ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد له افغانستانه د ۲۵۰ بهرنیانو په ایستلو کې د طالبانو له مرستې هرکلی کړی

خلیلزاد له افغانستانه د ۲۵۰ بهرنیانو په ایستلو کې د طالبانو له مرستې هرکلی کړی

author avatar
11 Sep 2021 - 10:01
خلیلزاد له افغانستانه د ۲۵۰ بهرنیانو په ایستلو کې د طالبانو له مرستې هرکلی کړی
author avatar
11 Sep 2021 - 10:01

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۰): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له افغانستانه د شاوخوا ۲۵۰ بهرنیو وګړو د ايستو په برخه کې د طالبانو له مرستې هرکلی کوي.

هغه دغه څرګندونې تېره شپه پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلې دي.

دی وايي: “په تېرو درېیو ورځو کې د لسګونو امریکایي وګړو او دایمي اوسېدونکو په ګډون تر ۲۵۰ ډېر بهرني وګړي د قطري الوتکو کې پرته له خنډه، له کابل څخه ووتل، دا یو مثبت کار دی.”

هغه زیاته کړې چې دوی د دې الوتنو لپاره د اسانتیا برابرولو له امله له قطر نه مننه کوي او په دې برخه کې د طالبانو له همکارۍ هم هرکلی کوي.

د خلیلزاد په وینا، امریکا به د قطر له حکومت، طالبانو، او نورو سره ښکېلتیا ته دوام ورکړي څو د امریکایي او نورو بهرنیو وګړو او هغو افغانانو خوندي تګ سمبال کړي چې غواړي له افغانستانه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو شاوخوا درې اوونې وړاندې کابل ونیو چې سم له واره ورسره د بهرنیو وګړو او هغو افغانانو ـ چې بهرنیو ادارو او سفارتونو سره یې کارونه کړي وو- د ايستلو لړۍ پیل شوه.

د راپورونو له مخې، په دې پروسه کې تر اوسه شاوخوا ۱۲۰زره کسان ايستل شوي دي.

Visits: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.