ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قطر بهرنیو چارو وزارت: د کابل له هوايي ډګره سلګونه کسان انتقال شوي

د قطر بهرنیو چارو وزارت: د کابل له هوايي ډګره سلګونه کسان انتقال شوي

author avatar
7 Oct 2021 - 18:51
د قطر بهرنیو چارو وزارت: د کابل له هوايي ډګره سلګونه کسان انتقال شوي
author avatar
7 Oct 2021 - 18:51

کابل (پژواک،۱۵تله ۱۴۰۰): د قطر بهرنیو چارو وزارت وايي چې د قطر هوايي لیکو د پرواز په نتیجه کې یې تر ۳۰۰ ډېر کسان له افغانستانه قطر ته انتقال کړي دي.

د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته دا د قطر هوايي لیکو الوتکې له خوا تر ټولو لویه او شپږمه هوايي تخلیه ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویانده او مرستیال وزیره لولوه رشید الخاطر تېره ورځ رسنیو ته ویلي چې دغې الوتکې د کابل له هوايي ډګره قطر ته الوتنه کړې چې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم غړي، خبریالان او بېلا بېل بهرني وګړي په کې تخلیه شوي دي.

سرچینې لیکلي، د افغانانو ترڅنګ جاپانیان، بلجیمیان، ایرلنډیان، بریتانیایان، المانیان، فنلډیان، فرانسویان، ایټالیایان، سویډنیان، کاناډایان او د نورو هېوادونو وګړي هم په دغه الوتنه کې د هوايي هوايي ډګر له لارې تخلیه شوي دي.

هغه زیاته کړه، یاد کسان د قطر مرکز دوحې ته تر رسېدو وروسته هغه سیمو ته لېږدول کېږي چې افغانان او د نورو هېوادونو وګړي په کې د لنډ وخت لپاره ژوند کوي او د ټولو د کرونا ټسټ کېږي.

مېرمن الخاطر دغه راز وویل، یاد کسان به وروستي منزل ته تر رسېدو پورې قطر کې پاتې شي.

د نوموړې په خبره، قطر د افغانستان راتلونکي ته ژمن پاتې کېږي او د عمومي پرمختګ لپاره هڅې دوام کوي، دوحه له خپلو شریکانو سره د افغانستان د وضعیت په اړه ارزونې کوي.

د یادونې وړ ده چې له افغانستانه د نظامي تخلیې د عملیاتو پر مهال ــ د روان کال د اګسټ له ۱۵مې د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې لږ تر لږه ۱۲۴زره کسان چې ډېره برخه یې افغانان وو، تخلیه شوي او همدا مهال یې تر ۵۰زره ډېر د امریکا په داخل کې نظامي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

سربېره پر دې هم د بهرنیانو په ګډون لسګونه زره کسانو امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې یا SIV . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.