ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشردوستانه عملياتو د ملاتړ لپاره د شل ميليونه ډالرو اعلان وکړ

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشردوستانه عملياتو د ملاتړ لپاره د شل ميليونه ډالرو اعلان وکړ

author avatar
13 Sep 2021 - 18:15
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشردوستانه عملياتو د ملاتړ لپاره د شل ميليونه ډالرو اعلان وکړ
author avatar
13 Sep 2021 - 18:15

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د افغانستان خلک چې نړیواله ټولنه يې يې پوروړې ده، له لسيزو جګړو، ناامنيو او تکليفونو وروسته اوس له تر ټولو سخت وخت سره مخامخ دي او نړيواله ټولنه بايد له دوی سره ودرېږي.

نوموړي دغه څرګندونې په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه د اوچتې کچې د وزیرانو غونډې ته چې نن په جنيوا کې پیل شوې، په خپله وينا کې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتيریش وويل چې د افغانستان خلک ژوند ته اړتیا لري. له لسیزو جګړو، ناامنیو او تکلیفونو وروسته کېدای شي دوی له تر ټولو سخت وخت سره مخامخ وي. اوس نړیوالې ټولنې ته د دې وخت دی چې له دوی سره ودرېږي. بايد روښانه وويل شي چې دا کنفرانس یواځې د دې لپاره نه دی چې موږ به د افغانستان خلکو ته څه ورکړو، بلکې دا ناسته د دې لپاره ده چې موږ یې پوروړي یو.

ده زياته کړه، ان د تېرو اوونیو له ډراماتیکو پېښو دمخه، افغانان په نړۍ کې له خورا ناوړه بشري بحرانونو سره مخامخ وو. نن سبا په هرو درېیو افغانانو کې یو یې نه پوهیږي چې د دوی راتلونکي خواړه له کومه راځي. د بې وزلۍ کچه په چټکۍ سره پورته کیږي او اساسي عامه خدمات له منځه تلو ته نږدې شوي دي. په سلګونو زره خلک په زور د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. په عین وخت کې، افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی چې دا په تېرو څلورو کلونو کې دویمه ځپونکې وچکالي ده. ډېر خلک د همدې میاشتې تر پایه چې ژمی را نږدې کیږي، ممکن خپل خواړه پای ته ورسوي او البته چې د کوویډ۱۹ وبا لاهم په هېواد کې دوام لري.

د هغه په وينا، د ملګرو ملتونو کورنۍ او په لویه کې بشرپاله سیستم د افغانستان خلکو ته د خوړو، د ژوند ژغورنې د توکو او د میندو د روغتیا پالنې په ګډون اړین روغتیایي خدمات وړاندې کوي. موږ پرمختیايي او بشردوستانه هڅو ته د ځواب ورکولو د همغږۍ لپاره پیاوړي میکانیزمونه رامنځته کړي دي چې پر بشري حقونو متکي دي.

دی وايي: "ما د بشردوستانه چارو او د بېړنیو مرستو د همغږۍ په برخه کې د سرمنشي معاون مارتین ګریفیټس څخه وغوښتل چې تېره اوونۍ کابل ته سفر وکړي او د طالبانو له مشرتابه سره خبرې وکړي. هغه ميلیونونو اړمنو خلکو ته په بې طرفانه او خپلواک ډول د بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو او خونديتوب په اړه زموږ ژمنتیا نوره هم پیاوړې کړه. هغه د مرستو په رسولو کې د ښځو په مهم رول ټینګار وکړ او له ټولو خواوو یې غوښتنه وکړه چې د دوی هوساینه، حقونه او خوندیتوب ډاډمن کړي. هغه په هر وخت کې د ملکیانو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او لږکیو د خوندیتوب غږ وکړ."

ده زياته کړه، واکمنو چارواکو په شخصي ډول او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي معاون ګریفیتس ته په ځوابیه لیک کې ژمنه وکړه چې دوی به د افغانستان خلکو ته د مرستې رسولو ډاډ ترلاسه کولو کې همکاري وکړي. زموږ کارکوونکي او مرستندویان باید اجازه ولري چې له وېرې، ډار او ځورولو پرته په خوندي ډول خپل کار ترسره کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وويل، په افغانستان کې د ژوند ژغورنې د هڅو د دوام لپاره، موږ دمګړۍ څلورو شیانو ته اړتیا لرو. لومړی مالي تمویل ته. موږ ډېره اړتیا لرو. موږ مالي تمویل ته عاجله اړتیا لرو او موږ دې ته اړتیا لرو چې په کافي اندازه انعطاف منونکي و اوسو ترڅو په صحنه کې په چټکه توګه بدلېدونکو شرایطو سره سمون ولرو.

ده زياته کړه: "زه له تاسو غواړم چې د ۶۰۶ میلیونه امریکايي ډالرو د تازه غوښتنې (اپیل) ملاتړ وکړئ چې ۱۱ میلیون خلکو ته په راتلونکو څلورو میاشتو کې بېړنۍ مرسته ترلاسه کړو. نن موږ په افغانستان کې د بشردوستانه عملیاتو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د بېړني غبرګون له مرکزي صندوق (فنډ) څخه د ۲۰ میلیون ډالرو د تخصیص اعلان کوو."

نوموړي د دويمې اړتيا په اړه وويل، موږ له کابل او د افغانستان له نورو برخو سره د هوايي دهلېز په شمول د بشردوستانه لاسرسي د پراختیا په برخه کې ستاسو مرستو ته اړتیا لرو. د ملګرو ملتونو بشردوستانه هوایي خدمات - یو ان هاس - ( UNHAS) له اسلام آباد څخه کندهار، مزار او هرات ته یو هوايي دهلیز رامنځ ته کړی، چې د اګست له وروستیو راهیسې عملیات پرمخ بیایي. پرون، د یو ان هاس (UNHAS . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.