ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني حوزوي روغتون له ګڼو ستونزو سره مخ دى

د غزني حوزوي روغتون له ګڼو ستونزو سره مخ دى

author avatar
26 Sep 2021 - 11:55
د غزني حوزوي روغتون له ګڼو ستونزو سره مخ دى
author avatar
26 Sep 2021 - 11:55

غزني ښار (پژواک، ٤ تله ١٤٠٠): د غزني حوزوي روغتون مسوولين وايي چې دغه روغتون د درملو، تېلو، برېښنا، غذايي او نورو توکو له کمښت سره مخ دى.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني حوزوي روغتون رييس عجب خان حميدي د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، کوم درمل چې په روغتون کې موجود و هغه د جګړو په ورځو کې لګول شوي او اوس نور درمل نه لري.

هغه وايي: ((درمل مو د جنګ په ورځو کې مصرف شوي، د ورځې له مخې يواځې دوه ساعته برق لرو، د شپې بيا ښه وي برېښنا تر سهاره وي، د تېلو په برخه کې هم پوره مشکلات لرو.))

د نوموړي په وينا، دا مهال يې د غذايي توکو د کمښت له امله په ناروغانو ډوډۍ بنده کړې او کابل ته د بېړني ناروغ د انتقال په موخه د امبولانس لپاره تېل هم نه لري.

ده زياته کړه: ((دوه امبولانسونه مو درلودل چې عاجل ناروغان به يې کابل ته انتقالول، خو اوس د امبولانس لپاره تېل نه لرو، که څوک غواړي خپل مريض کابل ته انتقال کړي، نو په امبولانس کې بايد خپله تېل واچوي.))

حميدي وايي چې د برېښنا د کموالي له امله يې د عملياتو په کچه کې هم پوره کموالى راغلى دى.

دى زياتوي: ((پخوا په دغه روغتون کې د ورځې له مخې، تر ١٠ پورې عملياتونه کېدل او ٦ يا ٧ عملياتونه به د شپې له مخې کېدل، خو اوس هغه پخواني امکانات نشته دي نو په ٢٤ ساعتونو کې ټول ١٠ عملياتونه نه شو کولاى.))

نوموړي دا هم وويل چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د دغه روغتون کارکوونکو خپلې مياشتنۍ تنخواوې هم نه دي ترلاسه کړي.

د غزني د حوزوي روغتون رييس زياتوي چې تازه يې د دغه روغتون د وسايلو او درملو لپاره تړون لاسليک کړى و، خو د نظام له بدلېدو سره دغه تړون عملي نه شو.

هغه اندېښنه وښوده: ((که هرڅه ژر دغه مشکلات حل نه شي امکان لري چې د دغه حوزوي روغتون مهمې څانګې وتړل شي.))

بل لورته ناروغان هم په ياد روغتون کې د امکاناتو له کموالي شکايت کوي.

د غزني اوسېدونکي شمس الله پژواک ته وويل چې د دغه ولايت حوزوي روغتون اوس د پخوا په شان امکانات نه لري.

دى وايي: ((څو ورځې وړاندې پلار مې سخت مريض و، دغه روغتون ته لاړو ډاکټرانو ويل چې بايد کابل ته انتقال شي، خپل مې په امبولانس کې د ٤ زره افغانيو تيل واچول او خپل پلار مې کابل ته انتقال کړ.))

په ورته وخت کې يو بل ناروغ لرونکي روح الله پژواک ته وويل چې دا مهال يې ورور په ياد روغتون کې بستر دى.

هغه زياتوي: ((دا څو ورځې کيږي ورور مې بستر دى دوا او ډوډۍ دواړه ورته له بېرون نه راوړو، پخوا په دې شفاخانه کې هرڅه وو خو اوس هیڅ هم نه لري.))

يو شمېر نورو ناروغ لروونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو يې د يادو ستونزو د حل غوښته وکړه.

بل لورته په کابل کې حکومتي مسوولينو په وار وار ويلي چې ټولې ستونزې به هوارې شي، خو وخت ته اړتيا لري.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.