ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستانه هره ورځ میلیونونه کلدارې قاچاقي راوړل کېږي،پر ډالرو بدلېږي او بېرته یاد هېواد ته لېږدول کېږي

له پاکستانه هره ورځ میلیونونه کلدارې قاچاقي راوړل کېږي،پر ډالرو بدلېږي او بېرته یاد هېواد ته لېږدول کېږي

author avatar
30 Sep 2021 - 17:27
له پاکستانه هره ورځ میلیونونه کلدارې قاچاقي راوړل کېږي،پر ډالرو بدلېږي او بېرته یاد هېواد ته لېږدول کېږي
author avatar
30 Sep 2021 - 17:27

کندهار (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۰): د کندهار صرافان وايي، له پاکستانه هره ورځ میلیونونه کلدارې په قاچاقي لارو راوړل کېږي، ډالر پرې اخیستل کېږي او بېرته دغه هېواد ته لېږدول کېږي.

دوی زیاتوي، دغه وضعیت لوی اقتصادي بحران رامنځته کړی چې له یوې خوا صرافانو، سوداګرو او خلکو ته هره ورځ میلیونونه ډالر زیان اړوي او له بلې خوا د هېواد په بازارونو کې ډالر کم شوي چې پر وړاندې یې د افغانۍ بیه هم لوېدلې ده.

همدا نن د هېواد په بازارونو کې یو ډالر په ۹۱ افغانیو تبادله کېږي، په داسې حال چې دا بیه تېره ورځ ۸۹ افغانۍ وه.

بل پلو همدا نن د پاکستان په بازارونو کې یو ډالر په ۱۷۱ کلدارې تبادله کېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان په بازارونو کې د یوه ډالر بیه ۱۸۲ کلدارې ده چې د دواړو هېوادونو د بازارونو تر منځ ۱۱ کلدارې توپیر ښيي.

صرافان وايي، د افغانستان په بازارونو کې د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د ډالر بیه له هغه وروسته په داسې بې سارې کچه لوړه شوې چې په پاکستانۍ کلدارو د ډالرو رانیول ډېر شوي دي.

د کندهار د صرافانو د ټولنې مشر حاجي قندي اغا له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دا چاره له پخوا روانه ده، خو په دومره توپیر چې پخوا به له پاکستان څخه ډالر راوړل کېدل او کلدارې به یې پرې رانیولې، خو اوس کلدارې راوړل کېږي او ډالر پرې اخلي.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې هره ورځ د کندهار او هلمند پر قاچاقي لارو له پاکستان څخه میلیونونه کلدارې را روانې دي، دلته پرې ډالر رانیول کېږي او بېرته پر هماغو لارو پاکستان ته وړل کېږي.

د ده په خبره، له هغه وروسته چې په پاکستان کې د ډالرو پېر او پلور بند شوی، خلکو افغانستان ته مخه کړې او زموږ له بازارونو ډالر ټولوي.

د نوموړي په باور، دا یو دستوري کار ښکاري چې د مافیايي کړیو په لاس د افغانستان د اقتصاد د لا کمزوري کېدو په خاطر ترسره کېږي.

د ده په خبره، ان په دې چاره کې یو شمېر صرافان او سوداګر هم ښکېل دي چې د خپلې شخصي خو عارضي ګټې په خاطر دا کار کوي.

دی وايي، له دې ور ها خوا سوداګر هم چې له افغانستان څخه وچه او تازه مېوه صادروي، له هغې خوا کلدارې راوړي او دلته یې په ډالرو اړوي.

د ده په خبره، له تېرې ورځې راهیسې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت درې سلنه نور ټیټ شوی دی، تېره ورځ یو ډالر په ۸۹ افغانۍ تبادله کېده، خو نن په ۹۱ افغانۍ تبادله کېږي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې له همدې امله د پاکستان او د افغانستان د بازارونو تر منځ د ډالرو پر وړاندې د کلدارو بیه ۱۱ کلدارې توپیر لري، په پاکستان کې نن یو ډالر په ۱۷۱ کلدارو تبادله کېږي، خو د افغانستان په بازارونو کې په ۱۸۲ کلدارو تبادله کېږي.

نوموړی دا یو بې ساری توپیر ګڼي چې په تېر کې کله هم نه دی لیدل شوی، ځکه پخوا به دا توپیر یوه یا دوې کلدارې وو.

د اغا په خبره، له همدې امله د هېواد اقتصادي وضعیت سخت بحراني شوی دی، ځکه په بازارونو کې ډالر ډېر کم شوي او همدا د افغانیو د یو دم رالوېدو عمده عامل هم دی.

