکمتیار د سرپرستې کابینې اعلان اړین بولي، له خلکو غواړي: نوې ادارې ته فرصت وركړئ او د «شرخوښو» مخه ونيسئ!
  • تېره اوونۍ په هدفي وژنو او نورو بریدونو کې ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

په افغانستان کې له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو جګړې راونې وې، خو وروسته له هغه چې طالبانو پنجشېر هم ونیو، اوس جګړې درېدلې او کېدای شي له کلونو راهیسې دا لومړۍ اوونۍ وي چې په جګړو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په هدفی وژنو کې پنځه پخواني پولیس په کندهار کې، یوه پخوانۍ ښځینه پولیسه په غور کې، دوه ملکي وګړي د کابل په پغمان کې او د پخواني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح ورور په پنجشېر کې وژل شوي دي. د دغو وژنو مسوولیت چا نه دی منلی.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ په پنجشېر کې د طالبانو د مخالفې جبهې ویاند فهیم دشتي او د دغې جبهې یو بل قوماندان هم په یاد ولایت کې وژل شوي دي. د دغو دوو تنو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه بېلابېلې څرګندوني کیږي؛ طالبان وایي په خپل منځي شخړه کې وژل شوي، خو ځینې بیا ادعا کوي چې د پاکستان په هوایي برید کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ په کابل او ننګرهار کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي وو، خو امریکایي چارواکو ویلي وو چې دغه بریدونه یې پر داعش ډلې کړي دي.

دغه راز وړمه اوونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هوایي ډزې وشوې. ځینې وایي دغه ډزې وروسته له هغه وشوې چې د طالبانو له خوا د پنجشېر د نیول کېدو ناسمه اوازه خپره شوه. د راپورونو له مخې په دغو هوایي ډزو کې کابل کې دوه تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان وو او په ننګرهار کې ۱۴ تنه ټپیان شوي وو. طالب چارواکو خپلو کسانو ته امر کړی چې بیا هوایي ډزې ونه کړي.

نوې سرپرسته کابینه اعلان شوه

طالبانو د زمري په ۲۴مه کابل ونیو او اوس پر ټول هېواد حاکمیت لري. هغوی د وږي په ۱۶مه د نوي حکومت سرپرسته کابینه اعلان کړه چې محمد حسن اخند رئیس الوزرا، عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي يې مرستيالان اعلان شول. طالبان وایي د پاتې وزارتونو او خپلواکو ریاستونو ته به هم سرپرستان معرفي کړي.

طالبان وايي، هېواد کې به کورنۍ پانګې ښې مدیریت شي، نړیوالو پانګوالو ته هم اړینې اسانتیاوې برابرېږي او نوی حکومت به له اسلامي ارزښتونو سره سم ټولو بشري حقونو ته ژمن وي او نړۍ دې له افغانستان سره همکاري وکړي.

نړيوالو غبرګونونه

امریکا او ترکیې په افغانستان کې د سرپرستې کابینې د اعلان په تړاو ویلي چې دغه پروسه څاري، خو امریکا د کابینې د ځینو غړو په اړه اندېښنه هم ښودلې، وایي د «لنډمهاله» کابینې په اړه د طالبانو څرګندونې درک کوي او ترکیه بیا په افغانستان کې د ټولو لوریو په استازولۍ حکومت جوړول اړین بولي وايي، هېواد یې په رسمیت د طالبانو پېژندلو ته بېړه نه لري.

د امریکا متحده ایالتونو ویلي،‌ د طالبانو د کابینې د ځینو غړو په اړه اندېښنې لري او د سرپرست وزیرانو په خپاره شوي نوملړ کې یوازې د طالبانو غړي او یا هم د هغوی نږدې همکاران لیدل کیږي او مېرمنې په کې نشته.

اروپايي ټولنې پر نوي رامنځته شوي سرپرست حکومت نیوکې کړې او په وینا یې د افغانستان ګڼ توکمیزې ټولنې استازیتوب نه کوي.

