ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: په غور کې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۷ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي

سرچینه: په غور کې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۷ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي

author avatar
27 Sep 2021 - 15:26
سرچینه: په غور کې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۷ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي
author avatar
27 Sep 2021 - 15:26

فیروزکوه(پژواک، ۵ تله ۱۴۰۰): د غور ولایت روغتیايي مسوولین په داسې حال کې دغه ولایت کې د خوارځواکۍ له ډېرېدو اندېښمن دي چې ځينې خلک د دغه ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د کافي تجهیزاتو او درملو له نه شتون څخه شکایت کوي.

د مسوولینو په خبره، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته ۱۷ ماشومان غور ولایت کې مړه شوي او تر ۳۰۰ ډېر دغه ډول ماشومان تر درملنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت روغتیايي مسوولین وايي چې په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او تجهیزاتو د کمښت ستونزې د حل لپاره له مرکز سره په اړیکه کې دي.

ډاکتران: پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر ډېروالی د اندېښنې وړ دی.

د غور ولایتي روغتون د ماشومانو برخې متخصص ډاکتر موسی الفت له پژواک سره مرکه کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر ډېروالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړی وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې غور ولایت کې پر خوارځواکۍ اخته ۱۷ ماشومان  مړه شوي  او تر ۳۰۰ ډېر تر درملنې لاندې دي.

هغه زیاته کړه: ((سږ کال په غور کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د نورو کلونو په پرتله ډېر شوی، ځکه د خلکو لوږې او بدې ورځې دغه بدبختي رامنځته کړې، تاسو وګورئ... هر ورځ روغتون کې له دوه تر درې ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته دي ثبت کېږي.))

نوموړي وویل، که د خلکو اقتصادي وضعیت ته پاملرنه ونه شي، ښايي پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شي.

پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کورنۍ د بېړنیو انساني مرستو غوښتنه کوي

۳۴ کلنه مریم چې یو کلن ماشوم یې پر خوارځواکۍ اخته دی وايي، نږدې ۱۵ ورځې کېږي چې د غور ولایتي روغتون کې بستر ده.

نوموړې وايي چې یاد ماشوم یې د فقر او بېوزلۍ له امله پر خوارځواکۍ اخته شوی دی.

هغې زیاته کړه: ((موږ د خوراک لپاره څه نه لرل، کله چې حامله وم پلار یې ایران ته د کار لپاره لاړ، خو هغه هم رد مرز شو، ډېری وخت به ان وږي ویده کېدو، د خوراک څه نه وو، کله مې چې ماشوم پیدا شو کمزوری او ناتوان و، ژر ژر ناروغ کېده او هیڅ نه چاغېده، تر دې چې دغه حالت ته ورسېد، کله مو چې ډاکتر ته مراجعه وکړه ویې ویل، پر خوارځواکۍ اخته شوی دی.))

اوس چې د دغه ماشوم روغتیا لږ ښه شوې مور یې له مرستندویه بنسټونو او حکومت څخه غواړي چې د دغه ماشوم په څېر له کورنیو سره د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې پیل کړي.

زرمینه یوه بله مور ده چې درې کلن ماشوم یې پر خوارځواکۍ اخته شوی، نوموړې له ۲۰ ورځو راهیسې په دغه روغتون کې بستر ده.

هغې پژواک ته وویل: ((دا څلورم ځل دی چې روغتون کې بستر کېږم، درې ځله مخکې راغلې یم له لس تر ۲۰ ورځو بستر وم، کله چې بېرته لاړ شو د خوراک څه نه لرو، ښه خوراک نه لرو چې تعذیه شي، ډاکتران تل وايي مېوه او سبزي وخورئ خو مو پیسې نه لرو چې دغه شیان واخلو، پلار یې روزمزد کوي او دومره څه پیداکوي چې وچه ډوډۍ راوړي.))

نوموړې هم له مرسته کوونکو کسانو، مرستندویه موسسو او حکومت څخه وغوښتل چې له بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې وکړي، چې ماشومان یې د مرګ له خطره وژغورل شي.

غلام فاروق چې د فیروزکوه ښار له لوېدیځ شب شدګي کلي د غور ولایتي روغتون ته خپل ماشوم راوستلی وايي: ((درېیم ځل شو چې د درملو لپاره د بازار نسخه ورکوي، اخلم یې ځکه وايي امکانات نه شته او بودیجه نه شته.))

د ناروغانو پایوازان په دغه روغتون کې د درملو او نورو امکاناتو د کمښت اړوند هم نیوکه کوي وايي چې د ناروغانو د اړتیا وړ ټول درمل بازار کې اخلي.

مسوولین: د درملو کمښت او د ناروغانو د نورو اړتیاوو په اړه به له مرکزي مسوولینو سره خبرې وکړو You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.