ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د پاکستانۍ کلدارو کاروونکو ته دې سزا وټاکل شي

خلک: د پاکستانۍ کلدارو کاروونکو ته دې سزا وټاکل شي

author avatar
11 Sep 2021 - 15:21
خلک: د پاکستانۍ کلدارو کاروونکو ته دې سزا وټاکل شي
author avatar
11 Sep 2021 - 15:21

کابل (پژواک ۲۰ وږی ۱۴۰۰): د ځینو پاکستانۍ رسنیو هغه خبر چې ګواکې په افغانستان کې به سوداګري پر کلدارو پیل شي، د یو شمېر افغانانو له غبرګون سره مخ شو؛ وایي هيڅوک باید کلداره استعمال نه کړي او کاروونکو ته یې باید سزا وټاکل شي.

د یوې پاکستانۍ رسنۍ ډيلي جنګ په یوه راپور کې د دغه هېواد د مالیې وزیر شوکت ترین له قوله لیکلي چې افغانستان د ډالرو کمښت له خطر سره مخ دی، له همدې امله له دغه هېواد سره سوداګري به په پاکستانۍ روپیو وي نه پر ډالرو.

د راپور له مخې، شوکت ترین دغه څرګندونې پر افغانستان د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک له خوا د پیسو بندېدو له کبله کړې دي.

رها خبري اژانس هم ورته  خبر خپور کړی، خو لیکلي یې دي چې له افغانستان سره د پاکستان سوداګريزې راکړې ورکړې ښايي پر کلدراې وشي.

د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو یو کمپاین د “افغانۍ زموږ ملي هویت” په نوم پیل شوی دی.

خلک د یاد کمپاین بل مهم شعار دا ورکوي چې “موږ د افغانستان اوسېدونکي یو، افغانۍ زموږ ملي هویت دی او  د افغانۍ کارونه زموږ ملي مسوولیت دی.”

د عبدالکریم په نوم یو کس پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلي: “خپل وطن خپله جوړوم، نو د خپل وطن پیسې به کاروم. په افغانستان کې باید هر څه پر افغانیو وپلورل او وپېرل شي.”

د محمد سعید په نوم بل کس طالبانو ته په خطاب کې لیکلي: “د افغانۍ بقا مطلقاً تاسو پورې اړه لري، که په هر حالت او لحاظ پاکستانۍ کلداره او پاکستاني ماهرین دلته ځای پر ځای شول، مسوولیت به یې ستاسو پر غاړه وي او افغانان به يې پوښتنه درنه وکړي.”

احمدنبي مجروح پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي: “د کلدارو په راکړې ورکړې سره به خپل ملي هویت وبایلو.”

په یاد کمپاین کې ځینو طالب پلوو کسانو هم په دې اړه ګڼ غبرګونونه ښودلي دي.

حماد افغان- چې یو له دغو کسانو دی، پر ټويټر لیکلي: “که غواړئ چې خپل راتلونکی روښانه او يو غني افغانستان ووينئ، نو خپلې ملي کرنسۍ (افغانۍ) ته وده ورکړئ.”

شیخ عبدالحمید حماسي هم یو له یادو کسانو دی او لیکي: «که چا ته ملي هویت او افغانیت ګران وي، نو راکړه ورکړه دې په افغانیو وکړي؛ ځکه له اسلامه بعد افغانیت هرڅه دی.»

ده زیاته کړې، طالبان دې ټولو مسوولینو، سوداګرو او نورو خلکو ته حکم وکړي چې که څوک کلداره استعمالوي، جرمانه او سزا دې ورکړل شي او دا به د ملت یو ستر خدمت وي.

دغه راز د قاري سعید خوستي په نوم بل کس لیکلي چې ټول هټۍ وال او کاروباري کسان دې د پېر او پلور په وخت کې کلداره او یا کوم بل بهرنی اسعار له چا نه اخلي او په دې ملي مسئوليت کې دې ځان شریک وبولي ترڅو افغانۍ رايج شي.

یو شمېر نورو کسانو هم ویلي چې په افغانستان کې د کلدارو پر کارونه بندیز ولګول شي او کاروونکو ته یې دې سزا ورکړل شي.

پژواک دغه موضوع چې د پاکستان د مالیې وزیر ویلي چې له افغانستان سره سوداګري به په پاکستانۍ روپیو پیلیږي، د طالبانو له ویاندویانو سره شریکه کړه، خو تر اوسه (له غرمې وروسته درې بجې) یې ځواب نه دی ورکړی.

Visits: 51

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.