ملګري ملتونه وایي، یاده سرپرسته کابینه کې په داسې حال کې ښځې نه دي شاملې چې په افغانستان کې سوله او ثبات حکومت کې د ښځو او ځوانانو پر ګډون پورې اړه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان بدلېدونکی حالت له نږدې څاري او ” کابل کې وروستی سرپرست سیاسي تشکیل به د افغانستان د خلکو اړتیاوو پوره کولو لپاره حکومتي اډانه رامنځته کړي”.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د استخباراتو “ای اېس ای” مشر جنرال فیض حمید تېره اوونۍ د شبنې په ورځ کابل ته راغلی و.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت رامنځته کېدو هرکلی کوي او هیله څرګندوني چې دا به د پراخ ملي وحت لپاره پیلامه شي.

د ایران د ملی امنیت شورا وايې د افغانانو د دوستانو اندېښنه دا ده چې افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت اړتیا له پامه غورځول شوې او د بهرنۍ لاسوهنې له لارې او د ډېری ټولنیزو او توکمیزو لوریو له خوا د خبرو له لارې د غوښتنو پوره کولو پر ځای وسله وکارول شوه.

چین د طالبانو د نوي حکومت جوړېدل د واک د تشې ډکولو، د نظم د ټینګولو او د افغانستان د بیارغونې لپاره یو اړین ګام بللی، خو هیله یې څرګنده کړې چې  د افغانستان نوي چارواکي د افغانستان د ټولو قومونو او قشرونو غږ ته غوږ ونیسي.

جرمني د طالبانو د کابینې په ترکیب باندې د اندېښنې سربېره ویلي چې د خوشبینۍ لپاره یو کوچنی دلیل هم نشته. دغه هېواد په ورته وخت کې په افغانستان کې د دیپلوماتیک حضور غوښتونکی شوی، غواړي چې بېرته په کابل کې خپل سفارت خلاص کړي، خو وایي چې دغه اقدام په کابل کې د امنیتي وضعیت او د افغانستان د راتلوونکي دولت په سیاست پورې اړه لري.

جاپان هم ویلي چې د طالبانو کړنې څاري او په دې اړه به له متحده ایالتونو او نورو هېوادونو سره خپله همکاري جاري وساتي.

قطر ویلي چې طالبانو له مصلحت‌ څخه کار اخیستی او د دغې ډلې په اړه باید د هغوی د کردار له مخې قضاوت وشي.

کورني غبرګونونه

د اسلامي جمعیت ګوند څانګو د سرپرستې کابینې پر اعلان نیوکه کړې، هغه یې قومي او غیر متخصصه بللې، ویلي یې دي، پر وړاندې به یې بې تفاوته پاتې نه شي او ډېر ژر به د راتلونکي حکومت په اړه تصمیم ونیسي.

پخواني ولسمشر کرزي د سرپرست حکومت اعلان اړین بللی، خو وايي د دې لپاره چې په حکومت کې ټول وګړي ځان وويني، په اعلان شوې کابینه کې دې نيمګړتياوې لرې شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سرپرستې کابینې اعلان اړین بللی او په ټوله کې یې افغانستان کې د وروستي بدلون ملاتړ كړى، ویلي یې دي چې د خير په هر كار كې له نوې ادارې سره مرستې او تعاون ته چمتو دى.

هغه پر ټولو افغانانو غږ کړی چې «د دې مثبتو» بدلونونو ملاتړ وكړي، نوې ادارې ته فرصت وركړي او د «شرخوښو» مخه ونيسي.

خلک، ګوندونه او مدني ټولنې څه وایي؟

د بلخ ولايت يو شمېر فرهنګي او مدني فعالانو له طالبانو د ټولشموله حکومت او عادلانه نظام جوړولو غوښتنه کړې او يو شمېر ښځو د يوه لاريون پر مهال غوښتنه وکړه چې په راتلونکي حکومت او نظام کې دې د دوی ځای او حقونه خوندي شي.

دغه راز، ځينو مېرمنو په کابل کې د کابینې په لېست کې د ښځې او ښځو چارو وزارت پر نه موجودیت اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې د مداخلې غوښتنه کړې ده، خو یو شمېر نورو بیا د کابینې پر اعلانېدو خوښي ښودلې او هیله لري چې د نظام د بدلون له امله رامنځته شوې ستونزې حل شي.

په کندوز کې يو شمېر ښځو په یوه غونډه کې په افغانستان کې د اسلامي حکومت له جوړېدو ملاتړ وکړ.

Visits: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.