ده وویل، پخوا د افغانستان بانک هره اونۍ میلیونونه ډالر په ازاد بازار کې پلورل چې هم پرې د افغانیو ارزښت ساتل کېده او هم سوداګرو ته زمینه برابېدله چې د صادراتو او وارداتو په بدل کې بهرنیو هېوادونو ته ډالر ټي ټي کړي.

د دې تر څنګ ده یادونه وکړه چې مخکې د افغانستان بانکونو د نړۍ له بانکونو سره اړیکې لرلې، له بهرنیو هېوادونو مرستې او نقد ډالر را روان وو، خو اوس دا هر څه په ټپه درېدلي دي.

هغه وویل، دغه وضعیت د هېواد صرافانو، سوداګرو او خلکو ته هره ورځ میلیونونه ډالر زیان اړوي، ځکه ورځ تر بلې د افغانۍ ارزښت مخ پر ځوړ ځي او په بدل کې یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړېږي.

د کندهار د صرافانو د ټولنې دغه مشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوسني چارواکي د دغه بحران د مخنیوي لپاره څه کولای شي، وويل: ((هغوی هیڅ هم نه شي کولای، هغوی هم زموږ په څېر بې وسه دي.))

د ده په خبره، تر هغه چې نړۍ طالبان په رسمیت و نه پېژني او لګېدلي بندیزونه لرې نه شي، حالت به نور هم بحراني شي.

خو نوموړي له نړيوالو غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره مرسته وکړي او د طالبانو په خاطر- چې جز دی- ټول ۴۰ میلیونه نفوس له بحران سره مخ نه کړي.

د حاجي سید محمد په نوم یو بل صراف هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې ګڼې مافیايي کړۍ پر افغانستان راماتې شوي او د هېواد له بازارونو ډالر ټولوي چې د هېواد اقتصاد ته یې دروند زیان اړولی دی.

هغه زیاته کړه، څومره چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کمېږي، هومره د توکو بیې لوړېږي، په داسې حال کې چې د طالبانو له راتګ سره له تېرو دوو میاشتو راهیسې په لسګونو زره خلک بې کاره شوي او ان د یوه وخت نفقې برابرولو توان نه لري.

دی وايي، د یوه صراف په توګه یې یواځې له تېرې ورځې راهیسې د اسعارو په تبادله کې پر هر سلو زرو ډالرو له سل تر دوه سوه زره کلدارو تاوان کړی دی.

نوموړی هم وايي، تر هغه چې نړۍ له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې نه کړي او نوي راغلي واکمنان په رسمیت و نه پېژني، راغلی بحران به لا پراخ او بربادوونکی وي.

د ده په خبره، دا بحران هم ژور دی چې د سوداګرۍ تر څنګ یې د هېواد صنعت هم سخت زیانمن کړی دی.

دی وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې کندهار برېښنا نه لري چې له امله یې ۲۵۰ فابریکې تړلې او د دغو فابریکو ۵زره مستقیم او ۲۰زره غیر مستقیم کارکوونکي بې کاره شوي دي.

د ده په باور، که طالب چارواکي پر دغو مسایلو جدي تمرکز و نه کړي او له نړۍ سره اړیکې ښې نه کړي، نو بویه چې یو لوی ناورین پر لارې دی.

د کندهار اوسېدونکی او د اقتصادي چارو یو ماهر محمد اجمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوس لپاره مهم ګام دا دی چې طالب چارواکي له قاچاقي لارو د پاکستانۍ کلدارو راوړل او په بدل کې یې د ډالرو وړل بند کړي، که څه همدا چاره سخته ده.

ده زیاته کړه، له دې ور ها خوا باید صرافان هم د خپلو شخصي ګټو په خاطر په کلدارو د ډالرو له پلور تېر شي، ځکه دا چاره په نږدې راتلونکې کې هم د دوی او هم د هېواد د اقتصاد په زیان ده.

دی وايي، د پاکستان بانکونه په دې وروستیو کې خلکو ته ډالر نه ورکوي، له دې لارې غواړي د افغانستان له بازارونو ډالر ټول کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې هم خپرې شوې چې ګواکې د افغانستان او پاکستان تر منځ دې راکړه ورکړه د ډالرو پر ځای په کلدارو وشي چې خلکو یې پر وړاندې غبرګون وښود.

نوموړی هم په دې باور دی، تر هغه چې نړۍ د افغانستان په اړه خپل لید بدل نه کړي او طالبان د نړۍ غوښتنې و نه مني، نو حالت به لا بحراني شي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو ونه توانېدو.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.