ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: لابراتوار حکومتي دی، خو د ورځې لسګونه زره ډالر «TCRC» کمپنۍ اخلي

سوداګر: لابراتوار حکومتي دی، خو د ورځې لسګونه زره ډالر «TCRC» کمپنۍ اخلي

author avatar
9 Oct 2021 - 18:28
سوداګر: لابراتوار حکومتي دی، خو د ورځې لسګونه زره ډالر «TCRC» کمپنۍ اخلي
author avatar
9 Oct 2021 - 18:28

میمنه (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۰): اقینه بندر کې د نفتي توکو سوداګر وايي چې «TCRC» خصوصي شرکت چې مخکې یې فعالیت تر پوښتنې لاندې راغلی او بند شوی و، بېرته په دغه بندر کې فعالیت پیل کړی او د نفتي توکو د هر ټن لابراتوار په بدل کې اووه ډالر اخلي.

دغه سوداګر د یادې کمپنۍ له خوا د هر ټن نفتي موادو په بدل کې د اووه امریکايي ډالرو اخیستل ظلم ګڼي او له حکومته غواړي چې د دې کمپنۍ د فعالیت مخه ونیسي.

خو د ټي سي ار سي کمپنۍ مسوول وايي چې دغه کمپنۍ د بیو په تغییر او لوړېدو کې هيڅ ډول لاس نه لري او دا د افغان دولت پرېکړه ده چې بیې یې له مخکې ټاکلې وې او په شرپاڼه کې ثابتې وې.

د یادونې ده، د روان کال د غويي په ۲۷مه د پژواک خبري اژانس څېړنیز راپور موندنې ښيي چې د نفتي موادو او مایع ګاز د ټسټ په برخه کې له ټي سي ار سي کمپنۍ سره د مخکني قرارداد اوشرط پاڼې په پرتله د پام وړ ډېروالی راغلی و. لږ تر لږه د هغو عایداتو د سلنې ورکړه چې د نفتي موادو او مایع ګاز د ټسټ له درکه د قراردادي بنسټ له خوا ترلاسه کېږي، د کمپنۍ د قانوني ګټې د مصارفو او پانګونې په پام کې نیولو سره نه وه ټاکل شوې.

د راپور له مخې، د ټي سي ار سي شرګت له خوا د نفتي موادو د ټسټ څرنګوالي ارزونه چې د ولسمشرۍ ریاست د عالي مقام د لارښوونې پر اساس د تفتیش عالي ادارې له خوا ترسره شوی او د ۱۳۹ کال د سلواغې په ۱۶مه د ولسمشرۍ ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست ته وړاندې شوی، د تفتیش ادارې یاد شرکت ته د بندرونو پر سپارنه نیوکه کړې وه.

د پژواک خبري اژانس خبریال په فاریاب ولایت کې اقینې بندر ته تللی او د نفتي توکو له ځينو سوداګرو سره یې خبرې کړې، دوی ویلي چې دغه کمپنۍ د هر ټن تېلو په بدل کې له دوی څخه اووه امریکايي ډالر اخلي.

د «شرکت های ایرکنیول آریا اروپا و خراسان بلخ» استازي انجنیر عبدالرحیم پژواک خبري اژانس ته وویل، ټي سي ار سي کمپنۍ چې د نفتي توکو لابرانت په برخه کې فعالیت لري، د هر ټن تېلو په بدل کې له موږ څخه ۷ امریکايي ډالر اخلي، په داسې حال کې چې سوداګر په یو ټن نفتي موادو کې ۱۰ ډالر ګټه نه لري.

هغه د دې ترڅنګ چې د یادې کمپنۍ اخاذي یې ظالمانه وبلله زیاته کړه: ((دغه کمپنۍ چې په ښکاره ویل کېږي بهرنۍ ده، خو د مخکني حکومت په زورواکو او مافیا پورې تړلې چې هغه مهال یې په اقینه بندر کې د حکومتي وسایلو او دستګاوو په مالکیت اخاذي پیل کړه، سوداګرو څو ځلې لاریون وکړ چې د دې مافیا ظالمانه اخاذیو مخه ونیول شي، خو دا چې شریک وو هیچا ورته پام ونه کړ. د اسلامي امارت په حاکمیت سره یې تمه درلوده چې د دغه مافیايي شرکت مخه به ونیول شي، خو لیدل کېږي چې په دې شرایطو کې هم دوی لوی لاس لري.))

نوموړي وویل، یاده کمپنۍ له دولتي تاسیساتو په استفاده مفتې پیسې اخلي، تر اوسه یې هيڅ ډول د قناعت وړ خدمات نه دي ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه: ((اسلامي امارت یې باید فعالیت بند کړي، د نفتي توکو، نورم او ستندرد ادارې ملاتړ دې وکړي. هغه پیسې چې شخصي جېب ته ځي، باید د انسا او نفتي موادو له لارې بیت المال ته جمع شي، څو حکومت اقتصاد تقویه شي یا یې دې بیه له ۲ تر ۳ ډالرو ټيټه شي.))

د نصیر عمر شرکت غړي عزیزالله هم وویل: ((ټي سي ار سي کمپنۍ د مخکني فاسد حکومت د زورواکو او مافیا له خوا په بندرونو کې د نفتي موادو د ټسټ او لابراتوار لپاره ځای پر ځای شوې، خو سوداګرو تمه درلوده چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته به د مافیا او باج اخیستونکو ټغر ټول شي، خو لیدل کېږي چې په دغه حکومت کې هم دوی ځواکمن دي.))

هغه زیاته کړه چې ټي سي ار سي له هر ټن تېلو اووه تر اته ډالر او له هر ټن مایع ګاز پنځه ډالر اخلي، چې دا غیر منصفانه ده، د سوداګرو او حکومتي ارګانونو په پرتله د دې کمپنۍ عاید څو برابره ډېر دي.

هغه له حکومته وغوښتل چې د دې کمپنۍ د فعالیت مخه ونیسي، دولتي تاسیسات او دستګاوې دې د نفتو، نورم او ستندرد ادارې ته وسپاري.

د تېل پلورونکو ټولنې غړي عبدالرازق د دې ترڅنګ چې په اقینه بندر کې یې د فساد او کاغذپرانۍ له مخنیوي رضایت درلود، خو ویې ویل، په دغه بندر کې درې بنسټونه له سوداګرو ټکس او مالیه اخلي، چې له امله یې د هېواد بازار کې د تېلو بیې هم لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د نفتي موادو او انسا ادارې ترڅنګ د «TCRC . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.