کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۰): نړیوال روغتیایي سازمان (WHO) وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې افغانستان ته ۱۸۶ ټنه روغتیایي توکي او طبي تجهیزات رسېدلي چې د دغه هېواد ۲،۵ میلیونه خلکو لپاره بسنه کوي.
دغه سازمان نن (د تلې ۱۸مه) پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې دغه روغتیایي توکي او وسایل په نهو الوتنو کې کابل ته رسېدلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان دغه مرستې چې درمل او طبي وسایل په کې شامل دي، په یاد هېواد کې د ۲،۵ میلیونه خلکو ته بسنه کوي.
د دغه مطلب په دوام کې راغلي چې یادې روغتیایي مرستې د افغانستان ټولو روغتیایي مرکزونو ته لېږل شوې دي.
د مخکني نظام له سقوط او پر افغانستان د طالبانو له حاکمېدو وروسته نړیوال روغتیایي سازمان د هېواد د روغتیایي نظام د خرابېدو خبرداری ورکړی و او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي وو چې افغانستان باید یوازې پرې نه ږدي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي وو چې د ۲۵زره ډاکترانو، نرسانو او روغتیایي کارکوونکو معاشونه ورکوي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن