ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نړیوال بانک مرستو بندېدو له امله غور کې لسګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي

د نړیوال بانک مرستو بندېدو له امله غور کې لسګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي

author avatar
16 Sep 2021 - 17:01
د نړیوال بانک مرستو بندېدو له امله غور کې لسګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي
author avatar
16 Sep 2021 - 17:01

فیروزکوه (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۰): د غور ولایت روغتیايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د بودجې کمښت له امله ۹۱ روغتیايي کلینیکونه غیر فعال شوي او له امله یې نږدې ۱۵۰۰ کسانو کار له لاسه ورکړی دی.

د غور د عامې روغتیا رییس مولوي احسان الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک بودجې له بندېدو سره د قراردادي موسسو مسوولین په غور کې د دې برخې تړل کېدو ته اړ شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د (CHA)  موسسې تر پوښښ لاندې ۹۱ کلینیکونه فعالیت درلود، نږدې یوه میاشت کېږي چې کارونه یې له سقوط سره مخ دي او اوس مهال تړل شوي، د تړل کېدو لامل یې د نړیوال بانک بودجې بندېدل دي. کله چې بودجه نه وي دوی هم خدمات نه شي وړاندې کولای.»

مولوي احسان الله زیاته کړه، د دغو کلینیکونو په تړل کېدو سره د ډاکترانو، قابلو، نرسانو او نور روغتیايي پرسونل په ګډون نږدې ۱۵۰۰ کسان بېکاره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، دوی د دې برخې ټولې ستونزې د عامې روغتیا وزارت له او روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له مسوولینو سره شریکې کړې دي.

کارکوونکي: د دوو میاشتو معاش مو نه دی اخیستی.

یاد کارکوونکي وايي چې د دوو ماشتو معاش یې نه دی اخیستی او اوس په رضاکارانه ډول خپل کار ته دوام ورکوي.

د تولک ولسوالۍ کلینیک یوه ډاکتر چې د روغتیايي خدماتو موسسې(CHA)  له خوا له رسنیو سره د خبرو د نه اجازې له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل: ((درې ورځې مخکې د موسسې رییس راغئ او وویل، نور بودجه نشته، خوښه مو کار کوی یا یې نه کوئ.))

نوموړي زیاته کړه، حیران دی څه ډول شپه او ورځ تېر کړي.

د غور ځيني اوسېدونکي وايي چې د فېروزکوه ښار او ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې درمل نشته او ډاکتران هم په ښه ډول ناروغانو ته رسېدنه نه کوي.

عبدالله عظیمي چې د فېروزکوه ښار له شمال لوېدیځ شویج کلي څخه ولایتي روغتون ته راغلی پژواک ته وویل، درې ورځې کېږي ناروغ یې ښار ته راوړی، ټول درمل له شخصي درملتونونو پېري.

نوموړي زیاته کړه، ډاکترانو ورته ویلي چې روغتون کې درمل نشته.

هغه وویل: ((موږ په سلو هیلو او امیدونو ښار ته راځو چې ناروغان مو ښه شي، زموږ کلي کې کلینیک شته خو څو ورته رسېدنه نه کوي، هېڅ هم په کې نشته. یوه میاشت کېږي چې ډاکتران وايي درمل او معاش نه لري. ښار هم داسې دی، څوک د ناروغ او پایواز په کیسه کې نه دی، ټول سرګردانه دي.))

د (CHA) موسسې مسوول: له اقتصادي ستونزو سره مخ یو

د بشري مرستو موسسې (CHA) د روغتیا برخې مسوول سید فقیرشاه فقیري چې غور کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت لري وویل: ((په ټوله کې فعالیت نه دی بند شوی، خو د بودجې د نه شتون له امله ځينې ستونزې رامنځته شوې. کله چې نړیوال بانک افغانستان کې خپله بودجه بنده کړه زموږ فعالیتونه هم په بودجه پورې اړوند و. لږ سکتګۍ رامنځته شوې چې موږ نشو کولای د خپلو کارکوونکو معاش ورکړو یا نوره خریداري وکړو، د بېلګې په ډول د روغتونونو د جنراتورونو د روښانه کولو لپاره تېل نه لرو چې جراحي عملیات ترسره شي.))

فقیري هیله مندي څرګنده کړه چې ډېر ژر به د مرکز له لارې یاده ستونزه حل شي.

د (CHA) موسسې او عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د غور په ټولو ولسوالیو کې د کرونا ناروغۍ د برخې فعالیت هم بند شوی دی.

Visits: 139

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.