ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چینایي کمپنۍ د مس عینک پروژې پر مخ بیولو ته لېوالتیا ښودلې ده

چینایي کمپنۍ د مس عینک پروژې پر مخ بیولو ته لېوالتیا ښودلې ده

author avatar
13 Sep 2021 - 17:22
چینایي کمپنۍ د مس عینک پروژې پر مخ بیولو ته لېوالتیا ښودلې ده
author avatar
13 Sep 2021 - 17:22

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۰): په چین کې د مسو شرکت «جیانګزي» وایي، دوی او «ایم سي سي» کمپنۍ د افغانستان وضیعت څاري او وضعیت ته په کتو به په دغه هېواد کې د مس عینک پروژې چارې پر مخ بوځي.

د راپورونو له مخې، په لوګر کې د مس عینک کان – چې د څه باندې ۱۱ میلیون ټنو مسو د شتون اټکل په کې شوی- د ۳۰ کلونو لپاره د استخراج تړون په ۱۳۸۸ کال کې له جیانګزی او بلې چینایي کمپنۍ ایم سي سي سره وشو. جانګزي په دغه پروژه کې ۲۵ سلنه ونډه لري.

د دغه کان په سیمه کې کیندنې شوي او یوازې په ۱۳۹۹ کال کې هلته ۳۱۰۰ تاریخي اثار وموندل شول، خو د کان اړوند چارې ډېرې ورو پر مخ تلې او تر اوسه یې د استخراج چارې نه دي پیل شوې.

د «اساهی شیمبون» جاپانۍ رسنۍ (The asahi Shimbun) د خبر له مخې، په چین کې د مسو شرکت جیانګزي (Jiangxi Copper Co Ltd . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.