ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د تېرې ورځې برید په پراخه کچه وغندل شو

د کندوز د تېرې ورځې برید په پراخه کچه وغندل شو

author avatar
9 Oct 2021 - 11:41
د کندوز د تېرې ورځې برید په پراخه کچه وغندل شو
author avatar
9 Oct 2021 - 11:41

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۰): ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، د افغانستان حکومت او د پخواني حکومت ځینو چارواکو، د کندوز د تېرې ورځې برید – چې ملکي وګړو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله- په سختو ټکو غندلی دی.

پرون د جمعې د لمانځه پر مهال د کندوز ولایت د مرکز اړوند په خان اباد بندر کې د اهل تشیع اړوند د سیداباد په نوم جومات کې چاودنه وشوه چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا، له امله یې ۴۶ تنه ووژل شول او  ۱۴۳ نور ټپیان شول.

دغه برید په پراخه کچه غندل شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي: «د اهل تشیع هېوادوالو پر یوه مسجد د تکفیري فتنه ګرو له خوا چاودنه وشوه، چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼ نور ټپیان شول.»

ده لیکلي چې دوی دغه ناوړه عمل په کلکو ټکو غندي او ژمنه کوي چې د دې ستر جنايت عاملين به پيدا کوي او سخته سزا به ورکوي.

د پخواني حکومت د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله لیکلي، چې د کندوز ولایت پېښه نه بښونکی جنایت دی چې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی.

ده لیکلي: «زه د دې برید له امله سخت ویرمن او د کندوز له دردمنو خلکو سره یې په غم کې شریک یم.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه برید غندلی او لیکلي یې دي چې دا ډول پېښې د ټولو اسلامي او انساني اصولو خلاف دي.

ده ویلي چې دا کار په افغانستان کې د ارامۍ او سولې د دښمنانو دی.

د مخکني حکومت د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار هم یاد برید غندلی او ویلي یې دي چې دغه ډول غیرانساني عمل په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی.

همدا راز د ملګرو ملتونو سرمُنشي انتونیو ګوتریش، هم د کندوز برید غندلی او دا برید یې د بشري حقونو نقض یاد کړی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي انډریاس وان برانډ هم د غندنې تر څنګ، دا برید ناوړه جنایت بللی ویلي یې دي:« افغانستان کې ترهګري روانه ده.»

Visits: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.